حيرانونکی کشف: د وجود له پوستکي نه د سپرم جوړول.


 امريکايي پوهانو د يوه ډير په زړه پوري کشف خبر ورکوي او وايي، چې د دې هيله پيدا شوې، چې د انسان له پوستکي نه د اړتيا په کچه سپرم جوړ کړي او د شنډو سړيو د ښيرازه کولو لپاره يې وکاروي.
د بريتانيايي ورځپاڼې (( ډېلي ميل)) د رېپوټ له مخې، د نوي کشف پر بنسټ به دا امکانات رامنځته شي، چې د انسان له پوست نه په کافي اندازه سپرم جوړ شي.
ډاکتر (( ريګو پيرا))، چې د امريکا په سټانفورډ کې د پلټونکو ډاکترانو پلاوي مشري پر غاړه لري وايي، چې د لومړنۍ تجربې لپاره پر غوره شوي موډل باندې پلټنې روانې دي او زياته هيله مندي يې څرګنده کړې. نوموړی زياته کړې، چې مخکې تر دې هېڅ پلټنې د برياليتوب پړاو ته نه دي رسيدلي.
کارپوهان په دې باور دي، چې په نړۍ کې له لسو تر پنځلسو سلنه سړي او ښځې، شنډ دي او نسل د توليد وړتيا نلري.