
نور سامع د خپلو شخصي ګټو او د کورنيو او بهرنيو جرمونو پټولو لپاره کاروي
اتمر بيا د قانوني په لاس کې د ناولو موخو لپاره لوبيږي
سامع واتمر بايد خپل ځانونه يوځل په هېنداره کې وويني
ښاغلی سامع واتمر حنيف د نور و قانوني دوو داسې تنو په دام کې ورغلي چې هر يو يې جرمي وخايني مخينه لري. يو شمال چور کړ او بيا د ټول افغانستان معارف چور کړی، خو دومره ده چې يو ورسره قومي، ژبني، سمتي وحزبي ريښه لري، خو بل يې له بل سره نه ان تر دې چې يو وخت دواړه د دوو مخالفيو ايډيولوژيو څښتنان او له فکري پلوه يو د بل مخالف پاتې شوي او د بل مخالف لوري د بم ښکار شوی، خو نن له غني سره د مخالفت لامله ورسره همغاړی شوی چې موخې يې لا له مخکې نه په رسنيو کې په ډاګه شوي دي.
اتمر د څه په تمه دی؟
[[هغه (کمين) په دې اند دى، قانوني ځکه د کورنيو چارو له وزارت څخه ځان ګوښه کړ، چې د صدرات څوکۍ ته لوړ کړاى شي. شينوارى وايي، کله چې دا کار ونه شو: "(قانوني) له خپل کار څخه پښېمانه وه او له دې امله يې چاته اجازه نه ورکوله، چې د کورنيو چارو وزارت ته راشي."د شينواري د وينا له مخې کړکېچ هغه مهال پاى ته ورسېد، چې قانوني له وردګ سره اړيکې ټينګې کړې او ”اويا کلن وردګ ته يې يوه پنجشېرۍ ښځه واده کړه“. وردګ وروسته بيا د کورنيو چارو له وزارت ګوښه کړاى شو او اوس د ولسمشرۍ لپاره په ټاکنو کې قانوني د ځان مرستيال ټاکلى دى.]]
داسې برېښي چې قانوني اتمر هم د وردک غوندې د يو څه په تمه کړی چې ورځه پر يو څه به يې د لاسا کړو. دی به ولسمشر، خو واک به ټول زما وي که څنګه؟
د پدرام لاس يې پخپله سينه د څه لپاره اېښی؟
د محقق په زړه کې به څه تيريږي؟
يارانه چې په تمې شوه، نو پايلې به يې څنګه وي؟ قانوني هم د واک سخته تنده او تر اتمر پورې پوره تجربه لري. ځکه خو يې اتمر رامخته او ځان يې شا ته کړی دی چې خپلې موخې څنګه تعقيب کړي؟ ښاغلي کرزي هم دغسې يوه لوبه کړې وه، خو نوماند يې بريالی نه شو. قانوني يوځل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د وردګ د مرستيالۍ تجربه هم کړې او هغه لار يې هم ازمايلې ده.
کارپوهان: حکومت د بلخ امپراتوري ړنګه کړه
https://khabarial.com/archives/28976
ايا عطانور د يوه قومندان د ګمارنې او سلب حقوقي واک لري؟
https://rohi.af/fullstory.php?id=75552
Noor angrily reacts on his inclusion in NATO targeted killings list
https://www.khaama.com/noor-angrily-reacts-on-his-inclusion-in-nato-targeted-killings-list-8899/
يونس قانوني، د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو په هيله
https://iwpr.net/ps/global-voices/يونس-قانوني،-د-ولسمشرۍ-د-څوکۍ-د-نيولو-په-هيله
حنيف اتمر د بلخ د نوي امنيه قوماندان ګومارنه ناسمه او سياسي بولي
https://khabarial.com/archives/28892