
په دا وروستیو کې چې یو تعداد کسان چې د ریئس جمهور بې ځایه ملاتړ کوي، هغوی ته خیاطان ویل کیږي او هغه کسان چې د ریئس جمهور په کړنو نقد کوي هغوی ته موچان ویل کیږي!
دا کلیمې اوس ډیرې عامې شوي دي متاسفانه زموږ په ټولنه کې د نقد فرهنګ او اخلاق نشته.
نقد خو اصلاً عادلانه وي، د چا مثبت او منفي دواړه اړخونو ته اشاره کیږي، زموږ په هیواد کې داسې ده څوک چې نقد کوي، هغوی یوواځې منفي اړخ را اخلي، که څه هم مثبت ټکي وي پر هغو سترګې پټوي.
چارواکي مسولین مو هم دا ډول دي چې د سالم نقد حوصله نلري دوی داسې فکر کوي، څوک چې ورباندې نقد کوي هغه د ځان او حکومت مخالفه ګڼي چې دا ستونزه همېشه په چارواکو او مسولینو کې ده.
زه په ټولو خواخوږو هیوادوالو ږغ کوم چې موږ او تاسې د ډيرو تاریخي شيبو څخه تیریږو، راځئ د زنده باد او مرده باد له حالته ځان را وباسو، د هیواد په دې نازکو شرایطو کې چې د حکومت کاري دوره پوره شوې ده ، پارلماني ټاکنې مو د شرمه ډکې وې د هیواد سیاسیون مو د افغانستان د ملي ګټو لپاره ګډ او ملي فکر نلري، حکومت هم سلیقوي او عقديي برخوردونه کوي.
د سولې په نوم چې کومې خبرې راپیل شوي دي دېر واضح تعریف نلري ، نړیوال متحدین هم د تېښتې خبره کوي.
وسلوال طالبان هم د کټلې او بایللي خبره کوي او حکومت هم د سولې لپاره واضح طرحه او تعریف نلري، د بلک واټر مشر هم سترګې سرې دي، غواړي چې د افغانستان په مظلوم ولس کې لښکر کوشي وکړي.
ښه د دآسې یو حالت سره مخامخ نه یو چې موږ خدای نه خواسته یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ځو، د سولې خبرې خو د روسانو د وتلو په وخت کې هم ډیرې پورته او ښکته شولې، د ملګرو ملتونو او د بنن سیوان نوم د ښاغلي خلیل زاد اوسني فعالیت ته ورته ندی!
ښه که ددغسې یو حالت سره بیا مخ کیږو موږ ته پکار نه ده چې ملګري ملتونه او هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د دریو مهمو شعارونو لپاره راغلي وه او ویل چې د افغانانو مرسته کوو، د دوی شعارونه داسې وه چې تروریستان له منځه وړو، اجتماعي عدالت او دیموکراسۍ ته رشد ورکوو، او د مواد مخدیرو کښت او قاچاق به صفر ته رسوو، اوس خو دا درې سره شعارونه برعکس شول، پخوا خو دوی د یوې ترورستي ډلې چې د القاعده په نامه وه، یادوله، اوس خو شاوخوا دوه ویشت ترورستي ډلو خبره دوی هم منې او موجوده حکومت هم، اجتماعي عدالت او ولسواکي چیرې ده، فساد اوج ته رسیدلای دی او قانون یواځې پر غریب تطبیق کیږي، مواد مخدرو کښت چې د نړیوالې ټولنې د راتګ په وخت کې صفر نه رسیدلای وو، اوس یواځې په هلمند کې هر کال یولک هکتاره مځکه کرل کیږي.
د دې تر څنګ نورې لوی ستونزې فقر بې وزلي ، د ولسي عوامو خلکو وژنه، د ښځو بد وضعیت دا ټولې ستونزې د پخوا په پرتله زیاتي شوي دي!
موجوده وضعیت ته په کتو سره اوس پکار داده چې موږ باید افغانان په اوسنیو حالاتو کې تر انتقادونو او مخالفتونو تیر شو او ټول په یوه خوله د ملګرو ملتونو، د نړۍ د بشردوسته او په خاص ډول له هغو هیوادونو چې په افغانستان کې مسولیت درلود دا خبره ډیره واضح وکړو چې اخر زموږ ګناه څه شی ده، مړه هم موږ یو او پړه هم.
که مو دغه مسولیت د يو ژوندي او بااحساسه ملت په حیث درک نکړ، تاسې باور وکړئ که به موږ ښه ورځ و وینو، دا مسولیت د افغانستان د ټولو سیاسیونو او سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د افغانستان د فرد، فرد یعنې نر او ښځې دا مسولیت جوړيږي چې د خپل وطن لپاره د خیر خبره وکړي او د افغانستان د راتلونکي بحران د مخ نیوي تضمین باید واخلو.