سوله تر کومه حده رسیدلې

زه نه غواړم چې دلته ډېرې
ارماني او د سولې پر ارزښت خبرې وکړم ، زه غواړم چې د طالبانو د حکومت د ړنګیدو بیا تر اوسه لنډ کتنه وکړم
کله چې د طالبانو حکومت ړنګ شوو هم بهرنیانو په جګړی ټینګار وکړ او هم افغان حکومت ټولو پر جګړی خپل تمرکز کړی وو.

په ۲۰۱۰ دلومړي ځل لپاره پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې شورا جوړه کړه چې په رأس کې یې برهان الدین رباني وټاکه. مونږ هغه وخت هم دا خبره کوله چې د سولې لپاره چې کوم ساختار رامنځته شوی دی ، دا یوه بې طرفه او عادلانه ترکیب ندی . دوی نشي کولای چې د افغانستان سره د سولې زمینه برابره کړي ، حامد کرزي د سولې ‌لپاره کوښښونه کول خو په عمل کی یې د سولې لپاره ډیر څه ونکړل کله چې اوسنی ولسمشر غني واک ته ورسید هغه هم د سولې په شورا کې داسې څوک راس ته راووست چې د پخوانیو مشرانو غوندې د سولې لپاره مؤثر شخصیت نه وو ، که څه هم پدې دوره کې کله چې پیر صاحب سیداحمد ګیلاني ددې شورا په رأس کې وو، حکمتیار صاحب یې د سولې پروسې سره ملګری کړ.

که څه هم د حکمتیار صاحب په راتګ کې د افغان حکومت ډیر رول نه وو دا پروسه تر ډیره بهرنیانو په مخ بوتله دا چې د دوی په وخت کې دا کار ترسره شوو د دوی لپاره یې لاسته راوړنه بللای شوو.

که څه هم حکمتیار صاحب په وار وار ویلي دي چې حکومت په خپلو تعهداتو وفا نده کړې ، کله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولې دخبرو اعلان وکړ او پدې یې هم اعتراف وکړ چې دا جنګ نظامی حل نه لري ورسره سمدستي یې زلمی خلیلزاد خپل استازی وټاکه ،خلیلزاد بیلابیل سفرونه وکړل هم د طالبانو سره په دوحه کې رسمي خبرې پیل کړې او هم یې دسیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل په ټوله کې د خلیلزاد د سولې پروسه بریالۍ وه نهه پړاوه خبرې ترسره شوې ، امریکا او طالبانو ومنله چې سولې ته نږدې شوي.

ډیر جزیي مسایل پاتې دي او ډېر ژر به د دوی. په منځ کې توافق لیک لاسلیک شي ، د امریکا ولسمشر ټرمپ خپل په یو ټویټ باندې خبرې ودرولې که څه هم د خبرو د درېدو سره د دوی او طالبانو تر منځ خبرې او ناستې دوام لري اوس بیا هم احتمال شته چې د سولې خبرې بیا ځلې پیل شي د سولې خبرو د بیا پیل لپاره تر ډېره حده پوره پړاونو تېر شوي دي.

اوس تر ټوله مهمه خبره داده چې یوه د اعتماد فضا باید رامنځته شي. ټول اړخونه باید خپلوړخبرو ته ځیر شي او ټولې هغه کړنې چې دسولې په وړاندې خنډ جوړوي په خپلو دریځونو او پالیسیو کې تغیر راولي.

صداقت او حسن نیت ډیر مهم رول لوبولای شي ، که د چل او فریب پر بنیاد سوله هم وشي، پایله به یې ښه نه وي ، اوس د سولې لپاره ښه فرصت دی ، افغانانو هم په تېرو ټاکنو کې ثابته کړه چې سولې ته لومړیتوب ورکوي د دې لپاره چې افغانان ددغه لوی عذاب څخه خلاص شي مونږ هم په کور دننه ، هم د شه حکومت خاوندان شو هم نړیوالو ته دا بهانه پیدا نشي چې نور خپل عسکر په افغانستان کی ووژني، نو پکار ده چې د افغانستان سوله د یوه علمي او منطقي دلایلو په بنیاد طرحه شي تر څو د نړیوالو او ګاونډیانو سره شه نیک روابط ولرو او هم افغانستان د پرمختګ په لور ولاړ شي.