پاکستاني پوليسو له خره نه هم تالاشي واخيسته.


 
په پاکستان کې د مخدره توکو سره د مبارزې پوليسو يو خر تلاشي کړ.
دغه خر، چې په ځان پسې يې ګاډۍ هم کشوله، د پوليسو د پلټنو دفتر ته بيول شوی او بيا د مخصوصو الاتو په واسطه يې سمه تلاشي واخيستل شوه، خو خر له دې ازمونه سپين مخ راووت.
د يادونې ده، چې له خرو نه اوس په سيمه کې ناوړه ګټه پورته کيږي او د خر مرګو په توګه هم ترې استفاده کيږي او دا دی اوس د قاچاقوړونکي شک هم ورباندې کيږي.
زموږ په ټولنه کې خو خر تل د انسان په خدمت کې و خو له بده مرغه ډير په توهين ورته کتل کيږي، په داسې حال چې د امريکا د دموکرات ګوند سمبول خر دی، چې دوی ورته د ډير زغم لرونکي څاروي په توګه ګوري.