په ایران کې دواک پر سر ناندرې او جنجالونه


په ایران کې دټاکنو دنېټې له رانږدیدو سره سم، په نظام کې دمهمو چارواکو ترمنځ کړکیچ زور اخستی دی . دتشخیص مصلحت نظام رییس او پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني، پر نظام سختې نیوکې کړې دي دفساد او ناکامۍ تور یې پرلګولی دی پردې سربېره دحکومت او اپوزیسیون ترمنځ دټاکنو دقانون پر سر ناندرې هم رامنځته شوې دي . 
رفسنجاني وايي : فساد ، درواغ ، نفاق ، دخلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه ، مالي او اداري پړسوب ، بیکاري دنظام دناکامۍ نښې دي . رفسنجاني په هغه خطبه کې ، چې په خپلې ویبپاڼه کې یې هم خپره کړې ده : که چیرې اسلامي نظام نه شي کولای هغه څه پلي کړي ،چې له خلکو سره یې ژمنې کړې دي مانا دا، چې نظام ناکام دی او باید دځایناستی یې پیدا شي نوموړې زیاتوي : سیاست او اقتصاد د داسې چا په لاس کې دی، چې وړتیا او تجربه یې نه لري، خو له چارواکو سره نږدې اړیکې لري . 
په ایران کې پارلمان دټاکنو قانون په اړه بحث کوي ،چې تعدیلات په کې راشي او کنه ، خو په ټول هېواد کې یې ناندرې راپورته کړې دي . د پارلمان غړی لالی افتخاري وايي : دټاکنو قانون باید اصلاح شي او دا له کورنیو چارو وزارت سره مرسته کولای شي ،چې دټاکنو په ورځ له خلکو سره مرسته وکړي .