نوی کال او پسرلی دې ټولو افغانانو ته نېکمرغه وي. د پسرلي د راتګ په ویاړ د ښکارندوی غوري لاندې بوللـه تاسو ته وړاندې کوم. هېره دې نه وي چې د دې بوللې محتوا د سلطان شهاب الدین غوري(رح) په ستاینه کې ویلي شوي ده، ما د هغه بیتونو له راوستلو ډډه وکړه، کوم چې د سلطان په ستاینه کې ویلي شوي وو او یواځې مې هغه بیتونه راوستل چې پسرلی په کې ستایل شوی دی.
د پسرلي ښکلونکي بیا کړه سینګارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه، لاښونه شنه لمنې شنې سوې طیلسان زمردي واغوسته غرونه
د نیسان مشاطې لاس د مچیدو دی مرغلرو باندې وښکلل بڼونه
د غاټولو جنډی خاندي وريدي ته زرغونو بڼو کې ناڅي زلمي جونه
لکه ناوې چې سور ټیک په تندي وکا هسې وګاڼل غټولو سره پسولونه
مرغلرې چې اورو وخونولیه په ځلا یې سوه راڼه خپاره دښتونه
زرغونو مځکو کې ځل کا لکه ستوریه چې پر هسک باندې ځلیږي سپین ګلونه
سپينې واورې ویلېده کاندي بهیږي لکه اوښې د مین پر ګرېوانونه
هر پلو رڼې والې بهاندې خاندي له خوښیه سر وهي په سینګړونه
هر پلو د ګلو وږم دی لونلی ته وا راغله له ختنه کاروانونه
د مسیح په پو به مړو ژوندون بیا موند پسرلی مګر مسیح سو په پوکړونه
له مړو خاورو یې آغلی ګل رایوست وچ بیدیا او غر ئې کړله جنتونه
سړی جاجي چې را مشت کړ را مشتګرو ګهیځ چوڼی چې په بڼ وکا ږغونه
په بربڼ چې ږغ د چوڼیو نغوږېده سي ته وا چندي سره پیو دي اشکلونه
د زلما ټاپی راغلی دی پر جنډیو لکه پیغله غوټۍ کاندي مکیزونه
د پوپلو مخ سور کړی پسرلي دی یو د بل په غاړه اچوي لاسونه
د هېندارو په څیر غرونه سپین وړنګن دي چې پر واورو باندې ځل وکا لمرونه
په غورځنګ، غورځنګ له خولې ځګونه باسي لکه شڼ هاتي شڼا کاندي سیندونه
د لغتونو ماناوې:
ښکلونکی: ښایسته کوونکی
لونل: پاښل یا شنل
ګاڼل: مرصع، په ګېڼو ښایسته کول
ځل: نور اچول
والې: ویالې
سینګړ: ډبرینه ځمکه
جاجل: تصور کول، انځورول
رامشت: مطرب
چوڼی: بلبل
چندی: شاعر
پېودل: ترتیب ورکول، منظمول
اشکلونه: د شعر کومه بڼه ده.(اشلوک)
ټول لغتونه د پروفیسور عبدالحی حبیبی له شرحو او تعلیقاتو څخه اخیستل شوي.
وروستي