
د افغانستان خلکو سره دا پوښتنه موجوده ده ، چې ایا دا امکان شته چې دوی به د هغو خونړو لېوانو څخه وژغورل شي چې د دوی په مریو یې منګولې خښې کړي دي؟
هره شیبه د کابل او لویو ښارونو په واټونو کې د زورواکانو د باډي ګارډانو د موټرونو څخه د هارونونو کڼونکي رمباړې پورته کیږي په داسې حال کې چې په لسګونو مخپټي ساتونکي ورسره په بدرګه چې په رینجرو باندې زیړه کۍ ( درندې ماشینګڼې) نصب کړي وي دوی تیریږي او راتیریږي.
دوی به په ځانونو پسې څو زغره وال موټرونه او رینجرې روانې کړي وي او په دې ډول به د خلکو په زړونو کې ویرې رامنځته کړي او بلې خوا ته به خپله دروغجنه دبدبه د خلکو په وړاندې ښکاره کوي. دا ډول کسان زیاتره په زورواکو او فاسد کړیو پورې تړلي وي.
په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې دا حالت ډیر ځورونکي او د افغانستان د خلکو په نزد ډیر د کرکې وړ دی.
د کابل د لیوانو څخه موخه دلته د کابل ( افغانستان ) وزیران او دولتي چارواکي نه دي . بلکې هغه واکمنې کړۍ دي چې د کابل په اداره باندې د نفوذ او واک څښتنان دي . دې کړیو په افغانستان کې اقتصادي او پرمختیایي بهیر په بشپړه توګه فلج کړی دی او د هیواد زیاتره عواید او شتمنی د خپلو ستونو تیروي.
نږدې اتلس کاله کیږي چې په افغانستان کې ظاهرا دموکراتیک ، مګر په ماهیت کې فاسد ، پاشیستی او دیکتاتوري نظام واکمن دی. دې نظام ته د لویدیز هیوادونه او د هغو له جملې څخه په دموکراسۍ ولاړ نظام نوم ورکوي او هم د هیواد داخلي واکمنی فاسدې کړۍ هم د دموکراسۍ اکټونه کوي.
په تیره موده کې د افغانستان خلکو په ډیره زړورتیا سره هڅه وکړه چې ددې لېوانو د پنجو څخه ځانونه وژغوري مګر دوی په دې بریالي نه شول دا ځکه چې:
خو د افغانستان خلکو د دوی کرغیړنې څېرې پیژندلي دي او هڅه کوي چې د دې لیوانو د پنجو څخه افغانستان وژغوري.
ددې کړیو هر غړي په میلیونو ډالر د غیر قانوني لارو څخه تر لاسه کړي او دا زبیښاک په ډیره چټکتیا سره روان دی. د دې کړیو په میلیاردونو ډالرو پورې شتمۍ تښتولي او غصب کړي دي.
دا په ډالرو میلیاردر لیوان نه مړیږي او هره ورځ دوی هڅه کوي چې د خلکو د لاسه ډوډۍ وتښتوي. د وږي میلیاردر او میلیونر لیوان د خلکو څخه پټ ندي د دوی کرغیړنې څیرې ټولو خلکو ته بربنډې دي او د دوی جنایتونه او خیانتونه ټولو ته ښکاره دي. او خلک د دوی څخه ژوره کرکه لري. خو په افغانستان کې څوک داسې توان په ځان کې نه ویني چې د دوی په ضد په ښکاره مبارزه پیل کړي دا ځکه چې دا وږي لېوان ځانونه ددې حقدار بولي چې په دې هیواد واک وچلوي ټولې څوکۍ په خپله اشغال او یا خپل مزدوران هلته وګوماري.
د کابل اداره یوه بیکاره او فاسده اداره ده. دا اداره باید ړنګه او په ځای یې یوه وړ اداره رامنځته شي.
راځئ وګورو چې د افغانستان په وزارتونو او ادارو کې څه تیریږي. که چیرې د افغانستان کابینې بشپړ اکثریت وزیرانو ، معینانو او رییسانو ته وکتل شي دوی د فاسدو کړیو غړي او یا پلویان دي چې دا هیواد یې د افغانستان د خلکو د پاره په دوزخ بدل کړی دی.
دا بی کفایته وزیرانو څخه یو هم نه دی توانیدلی چې خپلې انکشافي بودجې په ځای او بشپړه توګه ولګوي دوی که بودجې لګوي هغه کې هم اکثریت روپۍ خپلو جیبونو ته اچوي او په دې ډول د هیواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
راځئ وګورو په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانستان د کرنې وزارت د هیواد کرنې سکتور ته څومره وده ورکړي ده ؟
کله چې افغانستان ته ټېپر د چین ، شړومبۍ او چکه د تاجکستان او ایران څخه راځي ، اوړه خو د پاکستان او قزاقستان څخه راځي په داسې حال کې چی افغانستان ته کرنیز هیواد ویل کیږي نو ایا اړینه نه ده چې په دې هکله په تیرو اتلسو کلونو کې ددې وزارت لوړ پوړو چارواکو څخه په محکمه کې پوښتنه وشي چې تاسې په دې تیرو اتلسو کلونو کې په دې نړیوالو مرستو سره سره دې د دې کرنیز سکتور ته څه کړي دي؟
په افغانستان کې د نشه یی توکو ستونزه تر ټولو زیاته ده اوس که چیرې دقیقه سر شمیرنه وشي ښایي په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیره د څلورو میلیونو څخه زیاته وي. په افغانستان کې نشه یی توکو تولید لوړې کچې ته رسیدلی دی نږدې ۹۰۰۰ ټنه اپین دلته تولید کیږي چې د حامد کرزي د ادارې څخه مخکې دا اندازه د لسګونو ټنو څخه زیاته نه وه.
ددې زیاتوالی او په ټولنه کې د سترې غمیزې رامنځته کیدلو په هکله دا مهمه نده چې نشه یی توکو پرضد د مبارزې وزارت ، کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو د چارواکو څخه په دې هکله پوښتنه وشي او که ګرم وګڼل شي جزا ورته ورکړل شي؟
د کابل ښار او د هیواد د نورو ښارونو نږدې اویا سلنه خلک په کرایي کورنو کې اوسیږي دوی د بې کورۍ د کړاوه ډک ژوند تیروي . همدارنګه نوموړو کورنیو ته ډیره ستونزمنه ده چې دوی د یوه کور څښتنان شي. ایا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلې شي چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې د بې کورۍ ستونزه څو سلنه اواره کړیده ؟ او که دا ستونزه د دې په ځای چې د نوموړی وزارت د اقداماتو له امله شي ورځ په ورځ زیاتیږي؟
همدارنګه د ښاري انکشاف مسیر د هیواد په ټولو ښارونو کې په سمه خوا روان نه دی په ښارونو کې بی کیفیته لوړ پوړي ودانۍ ( د فاسدو کړیو له خوا ) زیاتیږي چې د هیواد د زرګونو خلکو ژوند یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی .د مثال په توګه په ښارونو کې ټولې ځمکې حتی تفریحی پارکونه غصب او کانالیزاسیون هیڅ وجود نلري.
ایا د ښار جوړولو د وزارت او د ښاروالیو چارواکي د هیواد او خلکو په وړاندې د ځانه د کوم مسوولیت احساس کوي ؟ او که یوازې خپلې لاسته راوړنې په بې ګټو غونډو او په ټولنیزو رسنیو کې په بې محتوای ګزارشونو باندې خلاصه کړي؟ ایا د افغان اولسمشر محمد اشرف غني د دې وزارت او ښاروالیو د کار او فعالیتونو څخه کوم وار بر رسي کړیده ؟
ایا نوموړو چارواکو او اړوندو ادارو د افغان اولسمشر محمد اشرف غنی هغه ژمنې چې په افغانستان کې د بې کورۍ د ستونزې د اوارولو د پاره د افغانستان خلکو ته ورکړي وې کوم اقدامات کړي دي ؟ ایا په افغانستان کې د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د کور جوړولو ملي مستقله اداره یا پروګرام وجود لري او که نه؟ ا و که وجود لري، لاسته راوړنې یې کومې دي او که لاسته راوړنې نه لري نو ولې فلج ده ؟
همدارنګه د دولت نور وزارتونه هم د فعالیت څخه لویدلي دي د کانونو او صنایعو وزارت د لاسته راوړنو په هکله څوک معلومات لري ؟ د افغانستان د کانونو څخه تر لاسه شوي عاید د افغانستان دملي عوایدو څو سلنه جوړوي؟ ایا د افغانستان کانونه په شفاف توګه ایستل کیږي او لوټمارو کړیو ورباندې خیټې اچولي دي؟
په افغانستان کې تر اوسه دولتي ادارې میراثي او تنظیمي دي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په دې تورنیږي چې د کانکور د ازموینې اپلیکیشن د ایرانیانو له خوا ترتیب شوی او دا اپلیکیشن د ځینو سیمو د زده کونکو نمرې زیاتوي او د اکثریت سیمو زده کونکو نمرې کموي په دې هکله خلک شکایتونه کوي خو په دې هیچا سر ونه ګراوه. خصوصی تعلیمی موسسو څخه سوداګریز مرکزونه جوړ شوي دي چی د ښوونې او روزنې کیفیت یې خراب ګڼل کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خو د خلکو په نزد یو تنظیمي میراثی وزارت دی چې د دوی زیاترو کړنو کې د خلکو د اړونده تنظیم ګټې خوندي ساتل کیږي. دلته د قومي تعصبونو شکایتونه پورته کیږي او په بهر کې ددې وزارت نمایندګۍ د فساد او تعصب ځالې ګڼل کیږي.
خو باید ووایم چې د افغانستان ملی امنیتي ځواکونه اتلان دي اود ملي روحیې په درلودلو سره د خپل هیواد څخه په میړانه ساتنه کوي اړینه ده چې د دې اتلو عسکرو معاشونه او امتیازات دوه وارې زیات کړل شي.
باید ووایو چې نوموړي فاسدې کړۍ د پخوا څخه واکمنې پاتې شوي دي او د دوی لیرې کول د اولسمشر له ځواک څخه لیرې دي تر ډیره بریده پورې اولسمشر اړ دی چې د دې کړیو د غوښتنو سره سم حرکت وکړي.
خو خلک بدلون غواړی داسې بدلون چې اوسنې فاسد نظام له منځه ولاړ شي او په ځای یې یو عادلانه نظام رامنځته شي همدا خبره وه چې :
په سیاسي ډګر کې زورواکي فاسدې کړۍ هم ډیرې فعالې او نه پریږدي چې د هیواد په سیاسي ډګر کې ریښتیني ملي ، انقلابي او دموکراتیک ګوندونه را منځته شي. دا کړۍ ملي او انقلابي شخصیتونه او ډلې په راز راز تورونو بدناموي او نه پریږډی چې په هیواد کې یو ملي ډموکراټیک غورځنګ را پیدا شي تر څو هیواد ددې ناخوالو څخه وژغوري.
د کابل لیوانو ( زورواکو او فاسدو کړیو ) په ضد مبارزه د یوه وګړي د لاسه نده پوره . بلکي پراخ ملي ملاتړ غواړي او دا ملاتړ د حامد کرزي سره هم موجود وي او د اوسنی اولسمشر سره هم موجود و، مګر دوی ونه غوښتل او یا یې ونه شول کولی چې ددې ملاتړ څخه د اولس او وطن په ګټه پورته کړي.
محمد اشرف غني یو ځل بیا دا چانس لري چی ددې فاسدو کړیو په وړاندې په مبارزه کې اولسی ملاتړ تر لاسه کړي خو په دې شرط چې نوموړی هم د فساد او د زورواکۍ په وړاندې خپل دریز کلک کړي.
په افغانستان کې د اولسمشری ټولټاکنو د پاره تیاری نیول کیږي او خلک هم د ځانه پوښتنه کوي چا ته رایه ورکړي ؟ کوم وړ کاندید دی ؟ او کوم کاندید ددې فاسدو کړیو د ګټو ساتونکی دی؟
د حالاتو داسې ښکاري چې نوموړي فاسدې او لوټماره کړۍ د اشرف غني په وړاندې یو ګډ دریز را منځته کړی او هم هڅه کوي چې اشرف غني د پخوا په شان په خپله محاصره کې وساتي تر څو د هغه اړیکي د خلکو سره وشلوي. او په دې ډول خپلو لوټماریو ته دوام ورکړي.
که چیرې اشرف غني غواړي په راتلونکو ټولټاکنو کې بریالی واوسي باید خپله شاوخوا د فاسدو کسانو له خوا را منځته شوي محاصره ماته کړي او وطندوستو قوتونو او خلکو سره اړیکي ټینګي کړي او همدارنګه ټول بیکاره وزیران او چارواکي له دندو وشړي او په ځای یی وړ کسان وګوماري.
د کابل لیوان ( فاسدې او لوټمارې کړۍ ) د هیواد او خلکو د :پاره ډیرې خطرناکې دي دوی هیواد د تباهۍ د کندې په ژۍ ودرولی دی.
که چیرې اوسنی اولسمشر د خلکو سره ګډ دریز خپل نه کړي په هغه صورت کې کیدای شي چې په افغانستان کې نه جبران کیدونکي غمیزه رامنځته شي.
د بلې خوا دا اړینه ده چې وطندوست قوتونه یو له بله لاسونه سره ورکړي او دوی د حالاتو څخه په دقیقه څیړنه سره د هیواد د اولسمشری د پاره راتلونکي ټولټاکنې په یوه ملي دموکراتیک انقلاب باندې بدلې کړي او د کابل لیوانو (فاسدو مزدور کړیو) ته غاښ ماتونکی ګوزار ورکړي.
په افغانستان کې اولسي انقلاب را روان دی خو بڼه به یې د پخوانیو انقلابونو سره چې په نړۍ کې رامنځته شوي دي ، توپیر ولري . دا به سوله ایز انقلاب وي چې د قانوني ګامونو په پورته کولو سره او تدریجی (خو مهمو) بدلونو په رامنځته کولو سره به د کابل لیوان (فاسدې کړۍ) را پرځول کیږي او اولسی حاکمیت به رامنځته کیږي.