د الشباب ډلې، د ترکيې سفارت مخې ته د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستی.


د الشباب سختدريځې ډلې په موګاديشو کې د ترکيې سفارت مخې ته د چاودنې مسووليت پر غاړه واخيست.
د اليوم السايع خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، په دغه چاودنه کې، چې تيره ورځ په يوه دولتي موټر پسې تر سره شوه، شپږ تنه وژل شوي دي، چې يو شمېر پوليس هم په کې شامل دي.
د الشباب سختدريځه ډله هڅه کوي، چې په هېواد کې هغه حکومت، چې د نړيوالو ملاتړ ورسره دی، کمزوری او له پښو وغورځوي.
د مياشتې په سر کې هم د ډلې په يوه بل ترهګريز بريد کې، د پارلمان دوه تنه غړی ووژل شول.