د اتمر د پام وړ:  کارغه زرکې ته ورته نه دی

ستاسې له خبرو او کړووړو د بل چا بوي راخېژي. د هغه نظام له نړولو پسې دې راخېستې چې يو وخت دې ترې ننګوله کوله، خو نن يې خپله ړنګوې
 
د کابلوف او عمرانخان ملاتړ به تاسې پر کوم لوري رهي کړي؟
 
ښاغلی اتمر،
تاسې ته پته ده چې پر جمعيت، شورای نظار او حزب اسلامي چا پانګونه کړې او پر تاسې چا کړې ده؟ داسې برېښي چې څارګره اداره او کی جي بي (ISI & KGB) څنګه او ولې نن د کومو موخو لپاره سره نژدې شوي دي؟
 
ښاغلي کرزي خو تاسې ټول د رمې د ګډورو په څېر له طالب سره د خبرو په پلمه بوتلۍ، خو هلته لوبه د ښاغلي کرزې د تمې خلاف تر سره شوه. د کابلوف ملاتړ له تاسې وشو، چې دا د ښاغلي کرزي لپاره په سياسي واخلاقي لحاظ ښه زيری نه وو.
 
يا په بله مانا طالب خو پاکستان له هغې پرته وړلو او په مسکو کې يې له روسانو سره له اتمر سره خبرو ته کښېنولو، خو دا کار بايد ستاسې تر چتر لاندې نه وای شوی چې په دې کار سره يې څو موخې تعقيب کړې:

  • يو دا چې امريکا او متحدينو ته يې لا بې اعتباره کړ
  • دويم دا چې موږ دواړو ته هم اعتبار نه لري
  • زلمي خليلزاد ته يې هم ګوزار ورکړ
  • او داسې نور.
 
خو لله الحمد هغه څه يې تر لاسه نه کړل چې د مسکو له غونډې او د قطر د تړلو دروازو تر شا خبرو يې غوښتل چې ترلاسه يې کړي، خو هماغه موخې نن هم د نورو په لمسون د اتمر وقانوني له ليارې ترسره کړي، خو اتمر وقانوني بايد دا هېڅکله هېر نه کړي چې دوی هم هېڅکله د طالب ځای پاکستان ته نه نيسي. روسان وپاکستان هر يو ځانته خپلې موخې واجنداوې لري، لکه څنګه چې مخکې امريکا وپاکستان هر يو ځانته خپلې جلا موخې لرلې، خو د امريکا تر چتر لاندې يې سرته رسولې، نو نن به يې د روسانو تر چتر لاندې مخته وړي. پاکستان همدا نن هم ډېرې مرموزې پېچلې اړيکې له نړۍ سره لري چې موږ پرې نه پوهيږو.
 
زما مشوره ښاغلي کرزي ته د خپل يو نازولي خانزاده پخواني ولسمشر په توګه دا ده چې په راتلونکې کې د داسې بېځايه حرکتونو نه ځان وساتي چې لا نوره هر اړخيزه سياسي صدمه ورته ونه رسيږي. ښاغلی کرزی بايد لږ خپل ګرېوان ته سر کښته کړي او سوچ وکړي. ښه به دا وي چې نوموړی يو ځلې بيا خپل ځان په ملي هېنداره کې وويني.
 
تېر ته په کتو ښاغلی هېل په پاکستان کې سفير پاتې شوی. ښايي چې زموږ په پرتله يې له هغه اړخ سره خواخوږي ژوره وي، ځکه پرې د ښاغلي محب خبرې بدې ولګېدې او غبرګون يې تند وو.
 
ښاغلی خليلزاد بايد د پاکستان پر غوړو خبرو او د همکارۍ په تشو وعدو تېر نه وځي او زيات محتاط اوسي. په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې سفير واستازی پاتې شوی. په ځېنو مسايلو کې تر هر چا زيات ښه پوهيږي. پاکستان په هېڅ صورت او هېڅ يو حالت کې نوموړی په دغسې يو موقف کې د يو افغاني الاصله امريکايي په توګه نه شي زغملی.
 
پايله :
داسې ويل کيږي چې ښاغلی اتمر دلته په برمينګهم کې وو، دا چې ولې او څنګه له دې ځای هلته ولاړ او له غني سره د کومو اړيکو پر بنسټ يوځای شو او نن يې ولې خپله لار له هغه جلا او خپل پخواني لوري ته مخه کړه، نو دا سختې خبرې دي چې د سړي پرې سر خلاص شي.
 
له تاسې څخه د ښاغلي کابلوف ملاتړ به د انګليستان لپاره څنګه د قناعت وړ وي؟ همدارنګه قانوني ته به څه زيری ولري؟ ايا جهاديان يا مقاومتيان په مجموع کې د مسکو لپاره د اعتبار وړ  دي؟ که نه وي، نو طالب به څنګه ورته د اعتبار وړ شي؟ ايا دا به د دې مانا نه ورکوي چې موږ لا اوس هم د مجاهد، حقاني شبکې، طالب او د مقاومتي په نومونو د نورو په لاس د دوی د ناولو سياسي، اقتصادي، نظامي ستراتيژيکو موخو لپاره لوبيږو او ځانونه لا هم نه پېژنو؟