له ولسمشر کېدو وړاندې حنيف اتمر يو بل کار ته اړتيا لري

له ولسمشر کېدو وړاندې حنيف اتمر يو بل کار ته اړتيا لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

محمد حنيف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابينه کې يو فعال وزير او د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې ښه سلاکار او باتدبيره سياستوال جوړ شو. نوموړي د ملي امنيت په شورا کې هغه کړنې تر سره کړې چې د هېواد پاله افغانانو په زړونو کې يې ځای پيدا کړ.

ښايي په اوس وخت کې هم د اتمر پخواني ملګري له نوموړي په دې نفرت ونه کړي او نه په دې ورڅخه خپه وي، چې نوموړی ولې له ولسمشر غني لار جلا او ځان يې نوماند کړ. دا هم يو څه ښکاره حقيقت دی چې د محمد حنيف اتمر پر وړاندې د ولسمشر غني حوصله کمه او دی يې استعفا ته اړ کړ. د اتمر پخواني ملګري او مينوال په دوه مهمو ټکو کې له اتمر لېرې ځي او ملاتړ ورڅخه نه کوي.

۱- لومړی دا چې ښاغلي اتمر له داسې يوې ډلې سره ځان ملګری کړ، چې که له نورو ټولو کړنو يې که تېر شو، خو د افغانيت او اسلاميت پر وړاندې دريځ يې هېڅ افغان ته د منلو نه دی. يادې ډلې چې په تېر کې څه کړي او حامدکرزي په واکمنۍ کې يې څومره نامشروع ګټې او سياستونه وکړل، ولس ته د هېرېدو او بښل کېدو نه دي. نو د اتمر لپاره نه وه په کار چې ځان يې د افغانيت او اسلاميت ضد کړيو په غېږ کې اچولی وای.

۲- دويم يې دا چې اتمر له دغه ډلې سره داسې يو څه هوکړې له ټاکنو وړاندې کړي دي چې ولس ته سرې کرښې دي. د بيلګې په ډول د متمرکز نظام پر ځای صدارتي نظام د اوسني افغانستان د وېش او تجزيې څرګند لامل کېدای شي. ويره دا ده چې که چېرې د اتمر په شااوخوا راټول کسان او د قدرت وږي واک ته ورسيږي نو نه به د پښتون په نوم اتمر وزغمي او نه به هم اجازه ورکړي، چې اتمر په رېښتنې مانا ولسمشر ووسي.

پورته يادې چارې له ټاکنو وروسته خبرې دي، خو له ټاکنو وړاندې اتمر ته په کار ده چې يو څه تمرين وکړي او له ولسمشر کېدو وړاندې يو نور څه هم زده کړي. نن مې په مزار شريف ښار کې د محمد قسيم فهيم د مړينې د کليزې په مراسمو کې د اتمر وينا واورېدله. د نوموړي خبرو هېڅ ډول جذبيت او زړه راښکون نه درلود. په خبرو کې يې هغه جذبيت نه وو کوم وخت به چې ده د ملي امنيت شورا د سلاکارۍ په دوره کې کولې. د اتمر خبرې نن ورځ په دې ستړې کوونکې نه وې، چې د ولسمشر غني او يا هم د اوسني حکومت په ملاتړ نه دي او يا دا چې په دوی نيوکې کوي، بلکې خبرې يې داسې ښکارېدې لکه په زور چې ورته اړ شوی وي او پرې منل شوې وي.

نوموړي د خپلو خبرو په منځ کې تسلسل نه درلود، کله به يې د مزاري او فهيم ستاينې پيل کړې او دعاګانې يې ورته غوښتلې، کله به يې د برهان الدين رباني په وژنه زړه را ډک شو، کله به يې د جهاد او مقاومت صفتونه پيل کړل او کله به يې هم د شمالي خلکو غيرتونه يادول.

اتمر د خپلو خبرو ډېر تمرکز په عطا کړی وو، تر دې چې خپل لومړی او دويم مرستيال يې هم هير کړي وو او په پر له پسې ډول يې د عطا ملاتړ او ستاينې کولې.

محمد حنيف اتمر له عطا او بلخ یو ډول تر اغېز لاندې ښکاره کېدو، سوله، ټاکنې، د بلخ وروستی سياسي کړکېچ، اوسنی حکومت او نور مسايل په بې ترتيبه ډول ياد کړل.

دا محمد حنيف اتمر د ولسمشر غني پر سياست نيوکې کوي او يا هم په خلاف لوري کې ولاړ دی، راته اړينه موضوع نه ده او د يو افغان او سياستوال په توګه نوموړی دا حق لري، چې په خپله خپل سياسي لوری وټاکي، خو په مصنوعي ډول د ولسمشر آکټ کول او د نورو د خوښۍ لپاره د ميليونه کسانو خپه کول، هغه څه دي چې ښاغلی اتمر که په راتلونکې کې ورته متوجې شي نو به ګټه به يې وي.

که اتمر په دې کار او فکر وکړي، چې د جميعت ګوند رياست ته نه بلکې د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند دی، نو ښايي چې د مخکښو نوماندانو په لېست کې راشي.