په افغانستان کې د پښتونخوا د طب د محصلينو لخوا غونډه وشوه.

په افغانستان کې د پښتونخوا د طب د محصلينو لخوا د پېښور په يوه سيمه ييز هوټل کې درنه غونډه وشوه. د غونډې لارې چارې د ډاکټر برهان لخوا ترسره کېدې. په افغانستان کې د پښتونخوا د طب د محصلينو استازي ډاکټر برهان رسنيو ته وويل، چې د دغې غونډې هدف مو دا و، چې په افغانستان کې د کوزې پښتونخوا د محصلينو ستونزې هوارې شي او په دې اړوند وزارتونه جدي پاملرنه وکړي. نوموړي د قبايلو د چارو د وزارت او د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، چې د پښتونخوا د محصلينو په ستونزو کې ډېرې هلې ځلې کړي. نوموړي دا هم وويل، چې په غونډه کې مو يو غوښتنليک هم وړاندې کړ، چې د اړوند وزارتونو لخوا ولسمشر کرزي ته وړاندې شي. نوموړي په خپل غوښتنليک کې څرگنده کړې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزى دې د پښتونخوا د محصلينو سره دروند چلند وکړي او هغو ته دې فوق العاده امتياز ورکړي. او په رسمي توگه دې په افغانستان کې ومنل شي. نوموړي زياته کړې، چې د ارزيابۍ چارې دې ژر تر ژره بشپړې او راتلونکې پروسې سره وتړل شي. ترڅو د محصلينو وخت وژغورل ش. بله دا، چې ولسمشر کرزى دې د پوهنتون د رسميت څخه وروسته د ازموينې يا ټسټ اړتيا ختمه کړي او د پښتونخوا محصلين دې له ازموينې پرته په پوهنتون کې شامل کړى شي او د درسونو د پيل لپاره دې ژر تر ژر اقدام وشي. د پوهنتون د دريم، څلورم او پنځم ټولگي د طب محصلي!
نو تÙ‡ دې روغتونونه او تدريسي اسانتياوې ورکړې شي. د دې لپاره د کابل يا ننگرهار پوهنتون د طب پوهنځيو ته ورکړى شي. نوموړي زياته کړې ده، چې د څلورم ټولگي محصلين دې، چې فارغيږي د ستاژ د دورې د بشپړېدو لپاره دې د کابل يا د ننگرهار پوهنتون د طب پوهنځي د ډيپلوم امر دې صادر کړى شي، چې نور وخت يې ضايع نه شي. په پاى کې نوموړي له افغان ولسمشر څخه غوښتنه کړې، چې يو ځل د کتلو وخت هم ورکړي ترڅو خپلې ستونزې ورته مخامخ ووايي.