
له طالبانو سره له لس میاشتنیو ناکامو مذاکراتو وروسته خلیلزاد یو ځل بیا ځینو هیوادونو ته په سفرونو سره د سولې مذاکرات پیل کړي دي، مګر که ښاغلی خلیلزاد افغان دولت سره په همغږۍ مذاکراتو بهیر پیل نه کړي، نو باور دی چې دا ځل به هم د تېر هغه په څېر ناکام وي.
کله چې د ځینو رسنیو له لوری د امریکا او طالبانو تر منځ په پاکستان کې د افغان سولې په رابطه د بیا شروع کیدو هلي ځلي د افغان حکومت د مداخلې پرته پیل شوې افغان حکومت یې په وړاندې غبرګون وښوده او وې ویل ، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د افغان حکومت د مالکیت او مشرۍ پرته د سولې په اړه هڅې نتیجه نه ورکوي، بلکې دغه بهیر لا پېچلی او ناکاموي .
د امریکا او طالبانو تر منځ اوسنۍ خبرې ځکه نتیجه نه ورکوي چې امریکا په افغانستان کې داسی سوله غواړی چې تنها د امریکا ګټې پکې خوندي وي او یا حداقل له افغانستان څخه خپلو وتلو ته داسې یوه لاره ولټوي چې د اوړو او خټو د پوزې حیثیت ورته ولري.
تر ټولو مهمه خبر دا چې باید خلیلزاد له پاکستان څخه نه بلکې له افغانستان نه د کابل له حکومت څخه د سولې خبري پیل کړې وای، ځکه همدا افغان حکومت ده چې هره ورځ قرباني ورکوي او هره ورځ په جګړه کې لسګونه افغانان په یو او بل نوم وژل کېږي .
دوهم په پاکستان کې د افغان سولې په نوم مذاکرات ځکه نتیجه نه ورکوي چې دغه خبرې د پاکستان د حکومت په مشرۍ یا استازیتوب جوړېږي، ټولو ته معلومه ده چې پاکستان په افغانستان کې داسې سوله نه غواړی چې افغانان دې پکې خپله خوښي او ښه راتلونکی وویني، بلکې پاکستان په افغانستان کې داسې سوله راوستل غواړی چې افغان حکومت ته بهرنی پالیسي پاکستان جوړه کړي او ورته ووایي چې چا سره اړیکه ساته او د چا سره یې مه ساته ، مګر پاکستان به تر پایه دې ارمان ته ځکه ونه رسېږي، چې ولسمشر غني هر څه په دقت څاري اوپه تدبیر یې مدیریت کوي.
امریکا ته پکار دي چې دوه کاره وکړي، یا دې د وسله والو طالبانو او تروریستي ګروپونو او ددوی د ملاتړو پر ضد جګړه تېزه کړي او هغوی دې په جګړه کې مات کړي او که یې زور نه رسېږي او یا نه غواړي چې د جګړې له لارې یې مات کړي، نو بیا دې خپلې غوټې وتړي او په پرده کې دې ووځي، په هغو او دغو مذاکراتو دې افغانان نه غولوي. نه هم افغانان په دې غولېږي.