د (( اسانه پښتو )) سيمينار انځوريز رپوټ:


د(( پښتو نړيوال مرکز)) او(( افغان کلتوري جرګو)) په هلو ځلو سره د تلې د مياشې په 15 مه او 16مه نېټه دوه ورځنی سيمينار جوړ شوی و.

په دغه سيمينار کې د افغانستان او پښتونخوا سربيره له اروپا او نورو هېوادنو څخه د ګډون په موخه کارپوهان او فرهنګيان رارسيدلي وو.


غونډه قاري خالدد عظيم الشان قران د پاکو آيتونو په تلاوت سره پيل کړه او ورپسې ملي سرود وغږول شو.

د دې غونډې چلوونکې تکړه ويانده ،اغلې پښتنه سعادت وه ، چې خپلې چارې يې تر پايه په برياليتوب سرته ورسولې.

آغلې پښتنې سعادت د غونډې لومړي ويناوال ښاغلي ډاکټر محمد اکبر اکبر ته بلنه ورکړه، چې حاضرينو ته خپله مقاله وړاندې کړي.

ښاغلي ډاکټر اکبر د پښتو ژبې پر ستونزو او همدا راز په دې مساله رڼا واچوله ، چې څنګه بايد پښتو ژبه د دفتر او راکړې ورکړې ژبه شي. نوموړي وويل ، چې موږ په خپله پښتو ژبه سترمنه کړې او په کار ده ، چې دغه ژبه له کور نه کوڅې بيا بازار ، ښوونځي او دفتر ته ورسول شي.


د کورنيو چارو پخوانی وزير او جمهوري رياست ته کانديد ښاغلی علي احمد جلالي هم په دې سيمينار کې برخه درلوده. ښاغلي جلالي هم ګډونوالوته وينا وکړه ، او د ژبې د تعميم او په دې ﻻر کې د فرهنګيانو د رول په هکله يې هر اړخيزې څرګندونې وکړې.

د هېواد تکړه شاعر او ليکوال ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر ښاغلي عبدالغفور ليوال د ولې اسانه پښتو د موضوع د مطرح کيدو او په دې هکله د سيمينار د جوړيدوه پر اړتيا او موخو خبرې وکړې.


له خيبر پښتونخوا څخه ډاکټر راج وليشاه خټک په خپله ليکل شوې مقاله کې د پښتنو د ژبې او ليکدود په هکله عامې ستونزې او په خيبر پښتونخوا کې د ځانګړو ستونزو او خنډونو په هکله څرګندونې وکړې او په دې يې ټينګار وکړ ، چې لر او بر پښتانه بايد په ګډه د يوې اوکره پښتو په لور په ګډه ګامونه اوچت کړي.

د هند ميشتو لرغونو پښتنو په استازيتوب خبريالې اغلې شلپي بتهرا ، چې د راجستان د جيپور څخه دې سيمينار ته بلل شوې وه، حاضرينو سره د زړه خواله وکړه او د هند ميشتو پښتنو ستونزې يې ورته بيان کړې . نوموړې په پښتو ژبه وويل ، چې هندميشتو پخواني پښتانه ځينو يې ژبه له ﻻسه ورکړې خو ځينې يې ﻻ تر اوسه په پښتو خبرې کوي . اغلې بتهرا زياته کړه ، که څه هم ځينو ژبه هيره کړې خو په واده او خوشالۍ مراسمو کې اوس هم په پښتو سندرې ويل کيږي او اتڼونه کيږي. اغلې بتهرا په هند کې د پښتو ژبې د بيا زده کولو لپاره د ځينو ﻻرو چارو د برابرولو لپاره خپلې هلې ځلې بيان کړې . نوموړې وويل ، چې هڅه کيږي ، په هند کې د پښتنو تر منځ ګډه ټولنه رامنځته کړي او غواړي د پښتو ژبې د زده کړې لپاره ښوونکي وګماري . (موږ ورته د برياليتوب دعا کوو !)


د افغانستان د علومو اکاډمي کارکوونکي څېړنوال غلام محی الدين هاشمي يوه څېړنيزه مقاله درلوده. په دې مقاله کې د پښتو ژبښود، تاريخي پس منظر او تر سره شوي کارونو په هکله مالومات ورکړل.

ښاغلي ډاکټرمجاور احمد زيار د دې سيمينار يو بل ويناوال و. ښاغلي زيار په پښتو ژبه کې د خپلو تر سره شويوکارونو او نوي علمي څېړنو په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې او همدا راز يې د اسانه پښتو د زده کړې لپاره ځينې بېلګې وړاندې کړې. نوموړي په دې خواشيني څرګنده کړه،چې د ژبپوهنې په ډګر کې اوس له ده پرته نور داسې نامتو کارپوهان نه دي پاتې او په کار ده چې په دې برخه کې نور کسان وروزل شي.

د کمپيوټر او معاصرې ټکنالوجی کارپوه ښاغلي نور رحمان ليوال د ښه پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره په کمپيوټراودسافټ ويرونو په جوړولو کې د پښتو کارول او همداراز د معاصرې ټکنالوجې په هکله هر اړخيزې او په زړه پورې مالومات وړاندې کړل. نوموړي په دې ټينګار درلود، چې د پښتو ژبې ستونزه دومره تخنيکي نه ده ، څومره چې سياسي او سايکالوجيکي ده.




له پښتونخوا څخه يوبل راغلي ميلمه ،ډاکټر اقبال نسيم خټک هم په ياده سيمه کې د پښتو ژبې په مخکې د پرتو خنډونو او د سيمه د وضعيت په هکله يو روڼ انځور وړاندې کړ.
ښاغلي استاد شيرآقا شيرزاد د پښتو ګرامرونو په اړه څېړنيزه مقاله درلوده او په دې مقاله کې يې د ليکل شويو ګرامرونو په هکله مالومات وړاندې کړل .



د سيمينار لومړۍ برخه د سرته رسيدو وروسته غرمنۍ وخوړل شوه او بيا د سيمينار دوهمه برخه پيل شوه. په دوهمه برخه کې درې کارغونډې (ورکشاپونه) د ژبښود ، ژبدود او د اداري چارو ﻻرښود تر سرليک ، په پام کې نيول شوي وو. په دغه ورکشاپونو کې د د ترسره شويو کارونو، د ستونزو او حل ﻻرو په اړه علمي بحثونو وشول او پايلې ترې ﻻسته شوې. د سيمينار دوهمه ورځ هم يوازې کاري غونډو ته ځانګړې شوې وه .