د طالبانو او امریکایي پلاوي د سولې مذاکرات

د افغانستان د جګړی د پای ته رسېدو په موخه یو ځل بیا د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ قطر کې خبرې شروع شوي چې دواړه لوري ورته ډېر خوشبینه اېسي. داسې ښکاري چې دا ځل په دغه خبرو کې یو ډول پرمختګ راغلی، ځکه دا ځل له امریکایانو سره د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم ګډون کړی.

داسې امکان شته چې دا ځل به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ مذاکراتو پر پیلولو هم هوکړه وشي. دا ځکه مهمه ده تر هغو چې افغان حکومت مذاکراتو کې مخامخ دخیل نشي، نو مذاکرات به موثره پایله ونه لري او نه به هم بریا ته ورسېږي.

لکه څرنګه چی معلومه ده د امریکا او طالبانو تر منځ د ناستی غټه موضوع په افغانستان کی تلپاتې سوله راوستل دي، خو کله چی دوه مخالف طرفونه سوله کوي نو یو طرف څه له لاسه ورکوي او بل طرف څه لاس ته راوړي ، په همدې موخه دا ځل امریکا او طالبان پر دوه موضوعاتو سره راټول شویدي لمړی موضوع یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یا د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلانول او بله موضوع یې طالبان به افغان خاوره د امریکا او یا کوم متحد پر ضد نه استعمالوي.

په مذاکراتو کې کشمکش په دې روان دی چې امریکایي عسکر دې له افغانستان څخه ووځي، مګر امریکایان بیا وایي تر هغو چې د سولې مذاکرات نتیجې او بریا ته ونه رسېږي، نو موږ له افغانستان څخه نه وځو، ځکه د مذاکراتو موخه د عسکرو وتل نه، بلکې د سولې تامین دی. امریکایان همدارنګه په دې ټینګار لري چې طالبان دې اوربند اعلان کړي او له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته کېني.

دواړه لوري د امریکا او طالبانو دا ځلي مذاکرات مثبت او هیله بښونکي بولي. په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین هم رسنیو ته ویلي موږ به دغه خبری تر هغه وخته نه بندو چې یوې نتیجې ته نه یوو رسېدلي ، له بلی خوا د افغان سولی لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر د روانو خبرو تر دوه ورځینی ځنډ مخکی هیله څرګنده کړې وه چی خبری یی مثبتی خوا ته روانې دي.

بل لورته حکومت په نږدې راتلونکي کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړوي چې په هغه کې به د هیواد دبېلابېلو اقشارو او ولایتونو استازي د سولې په اړه هر اړخیز بحث وکړي او د دغه بحث په پایله کې به حکومت او وسله والو طالبانو ته لازمې سلا مشورې ورکړي. مقصد سوله راتلونکې ده، خو سولې ته د عجلې پرځای تدبیر په کار دی. د دې ترڅنګ د افغانانو او سیاسي ډلو وحدت او همغږي مهمه ده، ځکه څومره چې وحدت او همغږي زیاته وي، نو همغومره حکومت په قوي موقف مذاکراتو ته داخلېدلی شي او د دغه وړ دریځ د مذاکراتو ګټه په لویه کې هیواد او ولس ته رسېږي.