ولسمشره! پنځه کلنې پاچاهۍ دې پنځه د حساب پښتانه واخېستل او پښتون يې وژنه عامه کړه

ولسمشره! پنځه کلنې پاچاهۍ دې پنځه د حساب پښتانه واخېستل او پښتون يې وژنه عامه کړه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د هېواد د موجوده اساسي قانون اړوند او د تاريخ له بنسټه په افغانستان کې هر مېشت وګړی افغان دی. د افغان وينه يو رنګ لري، د پښتون، تاجک، ازبک او هزاره په نوم کرښې په کې دښمن جوړوي او د بيلتون هڅې يې. مونږ نه يوازې د افغان درد دردوي، بلکې په لويه کې انسان وژنه غندو او د کرکې په سترګه ورته ګورو.

کورنيو جګړو او خونړيو انقلابونو چې کوم افغان ولس وژلی هم د بښنې نه دی او په اوس کې چې هم هر افغان وژل کيږي زمونږ د زړه ستنې پرې ماتيږي. خو د امريکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کال کې د ولسواکۍ او ديموکراسۍ په نوم چې کومه نوې اداره رامنځ ته شوې ده، له بل هر افغان زيات په کې پښتون ولس د تورې او چاړې نښه ګرځېدلې ده.

د طالب او ترهګر په نوم پښتون وژنه يوې خوا، د حکومتي کس او سرتيري په نوم يې بله خوا او ترمنځ يې د ولسي پښتون وژنه بل درد دی. د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د پښتون عام وژنې ترڅنګ د څرخي پله په شمول د حکومت زندانونه د طالب په نوم له پښتنو ډک شول او د طالب صحرايي زندانونه هم د حکومتي کس او سرتيري په نوم د پښتون ولس د اوسېدو ځايونه شول.

واک ته د ولسمشر غني په رسېدو سره په ستره کې افغان ولس ته د سولې او پښتون ولس ته د نه عام وژنې هيلې پيدا شوې. دا هيله د ولسمشر غني له هغه خبرو او ژمنو زږېدلې وې چې ده په ټاکنيزو منډو کې کړې وې. په اقتصادي او سياسي برخه کې د ولسمشر کړنې د ستاينې دي، خو د پښتون وژنې په برخه کې پښتون ته جهنم جوړ شوی او د وينیو لښتي يې په بهېدو دي.

ولسمشره! هوايي دهليزونه، اوسپنيزې لارې، سوداګري، اقتصاد، سياست او نورې چارې په دومره ګرانه بيه نه غواړو او نه راته د خوښۍ وړ دي، چې پښتون وژنه په کې روانه وي.

ولسمشره! که هير دې نه وي، حشمت خليل کرزی يې ستا په واکمنۍ کې درته ووژلو. ته هم پرې خپه شوې او مونږ هم. مونږ خو اعتراف کوو چې خاص څه مو ونه کړل خو تر يوې مياشتې مو پرې ښه وير او ژړا وکړه. ولسمشره! تا څه وکړل، د هغې کوم يو قاتل دې پيدا او اعدام دې کړ؟

ښاغليه! له نورو به په کې تېر شو. جبار قهرمان هم د هېواد بچی او د پښتنو د سر سړی بلل کېدو. جنازې ته يې تا اوږه ورکړه، کال يې په مړينې نه دی وتلی، هير دې دی او په زړه کې دې راګرځي؟

ولسمشره! د جبار قهرمان درېيمه ورځ نه وه خلاصه، چې په کندهار کې يې غښتلی قومندان جنرال رازق او جنرال مومن درته ووژل. ته يې هم له مرګ وروسته کندهار ته لاړ او هڅه دې وکړه چې د رازق د مور اوښکې ور وچې کړې. آيا دې جنرال مومن او جنرال رازق لپاره د کوم څه وکړل چې يو څه پرې ډاډمن شو؟

ولسمشره! عبيد الله بارکزی که نور نه پېژنې خو ښايي په دې يې وپېژنې چې د پښتني کلتور دستار به يې هر وخت تړلی وو. ولسمشره! بارکزی غاصب او قاتل نه وو خو پرون يې درته خاورې کړ. ته به نن له ولس سره د بارکزي په اړه څه ژمنه وکړې او که زمونږ په څېر ته هم يوازې بې وسه او خواشينی يې؟

ولسمشره! د پښتنو سالارانو او مشرانو په سر کې ته هم يې. د بل پښتون په مرګ مو که زړه دوه ټوټې کيږي، نو خدای مه کړه ستا په نشتون مو زړه سکته کوي. ښاغليه ولسمشره! که خبر نه وې خبره شه او که خبر وې نو لاس په کار شه. پښتون يوازې ستا په څېر د خپلو نورو مشرانو د وژنې دسيسه رسوا، بربنډه او بنده غواړي.

ولسمشره! د پښتون وژنې شيمر زياتيږي، ښايي وروسته يې له تا هم شمېر او حساب هير شي او په کې ګډوډ شې. مونږ پښتون ته ژوندون غواړو دا نه غواړو چې تاريخ يې نومونه له مرګ وروسته په زرينو کرښو ولېکي.
 
هېواد پاله ولسمشره! که د پاکستان، امريکا، کورنيو پردي پالو او يا بل هر چا له خوا د پښتون وژنې پروژه روانه وي، نو ته خو کم تر کمه دا منظور پښتين غوندي دا پټ دښمن راته رسوا کړه، چې ولس دې تر شا او ته يې د ستر احمد شاه او ستر غازي امان الله خان ځای ناستی  جوړ شې. 
 
دا زمونږ د سترګو وړاندې غني ګوره څه تېریږي
یو باتور ملت غرقیږي یو مضبوط وطن نړیږي