د خوست ولسونو  د یو غږ او یو  چتر لاندې د  راټولولو اړتیا

له نن نه څه ناڅه ۱۳ کاله مخکې د خوست مدني بنسټونو، شوراګانو، ادبي فرهنګي ټولنو، رسنیزو نهادونو، انجمنونو، خوځښتونو او مستقلو، مدني فعالانو، فرهنګیانو او شخصیتونو هڅې پیل کړې چې خوست کې د خوست ګټو ساتونکی یو داسې انسجام رامنځ ته کړي چې د یو چتر لاندې په ولایتي او ملي کچه یو واحد غږ او واحد سیاسي او ملي دریځ ولري او د خوست د انکشاف لپاره د خپل حق او غوښتنو لپاره د قانون په چوکات کې پر ولایتي او مرکزي اداره د مدني فشار واردولو جوګه شي.

د داسې یو واحد چتر لاندې د انسجام رامنځ کولو لپاره لږ تر لږه د د دوو میاشتو پرله پسې بحثونو په یایله کې د چتر لپاره لومړیتوبونه، اهداف او اساسنامه اماده شول خو بالاخره د خوست ګټو لپاره انسجام د ځینو ستونزو له امله رامنځ ته نه شو. "دا چې ستونزې او لاملونه څه وو دا اوږد بحث دی".

تر هغې وروسته بیا هم په ځلونو د یوه خوست شموله حرکت او انسجام لپاره په بیلابیلو وختونو  کې د بیلابیلو با احساسه فعالانو له خوا هڅې او منډې ترړې، لیدنې کتنې او ناستې پاستې تر سره شوې خو لا تر اوسه هم دغو تلاشونو او مبارزو رنګ نه دی راوړی او مطلوبه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د خوستیانو دغه تشتت، د انسجام او یوه واحد غږ او واحدې لارې او د ضرورتونو پر بنیاد د معینو اهدافو او خطوطو نه لرل د دې باعث شوي چې له خوستوالو څخه یوازې په انتخاباتي پروسو کې د وسیلې په توګه ګټه پورته شي.

په هر ځل ریاستي ټاکنو کې خوستوالو د مشخصو کاندیدانو په ګټه تر ۹۵ سلنه پورته رایې کارولې خو تر ټاکنو وروسته هر ځل خوست او خوستیان نه یوازې له پامه غورځیدلي بلکې مهار یې خود اګاه او ناخود اګاه توګه په داسې چا پورې تړل شوی چې هغوی اصلآ د خوست د انکشاف او خوستیانو د پرمخنګ سره قطعآ علاقه نه لري.

متاسفانه د نوي نظام د راتګ په ټوله څه نا څه ۱۹ کلنه دوره کې خوستیان په دولتي او حکومتي کچه د هیواد لپاره په ملي او سیاسي تصمیم نیونو کې شامل نه دي او همیشه په حاشیه کې ساتل شوي دي.

په دا دومره موده کې د ګوتو په شمیر خوستیان د حکومت د خپل لزوم دید پر اساس پر ځینو لوړو او منځنیو دندو ګومارل شوي خو دوی هیڅکله هم د حکومت په پریګړو کې شامل نه وو/دي.

په تیرو څه باندې ۱۹ کلونو کې د خوست لپاره هیڅ یو داسې اساسي او زیربنایي کار نه دی تر سره شوی چې د خوستوالو په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند  او معیشت کې دې یې د مشاهدې وړ، محسوس او ملموس تغیر راوستی وي.

ټولې هغه اساسي ژمنې چې په دا ۱۹ کلنه دوره کې له پیله تر دې دمه له خوستیانو سره شوې، یوې ژمنې یې هم د عمل جامه نه ده اغوستې "بیلګې یې ډیرې دي".

اوس چې هره شیبه د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون امکان نه شو ردولی نو موږ ټولو ( مدني فعالانو، فرهنګیانو، په ملي شورا کې د خوست استازو، د ولایتي شورا وکیلانو، متنفذو قومي مشرانو، جیدو دیني عالمانو، استادانو، ښوونکو، سیاسیونو، فعالو ځوانانو د ټولو مدني، رسنیزو،  سیاسي، صنفي، قومي او ... نهادونو مشرانو او غړو) ته په کار ده چې له کونجونو، پسپسیو، یو پر بل د ځان لوړ ښودلو، خودخواهیو، خودنماییو، قومي، سیاسي، ګروهي، او نورو منفي تمایلاتو، علایقو، سلیقو، خود غرضیو، شخصي ګټو، برترۍ غوښتلو او بې باورۍ خورولو څخه تیر شي او د یوه رښتیني خوست شموله چتر او انسجام لپاره سر له اوسه لاس په کار شي.

ټول خواره واره خوځښتونه او د خوست انسجام لپاره ټولې ډلې او ټولې کړۍ دې په همږي ډول دې ستر او اهم کار ته ملا وتړي او هر مستقل شخص، افراد، پاس ذکر شوي نهادونه او موثر شخصیتونه دې هر یو پر خپل ځای په دغو هڅو کې ځانونه شریک کړي او هر څوک دې پر خپل ځان د اتکا او پر نورو د باور په روحیه کار پیل کړي.

رامنځ ته کیدونکی چتر به یو مشر و نه لري بلکې رهبري به یې دستجمعي وي.
د ټولنې نبض ته کتو د یوه خوست شموله حرکت، چتر او انسجام لپاره تر بل هر وخت ډیره اړتیا محسوسه ده او د دغه انسجام  لپاره په مکمله توګه ټولنیز شعور، عیني او ذهني شرایط اماده دي.

که خدای مه کړه د هیواد په دې حساسو شرایطو او هره شیبه بدلیدونکي سیاسي وضعیت کې بیا هم د تېر په څېر په وړو وړو زړه بدګیو، د بې باوریو په پلمو، په ناچیزو سلیقوي او شخصي تمایلاتو او ځان غوښتنې موږ و نه توانیږو د خوست یو واحد غږ او واحد چتر رامنځ ته کړو، لیرې نه ده چې متن خو لا څه چې له حاشیې به هم پسې وغورځول شو.ل
موږ د اوس لپاره د خپلو هڅو او مبارزې د پیلیدا، پلي کیدا او یو ځای کیدا لپاره دغه لاندې درې لوی هدفونه وړاندیز کوو:
۱- د هیواد په کچه په لوړو ملي او سیاسي پریکړو  کې فعال حضور؛
۲- د خوست بنسټیز انکشاف؛
۳- د سولې او مصالحې په پروسه کې د پام وړ ګډون.
د خوست شموله انسجام لپاره "د خوست ولسونو عالي شورا" نوم پیشنهاد دی.