نظم

څومره وختونه په ما ګران تیر شوله
څومره شیبی او ګړی راغلی لاړی
څومره فصلونه په دی لار تیرشوله
څومره دزړه په ګړکی ستا دبیلتون
باران داوښکو اوریدل پیل کړل
څومره می زړه ستاانتظارکی ګله
لکه یوکب چی بی اوبو دخپل ژوند
وروستی سلګی تیروی!
ټول عمر وکړیده!
خوته زما په ارمانجنی لاری
یوځلی تیر نه شولی؟
نن چی ته نه یی دزړګی په څنګ کی
خیر دی زما ګیله له تانه نه ده
نن چی ته نه یی دلته؟
تا ګنهکار نه بولم
دامی دزړه ګنا ده!
ماورته ویلی چی کړکی دهیلو
دپسرلو نسیم ته مه خلاصوه
ماورته ویلی چی نسیم دسپرلی
تاته په غلاراغلی
خوهغه وانه وریده
زمادخولی خبره!
\"\"