پښتون قام

دَ غېر غماز دَ ظلم ښکار شي څنګه
دا پښتون قام بۀ رابېدار شي څنګه
پښتون دا خپل خوي بدلوي ولې نۀ
يو ورور دَ بل مرګ ته تيار شي څنګه
چې راولو دَ خفګانونو خزان
دَ خوشحاليانو بۀ بهار شي څنګه
مونږه فضا ئې زهرژنه کړله
اوس مو وطن کښې روغ بيمار شي ‌څنګه
مونږ قلارېږو چې دَ نورو نه نۀ
نور بۀ زمونږ نه پۀ قلار شي څنګه
يو ځل نۀ څو څو ځله ئې راولو مونږ
غل دَ څۀ ځائے بۀ څوکدار شي څنګه
پېسې چليږي هر وخت څله وے چې
لوهار ډاکټر، ډاکټر لوهار شي څنګه
څو پۀ وطن کښې چې مو امن نۀ وي
ښۀ بۀ روزګار او کاروبار شي څنګه
داسې راوالوته هوا دَ نفرت
بچ بۀ چينه،ګودر،چنار شي څنګه
څوک چې خبر نۀ دي خو نۀ دي خبر
داسې بې دينه دا ديندار شي څنګه
دا چې پۀ خپله دَ ځان بېخ اوباسي
دا بېختلي بۀ هوښيار شي څنګه
څوک چې دَ حورو نۀ بس ځان ځاروي
انسانيت نۀ هغه ځار شي څنګه
مونږ دَ يو بل سېوري پۀ کاڼو ولو
پۀ خپله خاوره مو اختيار شي څنګه
دَ يو رازونه چې دي بل ته اووے
توابه ستا بۀ څوک رازدار شي څنګه


2010/10/05___ الرياض