
ولسمشر غني عطا، محقق، عبدالله، جنرال دوستم يوه څپېړه وهي، خو دوه ځای درد يې احساسيږي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼه څښتن
افغانستان له تېرو ۱۸ کالونو راهيسې د مخامخ او څرګندې جګړې سره مخ دی، چې افغان ولس په کې ژور ځاني او مالي تلفات تر لاسه کړل. دغه جګړه په څرګند ډول د طالبانو، افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو ترمنځ ياديږي. جګړه وراني ده او ښکېل ولسونه په کې ځپل کيږي، خو جګړه د ډېرو لپاره د ګټو لامل هم کېدای شي. افغان جګړه هم داسې يو اړخ لري. له يوې خوا يې ولس وځپلو او له بلې خوا يې ډېر په کې د واک او ځواک، شتمنۍ، شخصي موخو او ژوند څښتنان شول.
افغان جګړه تر ۱۸ کالونو اوږده شوه. د اوږدېدو لامل يې هغه سياسي او شخصي موخې دي، چې له جګړې پرته يې په سوله کې تر لاسه کول ناشونې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په نوې اداره کې هغه څېرې د افغانستان سياست ته را دننه شوې وې، چې د افغانستان معاصر تاريخ ته په کتو، چا پرې د ټنګو حساب او عسکري چوپړ هم نه کولو. دغه څېرې تر ډېره بريالۍ شوې؛ چې جګړه وغځوي، سولې ته خنډ شي، وضعيت کړکېچن کړي، قومي تعصب پراخه، د جنايي جرمونو تر شا ودريږي، مافيا غښتلې او له دې لارو خپل واک - ځواک، شتمني، نوم او نفوذ پيدا کړي.
حامد کرزي د خپل واک د ساتنې په پار، جنرال دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، کريم خليلي، قيسم فهيم، ډاکټر عبدالله عبدالله، ظاهر قدير، انور الحق احدي او نور په ځان را ټول کړل. دغه کسانو د هېواد جوړنې او جګړې د پای فکر کم، خو د جګړې د غځېدو او شتمنيو د ټولو فکر يې زيات درلود. پورته کسان دومره په تېرو ۱۴ کالونو کې مطرح شول، چې د هېواد په کچه ملي مسايل ور پوري وتړل شول او غږ يې د اغېز وړ شو.
خو په تېرو ولسمشرېزو ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د تحول او تدوام ډلې څخه پراخه ولسي ملاتړ په دې پار وو، چې ولس د جګړې ستړی وو او پوه شوی وو، چې د حکومت په چوکاټ کې دننه شوې جګړه غوښتونکو جګړه اوږده کړې ده او د سولې پر وړاندې يې داسې لارې رامخ ته کوي؛ چې سوله ورکه او جګړه اوږده کړي.
غني هم د ولس هيلو ته په کتو داسې سياسي کړنې او پرېکړې وکړې، چې په لومړيو کې يې غبرګونه منفي او د خلکو له نيوکو سره مخ شوې، خو د کم وخت په تېرېدو سره يې مثبتې پايلې ورکړې او ولس د ولسواک نظام هيلې را ژوندۍ شوې.
که څه هم ولسمشر غني د حکومت په لومړيو کې د ملي يووالي حکومت په نوم له نظام سره هوکړه وکړه، خو په وړ سياسي تدبير سره يې د خپل واک شريک ډاکټر عبدالله عبدالله څنډې ته او داسې سياسي ګوزار ورکړ، چې هم ورڅخه ورکړل شوی غېر مشروع واک بېرته واخېست او هم يې د هغه خلکو پر وړاندې ټېټ کړ، چې په عبدالله عبدالله حساب کولو.
له عبدالله څه وخت وروسته د ولسمشر غني په نظر کې د شمال يو بل ستر زورواکی عطا محمد نور وو. ولسمشر د حوصلې له سياست کار واخېست او تر درېيو کالونو يې د عطا غوښتنو او نازونو ته حوصله وکړه.
عطا هم داسې فکر کولو، چې ګواکې رېښتنی زور او ځواک لارې او پښې يې له خپلې بسترې نورې هم اوږدې کړې. ولسمشر عطا پرېښود او عطا هم ښه زورور، متکبر او خپلسری شو. عطا ته دومره لوړه هوا پيدا شوه، چې د حکومت پر وړاندې نيم په نيم ودرېد، د لسګونه وزارتونو، ولايتونو، سفارتونو، رياستونو او نورو دولتي څوکيو غوښتنې يې وکړې
د عطا يادې غوښتنې خو له سره ولسمشر غني ونه منلې بلکې نوموړی يې د بلخ ولايت له دندې هم ګوښه کړ. عطا درې مياشتې پرله پسې سپکې - سپورې وويلې، ګواښونه يې وکړل خو اخېر په دې اړ شو په سوله ييز ډول د بلخ ولايت مقام څوکي پرېږدي.
ولسمشر غني خپل لومړی مرستيال جنرال دوستم هم ځکه بې واکه کړ، چې کړنې يې له دندې ناوړه ګټه اخېستنه او په بشپړ ډول قومي وي. جنرال دوستم هم نازونه او ګېلې وکړې، خو وروستۍ پايلې دا شوه چې د ولسمشر غني د سياسيت پر وړاندې يې سر کېښود.
غني په همدې مياشتو کې يو بل خپلسری او قومي شخړو ته لمن وهونکی محمد محقق د اجرائيه رياست د دويم مرستيالۍ له دندې لېرې کړ. محقق هم د عطا پر پل؛ پل کېښود او بغاوت يې اعلان کړ. خو حکومت وويل، چې نوموړی له دولتی معاش او نورو امتيازونو محروم شوی او بې ګټې اجرائيه رياست ته ځي او راځي.
د پورته يادو کسانو پر ډلې د ملي امنيت شورا پخوانۍ سلاکار محمد حنيف اتمر هم ورګډ شو. اتمر فکر کوي چې د دوی په ملاتړ به د هېواد لومړی کس او ولسمشر شي، خو پوه نه دی چې د ولس په منځ کې اوس قومي ټېکدرانو ځای له لاسه ورکړی دی او ولس په ملي څېرو پسې يون کوي.
اتمر بايد په دې پوه شوی وایی، چې د ولسمشر ملي سياست عطا محمد نور، جنرال دوستم، محمد محقق، ډاکټر عبدالله عبدالله څنګه په څېړه ووهل چې اوس ور باندې نه دې ښو حساب کيږي او نه هم د بدو.
دا چې ولسمشر غني د ولس د هوساينې په پار وړاندې تګ کوي او سياست يې ملي دی، نو د عطا، محقق، دوستم، اتمر، ګلبدين په څېر کسان به غبرګې څپړې پر مخ خوري. له يوې خواو به ورڅخه نامشروع زور، قدرت، خپلسري اخېستل کيږي، او له بلې خوا د خپل خلکو په منځ کې بې اغېز کيږي او ولسي محبوبيت به يې له لاسه وځي.
د بيسا او يو افغانستان په هيله!