
د محمد بن زايد له خوا د طالب مشرانو د ترور او وژنې طرحې په اړه د الجزېرې راپور
د راپور ژباړه نېک ويال
روهي (جمعه/۲ د وري)، الجزيرې د منځني ختيځ سترګې (Middle East Eye - MEE) رسنۍ د خبر پر اساس ليکلي دي چې د متحده عربي اماراتو وليعهد محمد بن زايد د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو څخه غوښتي دي، چې د طالبانو د مشرانو د ترور او وژلو پلان دې پيل کړي او د سر کسان يې بايد ووژل شي.
وليعهد محمد بن زايد دغه غوښتنه د روان ميلادي کال د جنورۍ مياشتې په ۱۲مه نېټه هغه وخت کړې ده چې مايک پمپيو عربي متحده اماراتو ته سفر درلود.
وليعهد مايک پمپيو ته ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت افغانستان پرېښودلی دی چې يو ځل بيا به؛ بد، وروسته پاتې او ږيره لرونکي کسان يې واک په لاس واخلي. نوموړي وړانديز کړی دی چې د طالب مشرانو د وژنې لپاره به د ترور کسان وګمارو او په دې سره د طالبانو د خبرې کوونکي پلاوي مرال به را ټېټ شي.
الجزېرې ليکلي دي چې مايک پمپيو د وليعهد محمد بن زايد وړانديز واورېد خو نوموړي ته يې په دې اړه هېڅ ډول ځواب نه دی ورکړی.
بن زايد مايک پيميو ته دا هم ويلي دي چې که چېرې امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي نو افغانستان به د ۲۰۰۱ څخه هم په يو بد وضعيت کې پاتې شي.
د عربي متحده اماراتو وليعهد ويلي دي چې که چېرې د بلاک واټر په ډول د ترور ځيني کسان د طالب مشرانو په منځ کې وټاکل شي، نو دغه ډله به ضعيفه شي او د لوړو سياسي غوښتنو څخه به شاته شي.
د منځني ختيځ سترګې يا (Middle East Eye - MEE) رسنۍ د دغه راپور او د وليعهد محمد بن زايد د غوښتنو د رسوا کېدو په اړه تر اوسه رسمي غبرګونونه نه دي ښوودل شوي.