د قطر مبهمه سياسي معما

د مؤقت حکومت غوښتنه د طالب نه، بلکې د بل چا غوښتنه ده. داسې برېښي چې ښاغلي دغه لوبه له وخت مخکې په نطفه کې خنثی کړه.
 
د مسکو په غونډه کې کرزي، قانوني و عطا، محقق او نورو خپل مړي طالبانو ته وبښل، خو طالبان به خپل مړي چا ته بښي؟
 
پوښتنه :
که طالب خپل مړي نورو (امريکا وپاکستان) ته بښي، نو غني او ولس څه ګناه کړې ده؟
 
سياسي معما:
وايی چې د يو چا gay-man يو هلک ډېر خوښېده او غوښتل يې چې څنګه يې د خپلې جنسي غريضې ښکار کړي. هلک هم له نورو نه لږ ځان ګوښه (څنډې) ته ساته، خو بالاخره يې د خپلو مېرمنو په سلا، ملګرتوب ورسره شروع کړ او داسې يې ورته وښووله چې ما وتا يوازې ښه دوستي و ملګرتوب سره کوو. هماغه وو چې هلک يې د وخت په تېرېدو سره بالاخره د لاسا، دوستي او ملګرتوب يې ورسره شروع شو.
 
هلک يې ورو ورو خپل کور ته اموخته (را روږدی) کړ. څه وخت روسته ورته ښځو لږ نور ځانونه ورسست کړل او ځان ته يې راګرم کړ او ورسره ښکېل شو. هلک پر دواړو ښه ګرم شو او ښه لپ وجپ يې ورسره شروع شو. هلک داسې انګېرله چې ګوندې دوست خو مې نه پوهيږي، ولې هغه دا هر څه د خپلو مېرمنو په سلا څارل چې څنګه يې يوه ورځ په دام کې راښکېل او خپله جنسي غريضه پرې سړه کړي.
 
هماغه وو چې يوه ورځ يې هلک کور ته راوغوښت. داسې يې ورته وښووله چې ګوندې هغه خو په کور کې نشته او راځه چې موږ او تاسې به نن خپلې مزې وچړچې وکړو. هلک يې کوټې ته کړ. کله چې سره درېواړه ښه ګرم شول، نو هغه پرې راننوت او لاس پر لستوڼي يې ونيول. ښځې او څښتن خو پوهېدل چې کار خو وشو. هلک لږ آخوا دېخوا ته وکړل چې ځان خلاص کړي، خو د تېښتې لاره يې نه وه.
 
بس دواړو ښځو راايسار کړ او خپل څښتن ته يې په کټ کې راڅملاوه. ښځو ورته وويل :
د بل دې چې مفتې داسې وهسې کولې، نو اوس خپلې ته هم ټينګ شه!
هماغه وو چې يوې خپل څښتن ته له سر ونيوه او بلې يې ورته سومبۍ سمه کړه. د بل شيره يې چې خوړه، اخر يې خپله هم پکې بايلوده او د تل لپاره د هغه د جنسي غريضې ښکار شو.
 
دا به زموږ د طالبګل لپاره څه ښه زيري ولري چې د ګاونډي هېواد واکمن صدراعظم، آصف غفور، مشرف او نور يې تر مذهبي واکمنانو پورې په زغرده وايی چې موږ طالبان دېته اړ کړل چې له امريکا سره په قطر کې خبرو ته کښيني.
 
ملا عبدالغني برادر چې د ښاغلي کرزي له پرله پسې غوښتنو يې خلاص نه کړ، خو د ښاغلي خليلزاد له يو وړانديز سره يې په داسې وخت کې خوشې کړ چې پاکستان له يو بلا خروارونو کورنيو او بهرنيو او نړيوالو هر اړخيزو ستونزو او نيوکو سره لا وګرېوان وو.
 
د مشرف خبره چې طالبان د پاکستان لپاره سپينې کوترې يا په بله مانا د بارۍ مرغه په شان قيمتي مرغان دي، نو پاکستان يې کله هم داسې وړيا پر وړيا نه خوشې کوي، تر څو چې ګټې يې خوندي او تضمين نه شي. دا هغه څه دي چې ښاغلی خليلزاد هم ورسره په حلولو کې له ستونزو سره لاس وګرېوان دی.
 
پاکستان غواړي چې خپلې په سيند لاهو شوې او له لاسه وتونکې ملي ګټې، سياسي، نظامي واقتصادي بقا يې له نړيوالو په تېره له امريکا وناټو او هم په سيمه کې له هند وافغانستان او هم له نورو سيمه ييزو ګاونډيانو او قوتونو سره تضمين شي، نو طالبان يې قطر ته له خليلزاد سره د خبرو لپاره ورشېوه کړل چې ځان بېګناه او ښکېل ونه ښيي، خو داسې نه ده پاکستان دا ټول د بېجنګ، ماسکو او د تهران په همکارۍ له نژدې نه څاري او تعقيبوي يې.
 
په قطر کې د طالبانو وياند سهيل شاهين له ښاغلي عنايت الحق ياسيني سره په تلويزيوني مرکه چې چې ثنا ساپۍ يې مخته وړي، د يوې پوښتنې په ځواب کې په زغرده وايی :
 
ياسيني:
ډېره لويه نيوکه دا کيږي چې تاسې د افغانستان حکومت چې ستاسې د ډلې پر وينا ګوډاکی حکومت دی او له هغې سره خبرو ته نه کښېنئ. دېته / بېرته چې له حکومت سره کښېننئ، مسالې به حل نه شي؟
 
موږ خو له افغانانو سره خبرو ته ناست يو. د مسکو په کنفرانس کې هم تاسې وليدل چې هلته د افغاني لوريو / ډلو نه هم مهم کسان راغلي وو، سياستوال راغلي وو او له هغوی سره مو خبرې وکړلې. او همدا شان مخکې مو په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه د مهمو کسانو، سياستوالو او مشرانو سره خبرې کړي دي او په اينده کې به هم دېته دوام ورکوو. ليکن په افغانستان کې دا اوسنۍ اداره چې ده منحيث حکومت موږ يې په رسميت نه پېژنو. که چېرې مو په رسميت پېژندلای، نو بيا جګړې ته څه اړتيا وه؟ نو پر همدې اساس له افغانانو سره موږه ګورو منحيث يو افغان، خو هغه روستۍ يوه بله مرحله ده، د افغانستان د قضيې داخلي اړخ دی.
 
د ماسکو غونډه چې پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی يې مشر شپونکی وو او دا نور دبله ماران يې د ګډورو په څېر مخته کړي وو او د کرزي د زړه پټه خبره ((مؤقت حکومت)) د شمال د مشهور جنګسالار پر خوله راووته او دا هغه خبره ده چې پاکستان له ښاغلي غني نه ځانته د لارو د خلاصوالي په پار په راولپينډۍ کې پخپل نظامي وڅارګري دفتر کې کړې وه چې تاسې به يې له کوم ځايه شروع کوئ؟ او هغه ورته هملته په غوڅه لهجه ويلي وو چې زه به له خپل شمالي ګاونډيو شروع کړم، نو هغوی پرې وخندل او پسخند (ريشخند)) يې پرې ووهلو، خو اقتصاد پوهان پوهېدل چې غني څه وايی؟
 
پنجاب د خپلې واکمنۍ له پيله تر پرون او ننه يا په بله مانا د ښاغلي کرزي او غني تر وخته داسې يې نه انګېرله چې افغانستان به زموږ له اقتصادي کلابندۍ خلاص شي. دا ځکه چې دوی ښاغلی غني نه پېژنده چې هغه څوک دی او هغه ته يې هم د تېر پير د جهادي مشرانو په څېر وکتل، خو د وخت په تېرېدو او سخت کار سره غني وتوانېده چې سيمه وګاونډ او نړۍ قانع کړي چې ترورېزم هېڅکله د هېچا لپاره په ګټه نه دی او له ځانه سره سختې ربړوونکي پېښې او جرمي عواقب له ځان سره لري، نو هماغه وو چې شروع يې د نوي کال په پيل سره چې خلک يو بل ته د نوي کال پيغامونه استوي پاکستان ته يې په نړيواله کچه  سخت شرموونکي عواقب له ځانه سره ولرل. پاکستان به اوس ختمًا د دې نړيوالو شرموونکو عواقبو غچ له ښاغلي غني، افغانستان او له افغانانو نه په هر ډګر کې اخلي.
 
زما مشوره زموږ بېپامه او احساساتي خانزاده پخواني ولسمشر ته دا ده، تاسې چې کومې کړنې له شنګهايي راروسته شروع کړي دي دا د افغانستان په ګټه نه دي. هغه کارغان چې تاسې له خپلې خولې الوځولي او پخواني ولسمشر ښاغلي اوباما ته ډېر خام راغلئ او له پامه يې ليرې شوئ تر دې چې مرستيال يې درته په ارګ کې په زغرده داسې وويل چې هغه د افغانستان د پينځه زره کلن تاريخ سره هېڅ سمون نه خوري. اګر چې تاسې بيا پخپلو تېروتنو پوه شوئ او هڅه مو وکړه چې د انګليستان د منځګړيتوب له ليارې بيرته ترميم شي، خو ګټه يې درته ونه کړه او ناهيلي شوئ چې خبره سختې عُقدې ته ورسېده چې نن په شکل د اشکالو، آخوا دېخوا منډو ترړو سره او کله ناکله ستاسې له سيده وناسيده کړنو داسې جوتيږي چې د هغوی غچ له خپلو او بهرنيو واخلې، خو د افغانستان ملي - اسلامي واخلاقي ګټې دا نه ايجابوي چې تاسې بايد ترې ځان وساتئ.
 
تاسې ته د يو سياستوال او مشر په توګه پته ده چې ((انسان يو ځلې خام شي بيا نه پخيږي)). هسې بېځايه وخت ناوخت د نورو دروازې د نورو په اشاره او تمه ټکول تاسې ته ګټه نه کوي او دغسې حالت مې هم پر تاسې باندې د خپل ګران هېواد د يو پخواني ولسمشر په توګه نه پېرزو کيږي. هيله ده چې تاسې پرې د يو سالم عقل په رڼا کې پرې ښه ژور او مخته سوچ وکړئ.
 
خدای مه کړه که ښاغلی خليلزاد په دغه تمه راځي او يا داسې هيله ولري، نو د هغه راتلونکې به هم له ځانه سره ښه زيری ونه لري او له ډېرو سختو لوړو ژورو، ننګونو او ستونزو سره له هر اړخيز پلوه لاس وګرېوان وي او داسې نه بريښي چې زموږ سيمه ييز ګاونډيان دې ورسره د زړه له تله همکاري وکړي. که کوي يې، نو د نوموړي حيثيت او خپلواکي به تر پوښتنې لاندې وي. خدای مه کړه داسې نه شي چې خپل دويم ټاټوبي ته يې خام او کم راولي.
 
دا چې اوس خبرې د پردې تر شا د تړلو دروازو شا ته روانې دي چې دی څلور او طالب يې دوه بولي چې دا خپله ښه زيری نه دی او د نوموړي موقف (حيثيت) ته صدمه رسوي. اګر چې داسې ويل کيږي چې خبرې همداسې ترسيم او ډېزاين شوي دي، خو وګورو چې د وخت په تېرېدو سره ترې څه پايله لاس ته راځي. دا به وخت روښانه کړي.
 
د طالب بنسټيز جوړښت ته چې سړی ګوري، تر څو چې استخباراتي ګټې خوندي شوي نه وي ګرانه ده چې څه وړاندېينه وشي، خو وګورو چې څه پېښيږي؟
 
The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”
 
پاکستان وامريکا ځينې داسې مرموزې معاملې مينځ کې لري چې يو بل ته سره پکې تړل شوي دي. دا به د طالب لپاره ګرانه وي چې خپلسري وکړي. طالب به ختمي د ګاونډي ګټې ساتي. د پاکستان نظامي واستخباراتي چارواکو ختمي هغه وخت له برتانوي وامريکايي چارواکو په دې تړاو به ښه پوځ تضمين اخېستی وي چې لا نن هم دوی خپلې خبرې د تړلو دروازو تر شا په قطر کې مخته وړي. خامخا به عرب استخبارات د دوی ترمينځ ضامنان وي. پاکستان د طالب په نوم لوبه هسې وړيا (مفته) مخته نه ده وړې، بلکې د دوی د موخو په تعقيب کې به يې خپلې موخې هم ورسره همغاړه کړي وي، ځکه خو ښاغلي اوباما په ډېرو مسايلو کې نرمي ښووله.
 
پاکستان ته په کشمير وافغانستان ان په ايران کې د ځېنو کړنو او مذهبي ډلو ټپلو اجازه ولې ورکړل شوې او د څه لپاره يې حافظ سعيد، مسعود اظهر، جيش العدل، مجاهدين، طالبان وحقاني شبکه ساتلې ده؟
 
د ښاغلي غني لپاره د اوبو مديريت هغه ستونزه ده چې کله ناکله يې زموږ دواړه ګاونډيان په ځينو مواردو کې سره يوځای کړي او په ځېنو کې يې سره جلا کړي دي. د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو سپارلو غوښتنې هغه نورې ننګونې دي چې مخکې ورسره ښاغلی کرزی او اوس ښاغلي غني ورسره لاس وګرېوان دی. د خاورې خبره بله ستونزه ده. تېر ته په کتو خو روسانو زموږ ملاتړ کولو، خو اوس زموږ ملاتړ نه کوي او زموږ نوي دوستان چوپه خوله دي. د پاکستان نژدې کېدل روسانو ته هم زموږ په ګټه نه دي. ښاغلی کرزی دې له حده زيات چا ته نه خوشباوره کيږي. تېر ته په کتو چې له غرب سره نژدې وو، نو هم موږ ترې خير ليدلی نه دی او که اوس مسکو ته لا نور نژدې شي، نو هم زموږ پکې خير نشته. پاکستان تل خپلې ګټې زموږ په نابودۍ کې لټولې دي. دېته ورته نورې ډېرې ناروا خبرې شته چې لا مخته نه دي راغلي، خو وګورو چې زموږ ډوبه کښتۍ کوم لور ته درومي؟
 
شهيد داوود خان د خپل واک په روستيو بهرنيو سفرونو کې د برژنيف له نيوکې سره مخ شو او خبره غبرګون ته ورسېده چې پايله يې هغسې شوه، خو زموږ يو ګاونډي چې طالبان يې د تهران په ملاتړ د مسکو په غاړه کې ورواچول هېڅ ونه شول. د افغانستان د هغه وخت مجازات او زموږ د ګاونډي دغسې سرغړونې لا بيا هم له پامه غورځول کيږي چې دا خپله موږ ته راښيي چې موږ لا تراوسه په کوم ځای کې نښتي يو؟ زموږ يو بهرنی سفر چا ونه شو زغملی، خو د خلکو دغسې پرله پسې سرغړونې بيا هم له پامه غورځول کيږي او لا نازول کيږي.
 
خلکو په هند کې د ازاديپالو مظاهرې زغملی شوې، خو زموږ يو سراج الاخبار چا نه شو زغملی.
نه مو چا ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی او نه يې ورکولای شو. نه مو چا ته پيسې و وسله ورکړې او نه مو ورته د نورو اسانتياو زمينه مساعده کړې، خو چا چې د نورو په اشاره چا ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی او وسله يې ورته په غاړه کې وراچولې، مالي ولوژيستيکي لګښت وپانګونه يې پرې کړې او روزنه يې ورکړې، نو نن به هغوی خامخا لومړی پخپلو کې سره خبرې کوي او دا هغه غوښتنې دي چې زموږ ګاوڼدي تل د وسله والو طالبانو پر خولې کولې، نو ځکه بالاخره سره مجبور شول چې پخپلو کې سره يوځل جرګه او خپلې هغه پخوانۍ ګيلې وناندرۍ سره د تړلو دروازو تر شا حل وفصل کړي.
 
خو دومره ده چې زموږ دغه ګاونډي تل داسې لوبې له موږ سره کړي دي او لا کوي يې. که د موقت حکومت طرحه يې عملي شي، نو دا به ښاغلي غني او افغانستان ته بل سخت ګوزار وي او که نه شي، نو خدای مه کړه د ښاغلي خليلزاد حيثيت به له هر اړخيز پلوه صدمه ورسوي چې هم به يې امريکا ته او هم به يې له خپلو خلکو سره په جنګ کې ښکېل کړي چې دا يې هم په ګټه نه ده. ان تر دې چې ښاغلي کرزي خو يې له امريکا سره د جنګ په صورت کې د دوی خوا ونيوله، خو هغوی د نوموړي له همدې موقفه هم ناوړه ګټه پورته کړه او نوموړی يې امريکا ته بې اعتباره او بې حيثيته کړ، نو ښاغلی خليلزاد بايد دا ټول مسايل په پام کې ونيسي. داسې بريښي چې ښاغلي غني د پاکستان نوې لوبه له وخت مخکې په نطفه کې خنثی کړه.
 
موږ به خپل څښتن تعالی نه پکې خير غواړو. څښتن تعالی دې هغه وکړي چې زموږ د ټولو پکې خير وي. داسې يو حکومت چې هغه خپل پخوانی والي سمولی نه شي، نو .....
 
طالبان: پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره پر خبرو هېڅ راز موافقه نه ده شوې
http://www.taand.com/archives/123065
امريکا په کوم شرط عسکر وباسي او طالب استازي څومره صلاحيت لري؟
https://www.pashtovoa.com/a/us-afghanistan-taliban-analysis/4827417.html
امريکايي چارواکې: تر څو چې ترورېزم پوره ختم شوی نه وي، امريکايي پوځيان به په افغانستان کې وي
http://www.taand.com/archives/123072
عمران خان افغانستان کې د يو نوي حکومت رامنځته کېدو خبر ورکړ
https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-prime-minister-says-a-good-gov-will-be-established-in-afghanistan-/4833895.html