سولې وړۍ به شړۍ شي او که نه؟

تر اوسه خو د طالبانو ښکاره دریځ دا دی چې له ملي وحدت حکومت سره خبرې نه کوي او له سیاسي ډلو او نورو قشرونو سره به خبرې کوی.

حکومت وایي چې سیاسي ډلې او نور که له طالبانو سره بحثونه کوي، دوی اجرایي واک نه لري او ټینګار کوي چې طالبان باید له حکومت سره مذاکرات وکړي.

نو که د حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات و نه شي او د سیاسي ډلو او د افغانانو له بیلابیلو کته ګوریو سره طالبان د مذاکرو په صورت کې پر مسایلو پداسې حال کې جوړ جاړی کیږي چې موجوده حکومت به هم له خپلو ټولو نهادونو سره په واک کې وي، پایله به یې څه وي؟

د طالبانو په دریځ کې به نرمښت راشي؟
حکومت به انعطاف وښیي؟
سیاسي ډلې او د ټولنې نور هغه قشرونه چې له طالبانو سره یې د خبرو اترو په ترځ کې تفاهم کړی وي، د حکومت او طالبانو تر منځ به منځګړیتوب وکړي او د دواړه غاړو تر منځ به مذاکراتو ته بستر جوړ کړي؟
او که د جګړې اور به په غرغنډو شي؟

نو دا ډول يوه حالت او روان سیاسي او ټولنیز وضعیت ته په کتو به د افغان سولې وړۍ شړۍ شي او کنه؟