یو باتور ملت غرقېږي، یومضبوط وطن نړېږي

سرلیک د استاد سلیمان لایق د هغه شعر  یو بیت دی، چي په نولس سوه نوي یمو کلونو کې یې لوی شاعر غني خان ته اورولی و. حالاتو ته چې ګورو داسې معلومېږي چې یو ځل بیا خدای مه کړه هغه تېر ناورین تکرارېږي. ما په دا ورستیو کي د هیواد پر روان نازک او لړزانده وضعیت پر فرصتونو او ننګونو دواړو څرګندونې کړې دي. د کال په لومړۍ ورځ موږ د خوښۍ د زیري په تمه وو خو د زابل پیښي ته په کتو چي د شاوخوا د پنځه ویشتو افغان سرتېرو او په همدې شمېر کښي د وسله وال طالب مړینه د رسنیو د سرټکی و خواشینی او تشویش را پیدا کړ. او بله دا چي په همدې ورځ یوازي دا پېښه نه بلکي نور پیښي هم چي را پور یې نه دی ورکول سوی رامنځته سوي دي. راسئ ځینو واقعیتونو ته سر ور ښکاره کړو. نړیوالو او همسایه ګانو د افغانستان په حق کي هم ظلم وکړ او هم تېروتني. زه کله کله په خپلو څرګندونو کښي بهرني بُعد ته برائت ورکوم، ځکه هغه بیله دې هم بهرنی او دی خو خلیلزاد چي په نسب کي افغان دی، تر ډیرو نمایشي غونډو دي تېر د هغه چا سره دي کښیني چي په سوله باور لري، د سولي له پاره طرحه او میکانیزم لري. 

راځو په سیاسي قاموس کي زړسوی، عاطفه او ګیلې نه سته هلته د متقابلو ګټو خبره کیږي. اوس راځم زموږ د افغانانو مسؤلیت ته: دلته ټول افغاني اړخونه مسؤل دي که هغه حکومت، طالبان او نورو سیاسي او مدني ډلي دي. خو په ډلو کښي حکومت او طالب ډېر لوی او دروند مسؤلیت لري. اول د یوه افغان په توګه طالبانو ته وایم: دا سمه ده چي ستاسو حکومت یې در خراب کړ، نړیوالي ټولني د ترورستانو لقب درکړ، په کور دننه چي د افغانانو په نوم حکومت و په هغو کي هم دا فکر نه و چي ستاسي سره یې ښه چلند کړی وای پر کورو یې چاپې در ووهلې او عُقديي او افراطي چلندونه در سره وسول تاسو یې په لوی لاس مجبوره کړئ چي ټوپک واخلئ. زموږ د وخت په سیاسي مشرانو کښي هم دا سیاسي بصیرت نه و چي دا نړیوال او پردی جنګ په هنري ډول له خپله کوره تېرکړي. 

بله خبره دا چي دا دومره نالایقه کسان وو چي په هیواد کي یې ملی بنسټونه د دې پر ځای چي پر پښو درولي وای له بېخه ګمراه کړل. اداري او اخلاقي فساد، بې کفایتي د مسؤلیت نه احساس، بې عدالتي دغه ټولې هغه ننګونې وې چي په تاریخ کي یې ساری نه لیدل کیږي. طالبانو تاسي ته وایم! تاسو یو وطني تحریک واست په هیواد کښي د انارشي، ظلم او بربریت پر وړاندي راپورته شوئ ، تر یو ځایه مو په هیواد کښي عدالت او امنیت هم ټینګ کړ، خو لویه تېروتنه مو دا وه چي واک مو انحصار کړ، د نړۍ د روانو حالاتو، خارجي سیاست، ټیکنالوژۍ، اقتصاد، زده کړي او زیربنا ته مو ډېره توجه و نه کړله.

 موږ به دا هم و منو چي تاسو د بهرنیانو په مقابل کښي مبارزه وکړه دا چي په دې ورستیو کښي ستاسو او امریکا ترمنځ د سولي یو تړون لاسلیک سو ټول دې نتیجې ته ورسېدل چي اوس سولي ته په واقعیت کښي رسیږو. دا چي سولي ته ډېر نږدې سوي یو بیا ستاسو د زابل او بغلان په څېر بریدونه ډېر مایوسونکي دي. 

موږ او تاسو افغانان یو ډېر لوی هدف په مخ کښي لرو، له دې وروسته به متحد کیږو هر ډول اختلافات او پردۍ ټاپې به شاته پرېږدو. په نړیوالي ټولني او حکومت کښي چي کومه ستونزه وه هغه مو هم واضح کړله، نور خیر په دې کي دی چي په دې وطن کي یوه ورځ مخ کي جنګ بند سي. اوس موږ او تاسو ته په کار ده چي په دې وطن کي لومړی ملي وحدت او دوامداره سوله او عادلانه اسلامي نظام قایم کړو. په وژلو کښي نور خیر نه سته، تاسو هم باید په خپل جنګي ستراتیژۍ کي بدلون راولئ تر څو واقعي سولي ته ورسیږو. اوسنی حکومت چي له ولس څخه یې په تېر پنځه کلن امتحان کښي د کامیابۍ نمرې نه دي اخیستي او ناکام دی، د جمهوریت له نامه څخه دی سوء استفاده نه کوي، سوله تر هر څه لومړیتوب لري او په هر ډول لویه قرباني ارزي. په خواشینۍ سره چي تر ننه پوري د بین الافغاني ناستي او سولي له پاره طرحه او منلی میکانیزم نه لري. 

حکومت باید له دې ګونګ حالته ځان راوباسي او د سولي په تړاو خپل دریځ روښانه کړي. ډاکتر صاحب عبدالله او ټیم یې هم باید تر سیاسي ونډي د هیواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. وطن مو د تاریخ له ډېر بد او خطرناک حالت څخه تېریږي. د کورنا وایروس چي یو نړیوال تهدید دی خدای مه کړه زموږ جنګ ځپلی هیواد به تر هر بل هیواد ډېر وځپي، پورتني ټول اړخونه پر خپل خپل ځای دروند مسؤلیت لري. که احساساتي او بې تدبیره پرېکړې وکړو ، د دیارلس سوه اویایمو کلونو تاریخ بیا تکراریږي راځئ له دې ژوندي تاریخ څخه پند واخلو تر خپلو شخصي مفاداتو تېر او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړو. را ځئ چي په دې حساسو او برخلیک ټاکونکو شېبو کښي پر دې مظلوم ملت ورحمېږو.