کویټې شورا .... دکار پیلامه

کویټې شورا .... دکار پیلامه
امریکا اوس دطالبانو دمشرتابه پر استوګنځای ګوته کېښوده .
لیک : مانویل المیډا
ژباړه : هوسۍ
سره له دې ،چې افغاني طالبان کوېټه دخپل مرکز په توګه کاروي او دهمدې شورا پر مټ خپله ستراتيژي پلې کوي ، خو داندېښنې وړ داده ،چې واشنګټن په دې وروستیو کې خپل دې شورا ته ورواړوه کوېټې ته پښې وراوږدل به خپله امریکا او پاکستان ګرانه پریوځي ، ځکه خو واشنګټن ته ښايي ،چې پاکستان ته دومره واک ورکړي ،چې له ملا عمر او ملګرو سره ېې لار ومومي او دواشنګټن له خوښې سره سم چلند ورسره وکاندي .
که دپاکستان نخچې ته یوه ځغلنده کتنه وکړو نو سمدلاسه به راته جوته شي ،چې بلوچستان دپاکستان له څلوروایالتونو څخه یو دی ،چې نږدې نیمايي پاکستان ورځینې رغیدلې دی له دومره ارتوالي سره لویدیځ له خپل پامه غورځولې و ځکه استوګن ېې کم دي دا خپله داندېښنې خبره ده ، چې دبلوچستان مرکز کویټه په لویدیز کې ډېر مشهور دی او پردې سربېره دطالبانو دمشرتابه استوګنځای دی ،چې پوره 9 کاله یې د(کوېټې شورا) ته په خپل غیږ کې ځای ورکړې و . دانوم په سیمه کې څه نوې هغه نه دی هر څوک ورسره بلد دي . اوس پوښتنه داده ،چې دجګړې لمن ولې پراخه نه شوه ،چې په بلوچستان کې هم طالب جنګیالي دترهګرۍ!! ضد جګړې نښه شي .
خپله بلوچستان دايران ، افغانستان او پاکستان له ځینو برخو رامنځته شوی دی او د بېلتون خبره له ډيره پخوا راهسې رامنځته شوې ده ،چې له ایراني او پاکستاني نیواک ( استعمار) څخه ځان وژغوري . 
رښتیاهم ، سرکښي په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت څخه ده اودا په 1947 ز کې دپاکستان له جوړیدو سره سمه پیل شوې ده او نن ورځ یو شمېر ملي او بېل غوښتونکې ډلې شته ، چې دپاکستاني حکومت پر ضد جنګیږي په اسلام اباد کې له پرله پسې حکومتونو څخه دبلوچانو زړه تورې ډیر پیچلې دی . له یوې خوا دبلوچو ځینې قبایلي مشران دا نه غواړي ،چې حکومت دې ددوی په چارو کې لاسوهنه وکړي که څه هم دا لاسوهنه دپرمختګ او پرمختیايي پروژو په برخه کې وي ددې ترڅنګ یو شمېر بلوچ هېوادپال داسلام اباد له سیاسي او اقتصادي دریځ نه خوښوي پردې سربېره له حساسیته ډکه موضوع دبلوچستان دګاز دویش جنجالي موضوع ده ،چې نږدې ګردبلوچان په دې باور دي ، چې په دې برخه کې له نیاوه ( عدل ) کار نه دې اخستل شوې . دجنرال مشرف دنظامي واکمنۍ پر مهال نشنلسټ بلوچان سخت وځپل شول داصف زرداري دملکي حکومت پر مهال دا هیلې راوټوکېدی ،چې یو څه نسبي پرمختګ به رامنځته شي او خپله زرداري وتوانیده ،چې بلوچان دېته رامات کړي ،چې اوربند ومني ... خو دوام ېې ونه موند اونه حکومت دومره وخت تر لاسه کړ ،چې درغنده خبرو لپاره بسنه وکړي .
مشهور لیکوال احمدرشید په نیویارک ټایمز کې کاږي : له ډېرو سره دا اندېښنه ده ،چې پاکستان پر ناکام هېواد بدل نشي ، سره له دې که چیرې دا ناشونی او لیری احتمال وي دا به بیا هم دطالبانو له کبله نه وي ، بلکې دا به دهغه کړکیچ له کبله وي ، چې لویدیز له پامه غورځولې دی دا په بلوچستان کې دبېل غوښتونکو خوځښت دی . پردې سربېره احمد رشید دبلوچستان له پامه غورځونې په اړه دچارواکو له غوږه داخبره ورتېره کړې ده ، چې له توپان وړاندې چوپتیا ده ورته حالت دی . حکومت په بلوچستان کې دطالب جنګیالیو له ګواښ سره وړ چلند ونه کړ رشید په دې برخه کې پر حکومت سختې نیوکې وکړې .
په بلوچستان کې دافغان طالبانو دشتون په اړه دحکومت دا منفي دریځ ،چې ولې ېې پر وړاندې کوم ګام پورته نه کړ څو خبرې کېدای شي :
لومړی : دپاکستان دپوځ مشران له ډيره پخوا په دې باور - نن ورځ هم پردې باور دي - کېدای شي یوه ورځ له طالبانو څخه دهندوستان په جګړه کې دمرستندویه وسیلې کار واخلي له بل پلوه دا ويره او اندېښنه شته که چیرې پاکستان په بلوچستان کې دطالبانو پر وړاندې ودریږي دا به په ناڅاپي توګه بلوچ ملتپاله ډلې او وسله وال پښتانه اړ باسي ،چې په ناڅاپي توګه سره يوه ډله رامنځته نه کړي . اوس ، چې دطالبانو مشرتابه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې نظامي فعالیت او دپاکستان پرضد جګړه نه کوي نو په پلازمینه اسلام اباد کې حکومت داسې نه انګیري ،چې دا به ورته ستونزې راوپنځوي ، ځکه ېې په اړه فکر نه کوي دحکومت له انده رښتیني ګواښ په قبایلي سیمو کې نغښتی دی او هملته دطالبانو او القاعدې سرکښه ډلې ځای پر ځای شوې دي .
په 2009 ز کې دپاکستان حکومت دا ومنله ،چې په بلوچستان کې دکوېټې شورا شته ددفاع وزیر احمد مختار دتېر کال په ډیسمبر کې ډان تلویزون ته وویل : پوځ له کوېټې شورا سره پر جګړه کېوت او دغه شورا ېې سخته ځپلې ده اوس کوم ګواښ نه دی ، خو دجګړې داغیز په اړه بیا هیڅ ونه ویل شو.
اوس امریکايي چارواکي پردې پوه شوې دي ، چې کویټه د ملا محمد عمر اوملګرو هغه مرکز دی ،چې ډیری پریکړې او پلانونه همدلته جوړیږي او بیا په افغانستان کې پلې کیږي . داخبره تېر کال په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو دقومندان جنرال ستانلي مکریستال په راپور کې هم راغلې وه ، له دې هر څه سره ،چې په کویټه کې روان دي او په دې لیرې او بیوزله ایالت کې دامریکايي نظامي آډو دنده داده ،چې په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته لوجستیک او نور د اړتیا وړ توکي ولیږدوي ، خو د طالب مشرانو سره هیڅ کار نه لري .
په افغانستان کې دامریکا دنظامي شتون ترڅنګ او دنهه کلنۍ اوږدې جګړې پرمهال کویټه د طالب مشرانو لپاره خوندي پټنځای و ، اوس داسې ښکاري ،چې متحده ایالاتو خپله تګلار بدله کړې ده او دبلوچستان مرکز کوېټې ته ېې خپل پام وراړولې دی .
واشنګټن پوست په پاکستان کې دامریکا دسفیرې ډبلیو باټرسیون له خولې کاږی : پخوا موږ خپل ټول پام القاعدې ته ځانګړې کړې و ځکه القاعده زموږ لپاره ګواښ و هغه مهال مو دکویټې شورا ته د پاموړ ارزښت نه ورکاوه ځکه ،چې په سیمه کې زموږ ځواکونه نه وو ، اوس دکرښې دې خوا ته زموږ ځواکونه شتون لري او دکوېټې شورا څارنه دواشنګټن په لومړیتوبونو کې راځي .
دکوېټې شورا په اړه د دومره فکر بل لامل دادی ،چې اوس امریکايي چارواکي دا خبره څیړي ،چې ایا د دغه ایالت په قبایلي سیمو کې دبې پیلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ وغځيږي او که څنګه ؟
دا دامریکا په ګټه ده ،چې په کوېته کې د طالب مشرانو له شتون سره چلند وکړي ، خو دا ډول یو دریځ او دې ستونزې ته پاملرنه له وخته ډېره وروسته ده او بله ستونزه داده ،چې بلوچستان دپاکستان تر کنترول لاندې سیمه ده او خپله اسلام اباد په دې ایالت کې ډېرې ستونزې لري او که سپینه ېې ووایو واکمني ېې هلته کاواکه ده . پردې سربېره داندېښنې خبره داده که امریکا چیرې هلته لاسوهنه پیل کړې او یا دهوا له لارې ځینې بریدونه وکړي ددې کار زیان به له ګټې ډېر وي په بلوچستان کې به دپاکستان لپاره نورې ستونزې راوپنځوي او دامریکا دلاسوهنې په پلمه به په بلوچستان کې دمرکزي حکومت پر ضد خلک راپورته شي . امریکاته ښايي ،چې پاکستان ته اجازه ورکړي ،چې له دې ستونزې سره خپل چلند وکړي او د ډيپلوماتیکو لارو چارو پر اسلام اباد فشار راوړي ،چې دا ستونزه نوره حل کړي او دا ضمانت تر لاسه کړی ،چې پاکستان به ملا محمد عمر او ملګري ېې شړي او یا به ېې نیسي .