اروال صیب مرګ حق دی خو ستا خاطرې به مونږ وژړوی؟

له نن نه څو کال وړاندې دولسي جرګې په درالانشا کې له خدای بښلی اروال صیب سره اشنا شوم،کاش کې چې له دې څټو سره سړی له سره اشنا نه شی ځکه چې بیا یی ناڅاپی مرګ سړی ژړوی او پر مرګ یې د سړی خوا بدیږی .
زه هغه مهال د ولسی جرګې د جرایدو او د رسمی جریدې مسول مدیر وم او هره ورځ ما او سلطان احمدزی د ارواښاد اروال صیب سره دری په دری خبرې او کیسی کولې او کله نا کله به مو د غرمی ډوډۍ او مازیکری چای سره یو ځای وو .
اروال صیب د ستر فکر او لوړ اخلاق څښتن و،کله به چې له کومې ستونزې سره مخامخ کیدو خدای بښلی لکه د یو ستر انسان او لوی عالم په توګه مونږ ته مشورې او لکه د یو مشفق پلار په توګه سمه لاره ښودله.
خدای بښلی داسې مزاج درلود چې سړی فکر کاوه دده د عمر ملګری او دده د رازونو ساتونکی دی ، خوش اخلاقه او تل به یې په خوله خندا او مسکا لیدل کیده .
یوه ورځ یی ماته وویل هلکه کله واده کوی؟ که دې څوک خوښ کړې وی نو ماته ووایه چې پلار سره دې خبرې وکړم ؟
زه په خندا شوم ، ما ورته وویل نه نه اروال صیب داسې کومه خبره نشته که مې څوک خوښ کړه زه به یی درته وایم .
بله ورځ چې راغلم خدای بښلی اروال صیب او سلطان احمدزی دواړو خندل او ماته یی وویل هلکه اوس نو ستا واک زمونږ په لاس کې دې او مونږ ستا په اړه پریکړه کړی .
ما ورته وویل نه دا پریکړه نه منم ،اروال صیب زما د سیمې مشر دی خو احمدزیا په تاچندان باور نه لرم هسې نه چې ټوکې نه ټکاله جوړه نه کړی .
اوس نو په سترګو کې می د اوښکو ډنډ جوړ شوی او نور نه غواړم چې وژاړم ، د اروال صیب خوږۍ او ښې خاطرې ډیرې دی ، بس واک د ټول واک دی او مونږ هم ورته په تمه ناست .
په اخر کې خدای بښلی اروال صیب ته د دوعا لاس اوچتوم او له خدایه ورته د جنت الفردوس غوښتنه کوم .