افغانستان په اوسنۍ مرحله کې

که څه هم موږ همیشه د هېواد په نازکو حالاتو، فرصتونو او ننګونو، د حل لارو چارو باندې تل بحث او خبرې کړي. غواړم چې دلته یو لنډ بحث وکړم ځکه چې د دوستانو حوصلې ډیرې تنګې شویدي چې اوږدې مقالې نه لولي. 

غواړم چې د خپل ګران او ځورېدلي هېواد په اړه لنډه تبصره وکړم. مونږ اوس یو ځل بیا له یو ډیر عجیب او خطرناک سرنوشت سره مخامخ یو، عجیب په دې مفهوم چې یا به د اوږدې نیمې پیړۍ جګړې، وحشت، بربریت، بې عدالتي، د یو ښه نظام نشتون د دې ټولو به خلاصېږو او دلته به د نوي افغانستان لپاره هرڅه په معیارونو، اسلامي او افغانې ارزښتونو له سره جوړېږي. او که دا کار ونه شي کیدایشي یوې بلې خطرناکې جګړې ته داخل شو، بیا به افغانستان د پردیو استخباراتو د لوبو مرکز وي، د هر چاسره به ټاپې وې، د ځنګل قانون به حاکم وي هر څوک چې په دې وطن کې وژل او ظلم کولی شي هغه به دلته حاکمان وي، دلته اوس مونږ کوم مسئولیتونه لرو؟

لومړی مسئولیت: بحیث د افغانانو زمونږ لومړی مسئولیت دا دی، هغه که ټول اړخونه وي لکه حکومت، طالبان، سیاسون، جهادي مشران، میرمنې، علمای کرام او ملت دوی باید په اوسنیو شرایطو کې له لویې حوصلې او تدبیر څخه کار واخلي.

د سلامت او ملامت، مرده باد او زنده باد، زه ښه ته بد دا ټول مسایل باید شاته پرېږدو. ټول په صداقت او اخلاص د خدای تعالی د اوامرو په رڼا کې د خپل وطن د تاریخ زرینو پاڼو په لوستلو سره د نوي افغانستان لپاره ټول په خپله په حیث د افغانانو سره کښینو او خپلمنځي اختلافات په خپله حل کړو او په دې مظلوم ملت رحم وکړو. 

نړیواله ټولنه، آمریکا، ناټو، متحدین او ګاوڼدیان باید خپلو غلطو ستراتیژیانو کې له سره بیا تجدید نظر وکړي. دیو انساني بشر په حیث باید غیر مسلمانان هم پر افغانانو ترحم وکړي.

داچې د کرونا الهي عذاب راغلی دی، ددې څخه باید ټول عبرت واخلو، تر څو الله تعالی پر موږ رحم وکړي.

تیره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ترامپ په خپل یو بیان کې وویل: چې موږ به خپل عسکر له افغانستان څخه په بشپړ ډول وباسو، اوس داخبره ډیر اړخونه له ځانه سره لري، دا سمه ده چې امریکایان په افغانستان کې ستړي شویدي، که بیا افغانستان د جګړې په مرکز بدلیږي حتماٌ به ددې بیه امریکا او دنیا پریکوي دوی باید هم ټولې خرابیانې مونږ افغانانوته پرېنږدي، ځکه چې په خرابیو کې دوی راسره شریک دي.

ټول باید په ګډه د حل لاره او میکانیزم جوړ کړو، او بیا پریکړې وکړو. زه اوس مشخص د حل په لارو چارو غږیږم: له انتقادونو هم تیریږو، سلامت او ملامت باندې هم نغږیږو، فقط اوس د حل لاره څه ده؟

د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ مشر ډاکتر فاروق اعظم هغه وخت د سولې لپاره کار کاوه چې مجاهدینو خپلو منځونو کې جګړه کوله، د امریکا او ناټو له راتګ سره یې همیشه تلاش دا وه چې د افغانستان قضیه په جنګ نه حلیږې او دې ته باید عادلانه او سوله ییز حل پیداشي، چې داخبره یې بهرنیانو او داخلیانو ته ډېره په واضح ډول بیان کړیده، اوس هم زمونږ بنسټ چې داخل او خارج کې د یو تعداد خواخوږو افغانانو څخه جوړ دی د افغانستان موجوده بحران د حل لپاره داسې میکانیزم او طرحه په لاس کې لري که اراده وي او غور ور باندې وشي دا به د افغانستان ملت په خیر وي، دا به د افغانستان د موجوده حکومت، وسله والو طالبانو، امریکا، ناټو او که څه هم مونږ دا طرحه داخلي او خارجي ټولو اړخونو ته استولې ده، خو بیا هم که ځیني کسان غواړې چې دا طرحه او میکانیزم ولولي نو مونږ به یې ورته ور واستوو.

خدای تعالی دې د کرونا آفت له ټول بشریت څخه لرې کړي