
له یوی خوا د سیمې او نړیوالو هیوادونو طالبان دیته مجبور کړل چې د خبرو میز ته اماده شی او له بلی خوا طالبانو د جنګ په میدان کې له پرله پسی ماتی سره دیته مجبور شول چې له افغان حکومت سره سوله وکړی .
هر کله چې امریکا او طالبان په قطر کې د سولې نوی پړاو پیلوی دواړه لوری ډیر خوشبین وی او هیله ښیي چې دا ځل به موږ دواړه لوری یوی موافقی ته ورسیږو خو بیا هم کامیاب نه شی علت یې دا ده چې ځینی مسایل دومره پیچیده وي چې باید ډېر بحث پرې وشي هغه مسایل چې دواړه لوری پرې بحث کوي هغه دا دی ، ۱ د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلانول ، ۲ له امریکایي ځواکونو وروسته نورو هیوادونو ته له افغانستانه ګواښ نه پیښېدل ، ۳ اوربند اعلانول ، ۴ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابرول .
خو دا ځل د افغانستان د سولې خبرې نوي او حساس پړاو ته داخل شوي، ځکه کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرې پای ته ورسېدې زلمي خلیلزاد ولسمشر ته د خبرو ټول جزیات ورکړل او بیرته یې د امریکا ولسمشر او لوړپوړو اشخاصو ته د رسنیو نه پټ معلومات ورکړل .
په افغانستان کې ځینی شنونکې او سیاسیون پر دی نظر دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبری حساس پړاو ته رسیدلی خو دغه شکونه هغه وخت په ریښتیا بدل شول کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅافی سفر افغانستان ته راغی او ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکې پړاو کې به موږ له طالبانو سره په بین الافغانی ډیالوګ او په افغانستان کې له راتلونکو انتخاباتو وړاندی پر سوله خبری وکړو امکان شته چې له انتخاباتو مخکې سوله وشی .
طالبان او په افغانستان کې ځینی کړۍ پدی باور دی چې افغان حکومت د سولې لپاره قوی اراده نه لری په همدی هدف افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځ ته کړ چې مشری یې عبدالسلام رحیمی چې پخوا د سولې په چارو کې د مرکچی پلاوی مشری کوله .
لکه څنګه چې د دغې ناستې پیل کیدو څخه ډیر افغانان هیله لری همداسی یې له پایلو هم ډیر افغانان هیله لری او پدی هیله دی چې دا ځل به پدغه خبرو کې د بین الافغانی خبرو زمینه برابره شی تر څو په هیواد کې جګړه د تل لپاره ختمه شی .
د یادونی وړ ده چې دا ځل پدغو بین لافغانی ډیالوګ کې هغه سیاسیون ګډون نه کوی چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځانونه نوماند کړی ، په همدی هدف افغانان دغه ډیالوګ ته خوښ بریښی ځکه په دغه ډیالوګ کې ټول هغه افغانان ګډون کوی چې د واقعی سولې غوښتونکې دی .
دا چې دغه بین لافغانی ډیالوګ به څومره ګټور تمام شی راتلونکې وخت او د طالبانو برداشت به یې روښانه کړی مګر باور دی چې د قطر بین الافغانی ډیالوګ به طالبان او افغان حکومت د سولې مستقیمو خبرو پیلیدو ته زمینه برابره کړي .