د دولتي ادارو ځینې اجراات د قانون خلاف دي

زموږ د ټولنې ډیر وګړي لا هم داسې ذهنیت لري، چې که دولتي ادارې د قانون خلاف هم کومه پریکړه وکړي، کوم حکم امضا کړي او یا کوم مکتوب صادر کړي، دوی فکر کوي هغه د پخوانیو دولتي مامورینو په اصطلاح چې "عمل انجام شده" دی.  حال داچې د دولتي ادارو ځینې اجراات به مطلقاً د قانون خلاف وي.

زه به د بیلګې په توګه د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ځینې اجراات تاسو ته وړاندې کړم.

((د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي ته په پوره درناوي، ځکه چې هغه نوی دغه وزارت ته راغلی کیدی شي د ده د وزارت په موده کې تر دې مهاله کومه پروژه نه وي ډیزاین شوې او تطبیق شوې)).

یاد وزارت چې په افغانستان کې د ښاري پراختیا په نوم کومې د ښارګوټو او نورو پراختیاو په نوم نقشې او پلانونه تطبیقوي، متاسفانه چې په زیاترو کې یې د افغانستان موضوعه قوانینو ته توجه نه ده  شوې بلکې قانون یې تر پښو لاندې کړی.

ځکه چې د هرې پراختیایي پروژې لپاره تر هر څه وړاندې د ځمکې د ملکیت ډول (دولتي، شخصي، مالچر، مرعی، بکر و بایر او ....) معلومول په کار دي، د ځمکې تصفیه باید وشي، د هر قوم، کلي او چم ګاونډ اوسیدونکو په مالچرونو او مرعی ځمکو کې چې کوم پراختیایي پلانونه تطبیقیږي، د ځمکولۍ قانون، چاپیریال ساتنې قانون او نورو اړونده قوانینو پر اساس، باید د مالچر سره نږدې پرتو کلیو اوسیدونکو او اهالي سره دوامدارې مشورې وشي او په په ټولو هغو انکشافي پلانونو کې دوی په پام کې ونیول شي او نظر یې واخیستل شي چې د دوی په مالچرونو او مرعی ځمکو کې تطبیقیږي.

که د ښار جوړولو وزارت دا خبره نه مني زه په رسنیو کې بحثونو او مناظرې ته ورته حاضر یم.