
له قيد وشرط پرته خپلمينځي مخامخ خبرې، له پاکستان سره د طالبانو پر اړيکو، د تړلو دروازو تر شا د پټو خبرو روڼتيا، د ترورېزم، د جرمي اقتصاد مخنيوی او تضمين غواړي
امريکا وپاکستان پخپلو کې سره ډېر ژور پېچلي او مرموز اړيکي لري
د افغانستان په اړه د اېريک پرېنس نوې څرګندونې يوه ګواښنه ژبه ده
ضياء الحق:
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
د ځينو مستندو لاسوندونو پر بنسټ ويل کيږي چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
- وسله به د دوی پر لاس ويشي
- وسله به د دوی پر خوښه ويشي
- کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.
وضاحت :
موږ چی څه له افغانستان سره څه کول، نو تاسې به له موږ سره کار نه لرئ. دا په حقيقت کې پر پاکستان د افغانستان خرڅول وو.
د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير اغا شاهي وايی چی امريکا زمونږ درې واړه شرطونه ومنل. دا اوسنۍ خبرې هم د همدې موافقې په اساس د افغانانو په تاوان او دافغانستان د استقلال د له منځه تګ په بيه روانې دي او متاسفانه داسې څوک افغانستان د پاکستان غلام کوي چی هغه په افغانستان کې زېږېدلی دی.
زموږ پخوانی ولسمشر حامد کرزی او دا ځينې نور دبله ماران چې ماسکو ته يې له ځان مخته کړي ول، دا داسې مانا لري لکه يو شپون چې رمه له ځان سره مخته کړي وي.
غني زموږ د يوې ښې روښانه راتلونکې او روان راتلونکي اباد افغانستان لپاره چې زموږ ملي - اسلامي هويت، سياسي بقا او خپلواکي مو پکې تضمين شوي وي داسې يوه ستره سټه او ستره هستي ده چې حساب پرې کېدای شي او زموږ ځينې ګاونډيان تر د خپلو شومو موخو لپاره وېره خوري، نو ځکه د خپلو هغو پخوانيو اړيکو او ژورو، پټو (مرموزو) و پېچلو پر بنسټ د تړلو دروازو تر شا خبرو ته ترجيح ورکوي، خو ښاغلی غني غواړي چې دغه تړلې دروازې ماتې او د کوټې غولي ته ورننوځي او ځان پر حقايقو پوه او ملت ته يې روښانه کړي.
ښاغلي غني د اغا شاهي د هغه خبرې وضاحت هم له خپلو نړيوالو دوستانو غواړي چې پرې پوه شي. دا اوسني حرکتونه هم له تېرو وختونو او پرېکړو سره تړاو لري که څنګه؟ د ښاغلي غني غوښتنه ډېره ژوره ده، خو چې څوک پرې پوه شي. ځکه يې غني هغه تېر ژور هر اړخيز ستراتيژيک استخباراتي، نظامي، لوژيستيکي، سياسي، اقتصادي او د جرمي اقتصاد ريښې راسپړل غواړي، خو د ښاغلي کرزي او ورسره تللې ړندې رمې په دې خبرو سر نه خلاصيږي او د نوي يا منځمهاله ((مؤقت)) خبرې کوي. دوی دې يو ځلې خپل ځانونه د ايمان واسلام او د افغانيت په هېنداره کې وويني چې غني څه وايی او څه غواړي؟ او دوی څه کوي او لا اوس هم د چا ډول ته نڅا کوي؟
ښاغلي غني داسې غوښتنه کړې چې زموږ نړيوال دوستان يې له هر اړخيز پلوه له ځوابه عاجز دي. اګر چې ښاغلي غني يې د خلاصون لپاره ورته آيډيا idea/clue ورکړې ده، خو که تعقيب يې کړي.
موږ به ورته له ورايه دعا کوو. تر اوسه خو ښه سم روان دی او په راتلونکې کې هم ورته د خپل رب العالمين لايزال ذات څخه د همدغسې روښانه او پرېکنده پرېکړو د برياليتوب غوښتنه کوو.
ولسمشر غني: د سولې ضمانت ځکه غواړو چې سراسري امنيت راولي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47515466
غني وايي بايد د پاکستان او طالبانو روابط روښانه شي
https://www.pashtovoa.com/a/Ghani-asked-for-clarity-about-hidden-relations-between-Pakistan-and-Taliban/4822126.html