
(مارشال قسيم فهيم يګانه مارشال افغانستان)؛ دا جمله د منلو نه ده او بحث ته اړتيا لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پوځي پالېسۍ اړوند د پوځ کسان په لاندې خدمتي او جګړيز ډول سره رتبې اخلي.
دویم بریدمن 2nd Lieutenant
لومړی بریدمن 1st Lieutenant
تورن Captain
جګړن Major
ډګرمن Lieutenant Colonel
ډګروال Colonel
بريد جنرال Brigadier General
تورن جنرال Major General
ډګر جنرال Lieutenant General
ستر جنرال Four Star) General)
مارشال Mashal
دغه رتبې د پوځي کسانو د زده کړو، د خدمت مودې او په جګړې د ښه ماموريت او د جګړې بريا په اساس ورکول کيږي، چې وروستۍ رتبه مارشال ده.
د افغانستان په پوځي مارشال غازي شاه ولي چې د پخواني افغان ټولواک محمد ظاهر شاه کاکا وو، په رېښتني پوځي ډګر کې د مارشالۍ رتبې ته رسېدلی وو.
د ويکپيډيا د مالوماتو په اساس مارشال شاه ولي خان په دغه نېټو په لاند دندو کار کړی دی؛
په ۱۹۰۶ ز. کې د شاهي ساتونکو بولندوی
په ۱۹۲۱ ز. کې د سپرو پوځيانو بولندوی
په ۱۹۲۴ ز. کې د امير امان الله خان د شاهي پوځ غړی
په ۱۹۲۹ ز. کې د محمد نادر شاه وايسرای
له ۱۹۳۵ ز. - ۱۹۳۶ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
له ۱۹۳۶ ز. - ۱۹۳۷ ز. پورې د افغانستان د دفاع وزير
له ۱۹۴۸ ز. - ۱۹۴۹ ز. پورې پاکستان کې د افغانستان سفير.
د پوځ سر اعلی قومندان چې د حبيب الله کلکاني پلويانو ته يې ماتې ورکړه او کابل يې په ۱۰ د اکتوبر ۱۹۲۹ ز. فتح و کړ او په همدې توگه يې د مارشالۍ رتبه او فاتح کابل لقبونه خپل کړل.
د افغانستان په ټول معاصر پوځی تاريخ کې همدا شاه ولي خان د مارشال په توګه پېژندل کيږي. د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د احمد شاه مسعود او شمالي ټلوالې يو پخواني قومندان محمد قسيم فهيم ته پرته له کومو پوځي زده کړو د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
پر پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي په همدې اساس ډېرې نيوکې کيږي چې پرته له وړتيا او رېښتنې ماموريت يې؛ پوځي رتبې، ملي لقبونه، د دولتي ارګانونو نومونه او نور امتيازونه د يو شمېر کسان په نوم کړل.
محمد قسيم فهيم په وروستيو کې بيا د حامد کرزي لومړی مرستيال هم شو، او په افغانستان کې يې رسمي او غېرې رسمي لقب (مارشال يا مارشال قسيم فهيم يګانه مارشال افغانستان) شو.
دا چې په رېښتنې مانا مارشال شاه ولي خان د افغانستان معاصر پوځي تاريخ مارشال دی، خو د يو شمېر کړيو له امله چې د افغانستان د ملي تاريخ د وژلو هڅې کوي، د نوموړي نوم د تاريخ له حافظې غورځيږي.
دا چې حامدکرزي په کوم امتياز محمد قسيم فهيم ته مارشالي ورکړه ځان ته موضوع ده، خو دا چې د نوموړي په تلين غونډو کې دی د افغانستان يوازېنی مارشال يا (مارشال قسيم فهيم يګانه مارشال افغانستان)؛ ياديږي، د مارشال شاه ولي خان پر وړاندې ظلم، زياتی او بې عدالتي ده.
هيله لرو چې د افغانستان ملي تاريخ له وژلو کېدو او ورکېدو وژغورل شي او په دې برخه کې فعال خلک او ادارې دغه غږ را سره بدرګه کړي.