
ټول پښتانه د ملي ټلوېزيون له خپرونو څخه مرور دي ، څوک يې اېرانى بولي او څوک يې تاجکى ، د نجيب روشن په مشرى د ملي ټلوېزيون خپرونې چې د پارسي واکمني پکې چلېدله ، د پښتنو چيغې او نارې تر اسمانه ورسولې خو محافظه کارو پښتنو چارواکو پرې غوږونه کاڼه واچول او هېچا پرې غور ونکړ ، د پنجشېريانو اتل احمد شاه محسود مستند فلمونه به پکې په ساعتونو ، ساعتونو خپرېدل ، دده په ويناوو به د ټلوېزيون خپرونې پيلېدې او ختمېدې ، خو چا سپوڼ له خولې نه شو ويستلى ، ځکه چې وزير ( مخدوم رهين ) ددوى وو ، د ملي ټلوېزيون رييس ( نجيب روشن ) ددوى وو او په لنډ ډول چې ووايو ټول واک او ځواک
ددوى وو ، پښتنو به دا هيله لرله چې ګوندې يوه ورځ راشي چې دا په پرديو مټو ولاړ توريالي بېرته خپل موقف ته وغورځي او تيت او پرک پښتانه به بېرته پخپل ځان راټول او د پښتون ملت دا بې وسي به واخلي ، همداسې وشول ، پښتانه په کرار ، کرار بېرته يو څه راژوندي شول او د دولت په لوړو پوستونو کې يې دندې اشغال کړې .
د پښتنو په منځ کې د ګوتو په شمېر پښتانه وو چې په ريښتيني ډول يې پښتونواله ساتله ، خو نور چې پخوا به يې د پښتو او پښتونوالې نارې اسمان ته رسېدې ، کله چې موقف ته ورسېدل نو بيا يې د مليتوب مضمون راواخېست او پښتونواله ورته د تعصب ګوډى ښکارېده ، له خبرو نېولي تر مکتوبونو پورې ټول هرڅه يې د پارسي په اډانه کې واچول او پښتو بېچاره يې ځان سره د دروازې په خوله کې هم نه پرېښوده .
د افغانستان په ملي ټلوېزيون او د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزارت د ستميانو دوره تېره شوه ، پښتنو ته يو څه موقع په لاس ورغله ، عبدالکريم خرم د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شو او يو څه موده وروسته واحد نظري د ملي ټلوېزيون رييس ، که خبره د خداى لپاره کوو او کوتک د ورور ، زوى لپاره وهو ، نو نظري صېب ، په هغه ډول چې پښتنو ورته تمه وه څه ونه شول کړاى او د ملي توب تبه پرې ننوته ، خو يو څه يې ملي ټلوېزيون د ستميتوب له ښکيلاکه خلاص کړ .
د پښتنو عادت دى چې هر څه په يو ټک غواړي ، د صبر او حوصلې مېرمن ترې يو مخې مروره ده ، خرم صېب چې په ريښتيا يې خپله پښتونواله په زبات ورسوله ، په ده پسې هم پښتنو چټيات ويل پيل کړل او تردې چې د وردګي توب ټپې يې پرې ولګولې او ډارن يې يادولو خو داسې نه وه خرم صېب په خپل وجدان سره د پښتو او پښتونوالې حق ادا کړ او د ايران له تالي څټو سره يې ښه په نره ډغرې ووهلې ، خو دا چې ولسمشر مو د تورې سړى نه دى ، نو په دې کې خرم صېب ملامت نه دى .
د ولسمشرى له ټاکنو وروسته چې حامد کرزي پکې له خلکو د څلور سوه وزارتونو ژمنې کړې وې ، يعنې هر چاته يې د وزارت وعده ورکوله چې په پايله کې ورپسې چا حساب کړې وې څلور سوو ته وزارتو ته رسېدلي وو ، چې په دې کې مخدوم رهين يو ځل بيا سر راڅرګند کړ او د ډېرو معاملو او هڅو وروسته په خپل هدف کې کامياب شو او يو ځل بيا يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اشغال کړ .
مخدوم رهين ددې لپاره چې بيا د پښتنو هيولا راپورته نه شي او خرم ټاکلي خلک هم له دندو څخه ګوښه کړي ، نو واحد نظري يې له ملي ټلوېزيون څخه وباسلو او پر ځاى يې استاد زرين انځور راووست.
انځور صېب چې ريښتينى يو فکري او شعوري پښتون دى او د پښتنو ورڅخه ډېره تمه هم کيږي ، نه پوهېږم چې له بده مرغه ووايم ، که له نېکه مرغه ؟ چې په يوداسې وخت کې راغى چې د پړانګ او ډانګ تر منځ به د بري پړاوونه طۍ کوي ، ځکه چې له يوې خوا د رهين په څېر ستمى پرې سامراج چلوي او له بل لورې يې يو بل پنجشېرى ورته د مرستيال په توګه ټاکلى ، چې طبيعي ده ډېر مزاحمتونه به ورته کوي او دريم د پښتنو دغه لنډ بيچ عادت چې په يو وار له خپلو مشرانو څخه د انقلاب غوښتونکي دي او په هېڅ ډول د تحمل فرهنګ ته قائېل نه دي .
پښتانه وايي چې په ښه ورځ کې دې هر څوک دوست دى خو اصلي دوست دې هغه دى چې په بده ورځ درسره ملا وتړي ، انځور صېب په بده ورځ د پښتنو ملا تړلي ده ، که اوس خرم صېب واى ، شايد ډېر ډارن پښتون هم يو څه کړي واى ، خو دا چې اوس د رهين په څېر يو ستمى په واک کې دى ، نو اوس مېړنيو او زړورو خلکو ته اړتيا ده چې د پړانګ او ډانګ په منځ کې خپله پښتو همداسې ښاغلي وساتي ، نو دغه تمه يوازې د انځور صېب غوندې خلکو څخه کېداى شي چې تجربه شوي دي او په ډېرو سختو ورځو کې يې هم خپله انرژي له دې پښتون ولس څخه نه ده سپمولي او خپل هوډ يې په وار وار په زبات رسولى دى .
په پاى کې له خپلو پښتنو وروڼو څخه هيله کوم چې په يو ټک د شولو سپيناوى مه غواړى ، پرېږدى چې څاڅکى ، څاڅکى راټول شي او سين ترې جوړ شي ، باران هم چې شړکنده وي خوړونه ترې جوړيږي او له وراني پرته بله ګټه نه لري او بل په دې دولت کې چې څومره خيانت دى ، همدومره تهمت هم شته ، هيله من يم چې نور په خپلو پښتنو مشرانو او د سر سړيو پسې د تهمت کڅوړې خلاصې نه کړى .
ميوند فدا