راتلونکې ماضي

 دا که تاریخ تجربه ده نو د ټولنیز علم حیثیت یې هم خپل کړی.بشري حرکتونه په هره ټولنه کې نوم او نښان پرېښدونکي وي چې راتلونکي یاد ته یې سترګې وراوړي او فکري ارادې د ماضي لور ته ټېل وهي.تجربه یو عملي ازمویښت وي چې د ژوند کولو په محرک محور کې د راولاړېدونکو پېښو لپاره په یوه علمي پانګه چورلي.انسان د تاریخ تولیدونکي ماشین چې خپله "دی" دی د راتلونکو فعالیتونو د جوړښت او سمون لپاره د (هو او نه) لوري ته رابولي.

د هرې بشري ټولنې په پوهنیز نظام کې تاریخ ته د یو اساسي مضمون په حیث ځای ورکول کیږي، په خپل نوي نسل د هغو زده کول په ملي او بین المللي ـ علمي بهیر کې ځکه مهم باله شي چې دوی د هېواد او هېوادوالو د ژوند، کړنو، لاسته راوړنو، له لاسه ورکونو، فرهنګي ـ ادبي او دیني مسایلو په اړه معلومات حاصل کړي.د خپلو پلرونو او نیکونو، کارنامې، د ژوند ډول، پر ارزښتونو د پوهې حاصل او ورباندې فکر وکړي.

د سیاسي کرکټرونو او رهبرانو هڅې چې د ولسونو لپاره تمثیلیږي، مطالعه کړي؛ عبرت او پوهاوی یې وګرځوي، په ماضي کې د ستونزو جوړونکو او ستونزو حل کوونکو اړخونو په اړه معلوماا ترلاسه کړي، د خپل هېواد په ټاکلي حریم او بیرون له حریم څخه د بشري اړیکو د ډول او چلند په اړه وپوهیږي او همداسې ماضي پرده په تاریخي سټېج کې ننداره کړي.

موږ چې څومره اوږد او له لاسته راوړنو ډک تاریخ لرو؛ ممکن د نړۍ ډېر هېوادونه یې ونه لري.همداسې موږ چې په تاریخ کې کومې نړۍ منلې څېرې لرو؛ ممکن نړیوال تاریخ یې ونه لري.
دا هم د رموز وړ ده چې په ماضي کې داسې څېرې تاریخي دورې او پړاوونه ترسیموی شي چې، تاریخ یې پر سپینه پاڼه یادول شرم ګڼي.انسانان چې د نړۍ پرمخ ژوند کوي د دوی ترمنځ د بشري اړیکو په بهیر کې پر روغو او ټول منلیو اړیکو سربېره، کشمکشونه، جنګونه، د یو بل نه زغمل، زورواکي، تاوانونه او...رامنځ کیږي، همدا لاملونه دي چې تاریخ پریږدي او د هرې ټولنې انسانان پر هغو د وخت او شرایطو قضاوتونه کوي.

موږ د خپل هېواد له زرین او ویاړلي تاریخه څه زده او څه مو تجربه کړل؟
موږ تجربه ونه کړه؛ بلکې تجربې راباندې وشوې، تاریخي علم مو ځکه تجربوي یاد نه کړی شو چې نړیوالې تاریخي تجربې زموږ د تاریخي علم ځای ناستې شوې.د خپل تاریخ له پاللو او رغانوونکي مسیر د ټاکلو څخه لرې کړې یو.

پردیو زموږ تاریخ موږ ته د علمي وسیلې په توګه ونیو؛ ځکه خو دې چلند، له موږ تاریخ ته د تاریخ په سترګه کتل هېر کړل او پردي تاریخ تر خپل شعوري او ستراتیژیک موخن انحصار لاندې داسې راوستو چې اوس تاریخ ته، د کاغذ پرمخ د لیکلیو خیالي الفاظو په نظر ګورو.دلیل یې دادی چې ځان مو په ځان کې هېر کړی، هېواد او ولس ته د مغزي مقید حریم له پولو د شخصي شتون او ځانګړې بقا له دریچې ګورو او محدود الشخصه قدرتي او اقتصادي هڅو د تاریخ ارزښت رانه اخیستی؛ ځکه خو د لسیزو لسیزو را پدې خوا د جنګ په نوم سوله او د سولې په نوم د جنګ په ډنډ کې لوېدلي پراته یو.

هر ناورین چې سر وکړي د سرکوبۍ لپاره یې اړخونه مطالعه کیږي او د له منځه وړلو کوښښ یې کیږي.زموږ هېواد کې جنګ او وحشت دومره پرمخ لاړ شي چې په اخر کې پر یوه لوی ناورین بدل شي، د له منځه وړلو لپاره یې لارې بندې شي، ولسونه کړیږي او د خلاصون چیغې وهي؛ خو ناورینوال یې په ټولنه کې په دودیزه اړیکه بدلوي.

بل دا چې زموږ تاریخ په پوهنیز نظام کې د دودیز او شکلي (کتابي) مضمون په بڼه لوستل کیږي، د ژبې پر سر یې یادیږي، خو د مغز تحلیلي قوه ترې پټه ساتو، د دماغ سالم قضاوت ته یې نه ورسپارو او د مټو عملي خوځښت ورباندې فلجوو.

ټولنیز تاریخ په یو فرد پورې اړه نه لري بلکې د افرادو د جمعي علمي او عملي قوو د یو ګډ دایروي مرکز پر اساس رامنځ کیږي.ملي ارزښتونه او ویاړونه یې د ثقل نقطه انتخابیږي.
تاریخې کړنې او خوځښتونه چې څومره له سوال سره مخ شي، په هماغه اندازه یې د ځواب لټولو لپاره د تاریخ په سینه کې معقول منطقي دلایل پراته وي او هم د حال فکري ـ ماضي تولیدونکی مرکز یې په اړه ګام پورته کوي.

د هرې تاریخي پېښې علل او معلول د یو لړ انساني استدلالونو د تحلیل او شننې په پای کې واضیح او په ډاګه کیږي، پرابعادو یې غور کیږي او د راتلونکي لپاره د سمون او ویښتیا درس ګرځي.

بېلګه:
ګرګین څوک و، پر افغان خاوره یې څه غوښتل؟
میرویس خان هوتک یې پر ضد ولې او څنګه راپورته شو؟
مبارزه یې د چا لپاره او ګټه یې څه وه؟
د ولسونو ملاتړ په مبارزه کې څنګه او څومره وو؟
مبارزې یې مشروعیت درلود؟ که یې درلود، د کومو دلایلو پر بنیاد؟
د مبارزې پایله یې څه وه؟
دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي چې تاریخ یې ځوابوي او په اړه یې د قضاوت کلۍ په لاس راکوي.

هر تاریخي پېر چې ژمن او شعوري روان شي، زرین، ښکلی او په پاڼو کې طلایي ځای ونیسي، ارزښت یې ارزښتونه وزېږوي، ساتنه او پالنه یې فرض وګڼل شي.

تاریخي لاسته راوړنې او وفادارې هڅې په هره ټولنه کې نیکمرغي او د ژوند ښکلاوې راوړي.
نه یوازې خلک پرې ښکلي ښکاري بلکې د هېواد راتلونکي نسل ته د ښکلاوو او رنګینیو غېږه خلاصوي، هر نسل ته د ماضي بشر د صداقت او ژمنتیا سند وړاندې کوي او پر دوی هم ژمنې تاکید کوي.

بیا به د انسان په شمول دېوالونه هم وایي چې: (تاریخ ګواه دی).
لیکوال: شفیع الله حقیار