
افغانان د تېرو جګړو او له هغې مخکې د اقتصادي کمزورتيا ، د ښوونځيو د نه شتون او د وخت د حکومتونو د بې پروايۍ او نه لاس رسي له امله تر ٩٠ سلنې پورې بې سواده او د نړۍ له پرمختګ او تمدن څخه ناخبره پاتې شوي وو ، په تېره بيا د غويي له کودتا څخه وروسته چې يو څه باسواده موجود وو په ګوندي بيماريو اخته شول ، ځيني يې چپيان او ځيني يې راستيان شول ، چې له ملي او ولسي ګټو ورته ګوندي ارزښتونو ډېر اهميت درلود او د هېواد ښه راتلونکى يې پرته د خپل ګوند له برياليتوب څخه په بل څه کې نه ليده .
ټاکنې چې د ډېموکراسى يو بنسټيز اصل دى ، زموږ د اوسني نسل لپاره چې له لسيزو راپدېخوا يې د دېکتاتورو نظامونو سره پنجې نرمې کړې وې ، يوه حيرانوونکي خبره ښکاره شوه ، دوى هماغه د ګوندي مفکورې په چوکاټ کې چې کرکه ، احساسات ، زور او ټوپکواکي پکې چلېده ، کار واخېست ، د پارلمان د ارزښت او اهميت څخه دوى په مکمل ډول ناخبره وو او يوازې د خپل ګوندي کانديد په ګټه يې ددې په موخه مرګونى کمپاين کاوه چې مقابل لورى څملوي او ځان ورته باتور وښيي ، ملي ګټو او حکومتدارۍ ورته د خلي دومره اهميت هم نه درلود ، ځکه چې ورباندې پوهېدل نه ، که يو څوک د يو عمل په عواقبو پوهېداى نو Ø
�د عمل به د نړۍ پرمخ هېڅ سر نه وو راڅرګند کړى ، نو له همدې امله ده چې د افغانستان عامو او بې سواده خلکو ته د پارلمان د ارزښتونو او ګټو په اړه په هغه ډول عامه پوهونه چې بايد شوي واى ، نه وشوه او يوازې نړېواله ټولنه ددې لپاره چې خپل برېتونه پرې غوړ کړي او دنيا ته وښيي چې په يو داسې ملک کې چې له دريو لسيزو راپدېخوا د جګړو او ورور وژنې ډګر وو داسې ژر يوه باارزښته ډېموکراتيکه پروسه پلې کړه ، چې دا يوازې يوه ډرامتيکه لوبه بللى شو نه کومه ډېموکراتيکه او ولسي پروسه .
په اروپا کې د ډېموکراسۍ په لومړيو پړاوونو کې يو عالم دا نظر ورکړى و چې د ډېموکراسۍ او په ځانګړي ډول د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لومړى د ټولنې باسواده کول په کار دي تر څو د اشخاصو په غوراوي کې د منطق او علميت له لارې فکر وکړي ، نه د احساساتو او مادياتو په بنسټ ، نو له همدې امله ده چې د افغاني ټولنې لومړى باسواده کول په کار دي او وروسته د عامې تامې ډېموکراسۍ پلې کول .
موږ په تېرو څو ځله ټاکنو کې ولېدل چې د ولسمشرى او ولسي جرګې لپاره خلکو يوازې او يوازې د احساساتو ، قومي ، سمتي ، ژبني او مذهبي تعصبونو ، ګوندبازى او ډېر شمېر خلکو د پيسو په بدل کې خپلې رايې وکارولې ، چې دا په خپله د پورتنى خبرې ښه ثبوت دى .
د ټاکنو پروسه په بې تعليمه او بې سواده ټولنه کې هروخت له بدو پايلو سره مخ شوي ده ، د هرې ټولنې د سواد او فکر کچه چې په کومه سطحه وي ، په هماغه کچه خلک د پارلمان او ولسمشرى لپاره غوره کوي ، که يوه ټولنه په مکمل ډول بې سواده او د جګړې او وحشت څخه په بل څه نه پوهيږي ، نو هغه څوک ددوى لپاره مقدم وي چې ددوى په طبعه وي ، يعنې هغه هم جنګ سالار وي ، وحشي خصوصيات ولري او فکري لنډون او منطق يې ددوى په اندازه وي .
په افغاني ټولنه کې که څه هم اوس يو څه د پوهې کچه په لوړېدو ده او د خلکو سياسي بصيرت هم تر يوې کچې لوړ شوى ، خو بيا هم په هاغه اندازه نه دى چې کفايت دې وکړي ، دلته موږ وکتل چې په پارلمان کې تېر ځل د بې سوادو او جنګسالارانو خواري نه وه ، ښه په پرېمانه کچه نااهله کسان پارلمان ته لاړ وو او ډېر اهل ، په کار پوى ، وطندوسته او علمي شخصيتونه چې ځانونه يې کانديد کړي وو د خلکو د ناپوهى او د نه درک له امله پاتې شول او دا ځل هم همداسې وشول چې ډېر شمېر اهل کسان د اقتصاد د کمزورى او د درغليو د نه کړو له وجې پاتې شول او شتمن خلک چې هم يې په پيسو خلک له ځان سره کړل او هم يې
د پيسو له لارې درغلي وکړه د کاميابېدو چانس لري .
د خلکو په واسطه ، په خلکو حکومت کول په سمه توګه ، د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې ، مشکل څه چې ناممکن دي ، له يوې خوا د خلکو نه پوهېدل پر شخصيتونو او د داسې خلکو په انتخابولو چې په ريښتيني ډول ددې وړتيا ولري چې د حکومت واګي په لاس کې واخلي او يا په دولت کې کليدي رول ولري ، له امکانه ليرې خبره ده او له بلې خوا په افغانستان کې د ناامنى ګراف په ډېره لوړه اندازه کې روان دى چې دا هم د ټاکنو پر پروسه نېغ منفي اغېز لري او خلک نه شي کولى چې د مخالف لورې له وجې چې په ډاګه د ټاکنو پروسه غندي او خلک پکې له ګډون څخه منع کوي ، ګډون وکړي .
ډېموکراسي د نړۍ په اوسنيو پرمختلليو هېوادونو کې هم ګام په ګام منلي شوي ده او له خلکو سره د ډېر دقيق برخورد څخه وروسته په مکمله توګه پلې شوي ده ، که د بشر په تاريخ کې لومړني نظامونه يعنې د مور سالارى نظامونو مطالعه کړو نو پوهېږو چې انسانان تغير ته لېواله دي خو له تغير څخه لومړى خپلو منليو دودونه ته ډېره توجه ورکوي او مقدم يې بولي ، د مور سالارى په دوره کې انسانانو په طبيعي ډول د ډېموکراسى دغه ډول په پام کې نېولى وو چې د ښځو حقوق يې ډېر ساتل او درناوى يې ورته درلود ، هلته د ډېموکراسى په نوم چا څه نه پېژندل او نه هم چا ددې لپاره هڅه کړي وه ، خو دا چې په هØ
�ه وخت کې به د چا پلار نه وو مالوم او د هماغه وخت د رواجونو له وجې ودونه نه وو موجود او يوازې مور به مالومه وه نو له همدې امله قوم ، قبيله به د مور په نوم ياديده او مشري به يې هم يوې ښځې کوله نو افغانان دې هم پرېښودل شي چې په طبيعي ډول ډېموکراسۍ ته اماده شي او د وخت په تېرېدو سره ټاکنو او د ولسواکى ټولو پړاوونو ته ځانونه عيار کړي .
په افغانستان کې د ډېموکراسى ډمې په ديارلس سوه څلوېښتمو کلونو کې خپلې څڼې واچولې او د شاهي نظام په اساسي قانون کې ګوندونو ، ملي شورا او سياسي فعاليت ته ځاى ورکړل شو او له هماغه وخت څخه د افغانستان د ويجاړى لپاره نقشې جوړې شوې چې څه د کمونېزم په کالب کې او څه د اخوانېزم ، چې په پايله کې يې درد د هر افغان ستوني ته ورسيد ، که په هماغه وخت کې يو څه وخت صبر شوى واى او د ډېموکراسى پر ځاى يې د افغانانو پوهې او علم ته پاملرنه کړي واى او تر اتيا سلنې پورې خلک له تعليم څخه برخمن شوي واى او له هغې وروسته د ډېموکراسى ډنډوره غږول شوي واى ، نو نه به نن دغه ورانى موجوØ
�ې واى او نه به پروني تاړاکونه .
د ٢٠٠١ زېږديز کال څخه وروسته يو ځل بيا دې نازنينې ډېموکراسى په عصري او مډرن سېنګار زموږ په وره پښې کېښودې او راننوته چې زموږ د لونډانو سترګې ورته څلور شوې او په داسې ناز نخرو او عزت يې راننباسله چې وروسته ورنه تر پوزې راغلل .
ډېموکراسي په هغه اندازه هم سخته او زموږ په ټولنه کې يې د رواجول مشکل نه دي ، خو چې له اول څخه ورته شرايط اماده شي ، په اوسنيو شرايطو کې د ټاکنو کړل له يوې خوا هسې د بودېجې بې ځايه مصرفول ، په هېواد کې هيولا راپورته کول ، د نظامي ځواکونو ستړيا ، د نړېوالې ټولنې سربداله کول ، د خلکو ترمنځ کرکه او بې اتفاقى رامنځ ته کول ، د دنيا او افغانانو غولول او د افغان ولس له ستړيا او په کشمکش کې له اچولو پرته بله هېڅ ګټه او ښېکڼه نه لري .