د امنیتي او دفاعي ارګانونو همکاري

 
 
جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غنی په تېرو پنځو کالو کې د وسله وال پوځ د تمویل او تجهیز په برخه کې د شته پرمختګونو او اصلاحاتو ترڅنګ د ملي امنیت عمومي ریاست، ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د مسوولینو او منسوبینو ترمنځ همکاري او همغږي رامنځته کړه، دا کار تصادفي نه، بلکې د منظم پلان او برنامې په اساس شوی دی او له امله یې د نظامي عملیاتو موثریت هم زیات شوی.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو همکاري او همغږي د دښمن د ځپلو او د تروریستي بریدونو د مخنیوي ترڅنګ په ښاري نظم او د قوانینو تطبیق کې هم خپل اغېز او موثریت لرلی دی، ځکه په تېرو کلونو کې به کله چې په افغانستان کې د شهید اوونۍ لمانځل کېدله نو د هیواد ډېر وګړي خصوصا د کابل اوسېدونکي ډېر په عذاب وو. دوی به له خپلو کورونو څخه نشو راوتلی، ځکه پدغه ورځ به په ښار کې لوچک خلک له وسلو سره راوتل او په ښار کې به یې هوایې ډزې کولې خو دا ځل درې واړه (ملی امنیت ، دفاع او کورنیو چارو وزارت) استازو په ګډه او همغږۍ یو طرزالعمل جوړ کړ چې له مخې یې د رسنیو له لارې هیوادوالو ته سپارښتنه وکړه چې د شهید اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې باید له وسلو او بېځایه ډزو څخه سرغړونه وشي. د ښاري نظم او د خلکو خوندیتوب ته پام وشي. که پدغه ورځ له چا سره غیر قانوني وسله لاسته راغله نو قانونی چلند به ورسره وشي چې د دوی د همغږۍ له امله په هیواد کې د شهید اوونۍ د تېرو کلونو په پرتله په امن فضاء کې ترسره شوه .
یو شمېر کسانو چې له ځانونو سره وسلې لرلې، هوایي ډزې یې کولې او په واټونو کې یې خلک ځورول، هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ونیول شول. دا مهال امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي شوي او د قانون د تطبیق په برخه کې د هیچا پروا هم نه لري، ځکه همدا څه موده وړاندې یې په کابل کې د وکیلانو موټر ودرول، د هغوی د تورو ښیښو موترو او وسلو جوازونه یې ورڅخه وغوښتل چې پخوا دا کار نه د پولیس د وس خبره وه او نه یې هم دېته زړه ښه کاوه. د قانون د تطبیق، د زورواکانو د مخنیوي او د ښاري نظم او ډيسپلین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو همغږي او همکاري حتمي ده.