
که آغلې پروين درانۍ له کوم بل قوم وه، نو اوس به نوموړې قهرمانه او پوليس به د (فاشيست) حکومت عسکر وای
ډاګټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د پروين درانۍ په نوم د ولسي جرګې يوې غړې دوه ورځې وړاندې د کابل عامې روغتيا په څلور لارې کې يو پوليس سرتيری سپک او ورپسې يې په فزيکي ډول په څپېړه ووهلو. امنيتي ځواکونه له هېواد او خلکو څخه د ساتنې مسووليت لري او د افغانستان په څېر د جګړې په هېواد کې يې هر شيبه ژوند د مرګ په خوله کې پروت دی. غوره دا ده چې د سرتيرو د ملي ورځې په ډول هره ورځ افغان سرتيري وستايل شي؛ د خويندو او وروڼو له خوا د ګلانو ګډۍ ورکړل شي.
د يو افغان په توګه هېڅ کله د ميرمن پروين درانۍ يادې کړنې ته غوره، بښنه، توجيه نه ورکوم او نه يې هم يو ښه کار بولم. څه ډول مې چې پورته يادونه وکړه، د يو سرتيري ملاتړ، هڅونه او نازونه په کار ده؛ نه دا چې يو دولتي چارواکی/چارواکې دې سرتيری توهين کړي او په عام بازار کې دې يې سپکاوی وکړي.
امنيتي، قضايي او عدليي ادارې اړې دي او مسووليت لري چې د ميرمن پروين او پوليس سرتيري ترمنځ د پېښې شوې ستونزې په اړه پلټنې وکړي او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې پرېکړه وکړي. پروين درانۍ يو افغان سرتيری سپک او ووهلو. نوموړې نه څوګ وژلی دی، نه يې ټپی کړی او نه يې هم بل داسې کوم جرم تر سره کړی چې په رېښتيا بايد مونږ او تاسې دومره پرې غوسه شوي وای.
ميرمن پروين درانۍ به پوليس سرتيري ته دومره بد - ردو سپکې - سپورې نه وي ويلي، چې څومره په ټولنيزو رسنيو کې دغه افغان مور ته وويل شول. له ښکنځا نيولي بيا تر ګواښونو او د انساني کرامت د سپکاوي پوچ الفاظ آغلې درانۍ ته وويل شول. هغه ډول ښکنځاوې او خبرې مو واورېدې او ولېدې، چې که چېرې ميرمن پروين د مور په مقام کې وګورو او بيا فکر وکړو، نو وجدان لرونکي به د وجدان په عضب اخته شي.
د سپکو او پوچو خبرو پرځای غوره دا وه چې ولس له ميرمن درانۍ غوښتې وای چې له پوليس سرتيري بښنه وغواړي او حکومت د قانون په رڼا کې اقدامات کړې وای.
د ملي امنيت پخواني مشر او ولسمشرېزو تاکنو ته نوماند ښاغلي نبيل دغه پښتانه ميرمن د کمرې د پايې په غلا تورنه کړه. ښاغلی نبيل! دا کار ستاسو په وخت کې شوی وو، که چېرې په رېښتا افغان ياستی نو تاسو هم پر خپل ځان د يو جرم ثبوت وړاندې کړ. غله، غله ده. که کوچنی څيز وي او که لوی. کله چې د ميرمن پروين په ياد عمل خبر وای، ولې هغه وخت چوپ پاتې وی. آيا د خپل موقف خاطر مو کولو؟
يو بل افغان سياستوال او په راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکو او تداوم ډلې لومړي مرستيال امرالله صالح بيا له پوليسو په دې خپه وو، چې ولې يې په ميرمن پروين درانۍ ډزې ونه کړې. ښايي ښاغلي صالح غوښتل چې د فرخندې په کليزه د يوې پښتانې افغان ميرمنې وينه وبهيږي او تاريخ دويمه فرخنده وزيږوي.
ميرمن پروين درانۍ په يو ويډيويي پيغام کې د خپل عمل په اړه سپيناوی ورکړ، ښايي سپيناوی يې غلط او بهاني وي، خو دومره حوصله خو ولرئ چې د قضيې رېښتنی اړخ مالوم شي. آيا د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې هېڅ داسې کس شتون نه لري، چې په قضدي، تعصبي، قومي، مذهبي او تفرقه يي ډول سره کړنې تر سره کړي؟
زه يو ځل بيا پوليس سرتیری خپل ورور او ميرمن پروين درانۍ خپله خور بولم. له سپکو کرکه لرم او له حکومت غواړم چې عدالت تر سره د قانون اړوند ملامت ته سزا ورکړي.
افسوس په دې راځي چې؛ که ميرمن پروين درانۍ پښتانه نه؛ بلکې له کوم بل ورور قوم څخه وه، نو نن به يې په ملاتړ لاريونونه شوي وای، همدغه سرتيری چې اوس ورسره همدردي ښييو، بيا به د فاشيست حکومت عسکر بلل شوی وای او دې به قهرمانه!
درنښت