د ارک واکداران، سولې ته خنډ!

سوله د افغانستان د مظلوم او بې چاره ولس لوی ارمان دی! مخکې به چې د سولې خبرې کیدلې، هر چا به سوله د دې وطن ضرورت بلله، چارواکو به په سټيج باندې دا شعارونه هم ورکول چې د سولې لپاره هر رنګه قربانۍ ته تیار یو، د سولې لپاره سر هم ورکوو او چوکۍ هم، خو اوس چې خبره د رښتیا میدان ته ودریدله، موږ سر ځینې نه غواړو فقط د چوکۍ او موقفونو دې تیر شي!

اوس د ارک دریځونه د سولې لپاره خنډ دي، حتمي خبره ده چې په سوله کې به تیرېدنه او د موقفونو ادولون، بدلون وي. سوله خو داسې نه کیږي چې قرباني دې پکې نه وي. په دا وروستیو کې چې د ښاغلي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې خبرې پیل سوې، حقیقت هیله بخښونکي او پر واقعیت ولاړې وې.

پخوا یواځي موږ افغانانو د سولې چغې وهلې ، اوس ټوله نړۍ راسره همکاري کوي. زه د موجوده حکومت سره خواخوږي لرم، خو نقد مې د وطن د ملي ګټو لپاره دی. ما د خپل مظلوم ولس او وطن درد لیدلای دی، په هلمند کې مې ډیرې داسې کورنۍ ولیدې چې درجن، درجن ځوانان یې د وطن په دفاع کې قرباني کړي وه، اوس یې تور سرو او ماشومانو فقر کاوه!

زه چې په ارک کې د قدرت او د خارج څخه راغلي د واک لیوني وینم ، دوی به نو خود سوله نه غواړي، نه یې دلته کورونه سته او نه یې ورونه، اولادونه وژل کیږي. ټول مسایل به پریږدو، یواځې د یوې میاشتې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته به حساب ورکړو، ایا د دې قیمت څوک پرې کوي؟

د ارک بې منطقه خیاطان دې هم راباندې سترګې نه سرې کوي، ما خپل امتحان ورکړی دی، په دوه ولایتونو کې مې ماموریت وکړ، د لس روپو د خیانت ځواب هم ملت ته او هم خدای تعالی ته ورکوم.

په هلمند کې مې د محکم حکم تطبیق کړ ، د غاصبینو څخه مې ۵۰۰ جریبه مځکه خلاصه او د کرکیټ لوبغالی مې پر پیل کړ، د قانون د تطبیق په ګناه باندې حکومت نیمروز ته تبدیل کړم!

نیمروز کې مې د والي د فساد چې په ګمرک او ترانسپوټ کې شل فصده پیسې بیت المال ته نه تلې، شخصي جیبونو ته ولیدلې، ما د دې فساد څخه پرده پورته کړه، د بند کمال خان د ملي پروژې چې اووه ویشت فصده یې پیسې وتلې وې او لس فصده کار پرې سوی وو.

دا ټولې خبرې په اسنادو او شواهدو کوم، ضرورت نه وو چې ما دلته د خپل ځان یادونه کړې وای ، دا مې د واک د لیونو لپاره چې د شخصي ګټو په حاطر ، بیا د ملي ګټو خبره کوي، موږ که سالم نقد هم کوو، دوی یې زغم نلري.

خلیل زاد مخکې د پاکستان ضد څهره اوس بیا بد سو، دا خو صحیح قضاوتونه ندي چې د دوی سره پر لار روان وې، سم سړی او ښه مجاهد وي چې د دوی څخه لاره بیله کړې بیا ټوپک سالار سې.

ما پخوا هم دا خبره کړیوه چې مو باید عقدیي تحلیلونه ونکړو، د حکومت مثبت کارونه مې همېشه ستایلي وه، اداري فساد بې عدالتي ، والیان په پیسو مقررول، دا هر څه به و زغمو خو سوله راته تر هر څه لومړيتوب لري.

که سوله د بن په کانفرانس راځي، که په سرپرست حکومت راځي دا کومه بده خبره نده، بې له دې هم دوه میاشتې وروسته مو حکومت سرپرست کیږي او بله خبره دا ده چې چې تیرې پارلماني ټاکنې مو د شرمه او خجالته ډکې وې ، ملت تر دا مهاله پورې په موجوده کمیسیونونو باور نلري.

زه دا نه وایم چې د موقتې ادارې په راز کې دې اوسنی ولسمشر نه راځي، توافق او سوله مهمه ده!

سوله د افغان ملت لپاره سره کرښه ده، د سولې په وړاندې چې هر څوک دریږي هغه د ملت په وړاندې دریږي. پر دې خبره هم ټنګار کوو چې بین الافغاني ، باغزته او پایداره سوله باید وسي.

دا دفاع هم د ځان مسولیت ګڼو خو تر دا مهاله د حکومت دریځ د سولې په اړه واضح ندی، بیا هم ولسمشر ته دا مشوره ورکوم چې د سولې په وړاندې درېدل د ملت سره ټکر دی او د سولې لپاره دې قرباني د تاریخ پاڼې رنګینې کوي!