الزمان ورځپاڼه : ایراني استخباراتي غواړي ،چې رفسنجاني د خامنئي ځایناستې نه شي .

دایران پخواني ولسمشر او دتشخیص مصلحت نظام اوسني مشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني ته نږدې سرچینې وايي : ایراني چارواکو ځکه مهدي رفسنجاني پر څارګرۍ تورن او فایزه رفسنجاني نیولې ،چې پلار یې ویلي و داتومي پروګرام له کبله له لویدیز پرلپسې اختلاف ایرانیان سخت ځپلې دي او زه ( رفسنجاني ) کولای شم له دلویدیزو او عربي هېوادو او ایران ترمنځ منځګړتوب وکړم ، چې دا ستونزه نوره حل شي .
سرچینه کاږي : رفسنجاني هغه روغتون ته ورغلې ،چې زوی یې مهدې دزړه دناروغۍ له کبله ورته لېږدول شوې و الزمان ورځپاڼې ته سرچینې ویلي دي : درفسنجاني پر زوی مهدي لګیدلي تورونه داستخباراتو دبنسټپال وزیر حیدرمصلحي دسیسه ده ځکه نوموړی څو لسیزې کیږي ،چې له رفسنجاني سره وران دی پردې سربېره دولسمشر محمود احمدي نژاد او رفسنجاني ترمنځ اختلاف هم له پامه نشي غورځېدای ځکه رفسنجاني دولسمشرۍ په لومړیو ټاکنو کې سیال و .
سرچینه کاږي : بنسټپال خوځښت ډاریږي هسې نه ،چې رفسنجاني دلارښود علي خامنئي له مړینې وروسته دځایناستي په توګه رانشي نو ځکه یې وار له مخه پرې ګوزار وکړ . سرچینه او شنونکي وايي : رفسنجاني اوسمهال له ستونزې سره لاس وګریوان دی او دا یې عادت نه دی ،چې خپل پلویان سړک ته راوباسي او له بل لورې سترمنصب یې په لاس کې دی او نه له خامنئي مرسته غواړي ځکه هغه پوهیږي ،چې خامنئي ورته ښه نیت نه لري او هر وخت یې دکمزوري کولو هڅه کوي . درفسنجاني او خامنئي ترمنځ داتومي پروګرام او له خلیجي هېوادونو سره دجنجال له کبله ستونزه شته .
درفسنجاني زوی مهدي تازه له انګلستان څخه راغلې و ،چې دا تورونه پرې پورې شول ایراني چارواکو له مهدي سره پټ (سري ) تحقیق کړې دی ، خو رسنیو دمهدي په اړه خبرونه خپاره کړې دي . محکمې پر مهدي رفسنجاني تور لګولې دی ،چې بهرنیانو ته یې څارګري کوله او دایران په اړه یې ورته محرم معلومات چمتو کول . دا ډول تورونه یو شمېر پوښتنې راپورته کوي دلته دتور کره توب دومره مهم نه دی لکه څومره ،چې دسمونپال او بنسټپال خوځښت ترمنځ اړیکې دي . پرمهدي دڅارګرۍ تور په ملي خیانت کې حسابیږي او دپلار سیاسي ګانده (راتلونکې ) یې له ګواښ سره مخ کوي .
علي خامنئي په ټینګار سره ویلي دي ،چې داکبر هاشمي رفسنجاني له منصب او څوکۍ سره کار مه لرې اوس داسې اټکلونه شته ،چې په دې وروستیو کې درفسنجاني ستوری یو ځل بیا ځلیدلې دی او خپل ځان یې دپخوا په پرتله ډیر واکمن کړې دی ان ،چې ځینې شنونکي وايي : کله، چې رفسنجاني وتوانېده دتشخیص مصلحت نظام منصب ته ځان ورسوي نو د نوموړي له وسه دا هم پوره ده ،چې د خامنئي دګوښه کېدو یا مړینې په ترڅ کې ځان دولایت فقیه منصب ته ونوموي ، خو بنسټپال یې مخه نیسي او په دې لاره کې داستخباراتو وزیر حیدر مصلحي تر ټولو وړاندې دی .