د ننګرهار والي پر یوه فسبوکي پوست تبصره

د ننګرهار والي میاخیل صیب د سولې پیغام راډیو د پیج پر یوه پوسټ، پر خپل وال تبصره کړې ده. غواړو پر پوسټ یې وړه شانتې تبصره هم وکړو.

د میاخیل صیب د پوسټ اصلي خبرې داسې دي:
"خفه کیږو به نه. زه د دې سرویو په هدف پوه نشوم چې دا ځینې اشخاص او ادارې څه غواړي، او زمونږ مقایسه کول په څه منظور دي؟ ولې مونږ سره مقایسه کیږو، ولې نور سره نه مقایسه کیږي؟ فکر کوم یو څه شخیصت وژنې راز یې هم تر شا دی، چې ځینې مونږ توهین کړي"

شخص خو زه یم او اداره مو هم سولې پیغام راډیو ده.
موږ تاسو (څلور والیان) د سیاسي طرز تفکر، قیافې، سلیقو، علایقو او شخصي لوړ او ځوړ  تر مخې نه سره مقایسه کوو بلکې په دې سره غواړو د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق څرنګوالی او د پر مختګ، توسعې او خدماتو د عرضې کچه و ارزوو.

تاسو ځکه یادوو چې په ولایتونو کې د دې چارې لمړۍ درجه مسسولین یئ. 
له دې کاره زموږ بل هدف دا هم دی، هر هغه چا چې  د ښې حکومتولۍ لپاره غوره کار کړی وي او په پرمختګ، توسعې او نورو برخو کې نسبتآ بریالي وي، چې لا وهڅیږي او نورو مسوولو چارواکو ته هم دا اشاره و رسیږي چې د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق په کار کې لا نورو هڅو او فعالتونو ته اړتیا شته.

د ښې حکومتولۍ یو اصل دا دی، هغه څه چې د ولس لپاره تر سره کیږي او یا د ولس د اړتیاو او غوښتنو پر اساس تر سره کیږي، ولس حق لري چې په اړه یې نظر ورکړي او د حکومت پر کړنو د نظارت حق هم لري.

له سروې څخه زموږ هدف همدا دی، نو ځکه دلته ګویا د شخصیت وژنې او توهین پوښتنې ته ځای نه پیدا کیږي.

موږ د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق په کار کې یوازې د میاخیل صیب او دریو نورو والیانو د کړنو ارزونه نه کوو بلکې موږ د مسوولو چارواکو د هاند و هڅو خبره کړې او واضح کړې مو ده چې دا یوه لړۍ ده او له ښه نیته مو دا لړۍ له تاسو څلورو والي صیبانو را پیل کړې ده.

موږ د میاخیل صیب په وینا د  "فلانی ښه دی، فلانی بد دی" خبره نه کوو، بیاځلې واضح کوو چې د ښې حکومتولۍ په تطبیق او تحقق کې د مسوولو چارواکو په حیث ستاسو (والي صیبانو) پر ونډې او د کړنو پر موثریت د عامو نظریاتو اظهار ته زمینه برابروو. دا کار یوازې ستاسو نه، بلکې د نورو مسوولو چارواکو په خیر هم دی او د رسنیو یو مهم رسالت او مسوولیت هم  همدا دی چې د ښې حکومتولۍ د تطبیق، تحقق، تعمیم او ترویج لپاره عامه ذهنیت ته استقامت ورکړي.

په پای کې د ننګرهار والي میاخیل صیب څخه تمه لرو چې زموږ له پوسټ به سؤتعبیر نه کوي.