
غني ته د شرعي نظام ښه چانس په لاس ورغلی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
که چېرې په عقلي دليل سره مطالعه شي، نو د اسلام سپيڅلی دی په اسماني او د ځمکې دينونو د بشريت رېښتنی بشپړ دين دی. اسلام هغه دين دی چې له پيدايښت تر مرګ د نر او ښځې حقوق په کې خوندي، ژوند په کې سوله ييز، ټولنه په کې منظمه او د ژوند ټولې چارې په کې تنظيم دي.
نه يوازې د افغانستان بلکې د اسلامۍ هېوادونو تر ټولو غټې ستونزې دا دي، چې اسلام يې رسمي دين ګرځولی، د اسلامي اصولو خبرې کوي، د هېواد اساسي قانون يې اسلامي کړی، خو په عمل کې بيا هغه چارې چې رېښتنی اسلامي او شرعي دولت يې بايد پلې کړي، نه يې پلې کوي.
اسلام سپيڅلي دين د يوې بانظمه او با ثباته ټولنې لپاره ټول اصول او قواعد په پوره بشپړ او روښانه ډول سره په ګوته کړي دي. د قضدي قاتل کوونکي لپاره قصاص او اعدام، د لوطي او زنا کوونکي لپاره د ديوال چپه کول او په کاڼو وېشتل، د غله لپاره د لاس غڅول او ورته نورې سزا ګانې، چې يو کس ته يې په ورکړې يې بشري ټولنه ژغورل کېدای شي.
ولسمشر غني د افغان ولس هغه هيله ده چې په اوسني وخت کې يې بديل نشته او که له لاسه يې ورکړي نو بيا د هېواد جوړونې سوکالې خوبونه بې تعبيره پاتې کيږي. که چېرې ولسمشر غني د ماشومې مهسا قاتل کوونکي په عام محضر کړې په دار کړي، که چېرې ولسمشر غني په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې له وسله والو غلو لاسونه پرې کړې، که چېرې ولسمشر غني فسادګر رسوا او سزا کړي، نو بيا اړتيا نشته چې د کرزي خاطر وکړي، د عطا ګواښونو ته اندېښمن شي، د محقق سپکې سپورې واوري، د حکمتيار ګيلو او شکايتونو ته وخت ورکړي او د دوستم نازونه په سر يوسي.
ولسمشر دې د مهسا د قاتل کوونکو په اړه د ملګرو ملتونو منشورونه، د بشري حقونو اعلاميې، د نړيوالې ټولنې اصول او د نورې نړۍ فشارونه تر پښو لاندې کړي او پر ځای دې د سپيڅلي اسلام او قرآن اصول په جرائت او نره سره پلي کړي.
ولسمشر غني د داسې يو هېواد ولسمشر دی، چې حل يې شرعي نظام دی او د خلاصون لار يې اسلام او قرآن دی. که چېرې دا سړی په رېښتينې مانا سره هېواد ژوغوري د مهسا له قاتل کوونکو دې يې پيل کړي او په دې سره دې د يو شرعي او رېښتيني اسلام نظام بنسټ په اوسني دور کې کيږدي.