د لرغوني افغانستان په تاریخ کې یوه ستره څېره چې مونږ یې پيژنو؛ کنششکا دی. د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور ؤ چې د پلار نوم یې (ویما کدفیسزس) ؤ، په ۱۲۷ ز کال کې واک ته ورسېد. نوموړي د واکمنۍ دوه دربارونه لرل چې یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] (بګرام) کې ؤ او بل یې په پېښور(پوروشاپورا) کې.
د نوموړي د واکمنۍ حدود:
د ختیځ خواته د هندوستان د بنارس او ختيځ کې یې د چین او چينې ترکستان او په لویديځ کې یې د پارتیا هېواد نیولي وو. د روم له امپراتور سره یې ښې اړیکې لرلې.
کنشکا د بوادئیزم دین خپور کړ،خرافات یې ورڅخه پاک کړل او د یو نوي دین په ډول یې په نیمه آسیا کې خپور کړ.د هغه لقب د (شاه شاهان،شهنشاه) د پاچاهانو پاچا ؤ. د نوموړي دوره یوه زرینه او د بریاؤ ډکه دوره وه، داسې چې هغه د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال کشمیر فتح کړ، عبادتځایونه یې پکې ودان کړل او هغه ځای یې د (کنشکاپور) په نامه یاد کړ. وروسته یې د موریا کورنۍ مرکز هم ونیوه.
وروسته له هغې یې لویديځ ته پام شو او د آسیا جنګاور خلک (پارتیان) د ځان تابع کړل.
کنشکا د نړۍ ستر ځواک (د چين هېواد پوځ) ته ماتې ورکړه،
هغوی یې باج ته تیار کړل او د یارکنډ،ختن او کاشغر سیمې یې
ورڅخه ونیولې. د چین امپراتور زوی یې له ځان سره بندي کړ
او د چین له امپراتور څخه یې باج اخیسته.
د کوشانیانو د مهال ځينې آثار د افغانستان،پښتونخوا او هند
سیمو کې ترلاسه شوي. د (کوشاني څيړنو مرکز) یوه څیړنیز مرکز دی چې د کوشانیانو آثارو په اړه څيړنه کوي.
د کنشکا په اړه مالومات په چیني،هندي او افغاني ډبرلیکونو کې خوندي دي.
د کنشکا ډېرې سکې لاس ته راغلي چې د هغه انځور داسې پرې رسم شوی:
د اوږدو ويښتانو او غټو سترګو درلودونکی او همدارنګه اوږده ږېره هم پکې ښودل شوې، په لاس کې یې توره او له دواړو اوږو څخه یې اور بلیږي. د اوسنیو پښتنو په شان یې پړتوګ هم په ښکاره ډول مالومیږي.
هېره دې نه وي چې کنشکا په پېښور کې د بودا کچکول هم ساته او د هغه دین په خپرولو کې یې د آشوکا په څېر ګامونه پورته کړل.
هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه. په شفاهي روایاتو کې ویل کیږي؛
((کنشکا قسم یاد کړ چې زه به د سکندر په شان اېوادونه لاندې کوم،هغه ډېر ځایونه ونیول. وروسته یې غوښتل چې نوره نړۍ هم لاندې کړي خو د هغه وخت یو بودایی راهب ورته راغلو او داسې یې ورته وویل:
ـ اې باچا غواړې ټوله نړۍ ونیسې؟
ـ هو.
ـ خو ځمکه خدای پیدا کړي، د خدای ځمکې نیول خو دا مانا لري چې ته د هغه پر ځمکه دعوا کوې... ، ته به ګناهګار شې. نور د خدای ځمکې مه نیسه او توبې وباسه.
کنشکا چې ډېر دینداره شخص ؤ؛ توبې یې وباسلې او نور یې نړۍ نیونه بس کړه، شفاهي روایات وايي چې کنشکا دومره زورور ؤ چې رښتیا یې هم نړۍ لاندې کوله، خو دیندارۍ دې کار ته پرېنښود.))
کنشکا تر ۱۴۷ز کال پورې واکمني وکړه او له هغه وروسته (هوویشکا) واکمن شو.
هېره دې نه وي چې ځينې علماء د کابل شاهانو کورنۍ د کنشکا له نسل څخه ګڼي.
اخځ لیکونه:
حبیبي،عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان
خادم، قیام الدین. لرغوني پښتانه قومونه
کهزاد،احمد علي.تاریخ افغانستان
حلیم، صفیه، کنشکا باچا
د افغانستان د ښوونځي نصاب ۱۳۹۰- تاریخ انګون: کوشانیان
دا لیکنه مخکې په (پښتو ویکيپيدیا) کې خپره شوې ده.
وروستي