غزل

لمر به له ګریوان نیسم د پښو پوړۍ به غر کړمه
ګورې به چې څنګه لاس په لوړو باندې بر کړمه
هله دې زه ومرم چې ټیکری مې د خوږې پښتو
بس چې د ستورو زمانو ته ورپسر کړمه
وخته! د هنر په تماشو کې به مې وستایې
يار چې ګوړه ګوړه کړم او زه ځان مرور کړمه
هله به یې زړه ته زور د میني لاره ومومي
زیړ زيړ اننګي چې یې پر شونډو بختورکړه
و جلانه ! ډیرې جنکۍ به لیونۍ کړمه
زه چې شړې واغوندم اتڼ ته مټې ور کړمه

سيدجيلاني جلان