
د روان 2015 میلادی کال د فبروری په ۲۷ مه په سیمه ایز وخت (23:40 GMT+3) د روسیی د جمهور ریس پوتین او موجوده نظام مخالف سیاستوال او د لومړي وزیر پخوانی مرستیال ۵۵ کلن بوریس نیمتڅوف (Бори́с Ефи́мович Немцо́в) کریملین ته په ۲۰۰ متری کې نژدی په ډزو ووژل شو. دهمدې موضوع په اړه زما څو تحلیونه! د قضیی یو اړخ: وروسته له هغې چې بوریس په مسکو کې ووژل شو په امریکا او غربی رسنیو کې د روسیی پرضد مطبوعاتی جګړه شروع کیږی او د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددې پیښې د جدی څیړنې غوښتنه کوی. - په ورستیو کلونو کې د روسیی د ولسمشر ویلادیمیر پوتین دریځ دا په ډاګه کوی چې په روسیه کې د امریکا د پلویانواوغرب پلو روسی سیاستوالو ځای نشته. په همدې اساس څو کاله مخکې د اوکراین ولسمشر چې د امریکا له ملګرو ګڼل کیده د زهرو په وسیله مسموم شو او حکومت یی نسکور شو. په همدې ډول په بریتانیا کې د یو بل روسی پانګوال وژل کیدل چې غوښتل یی د روسیی پر ضد د امریکا ملګرتوب وکړی. - ممکن د بوریس نیمتڅوف وژل کیدل امریکا ته یو خبرداری وی چې په روسیه کې هیچاته د پوتین سره د دښمنۍ او امریکایی سیاست اجازه نشته. بلخوا داسی هم فکر کیږی چې روسی مخالف سیاستوال له هر ډول ویری پرته د کریملین سره نژدی ددې لپاره ووژل شو چې د پوتین نورو سیاسی مخالفینو ته د عبرت یوه ښکاره درس وی. د قضیی بل اړخ: د کریملین ویاند وایی چې دا یو جنایی او اجرتی قتل دی یعنی ددې قتل ترشا نورې خبری دی او موخه یی داده ترڅو روسیی ته کورنی مشکلات او ستونزی جوړ کړی. دا چې د اوکراین د (کریمیا،لوګانسکی،دینسک) په موضوع کې د پوتین د سیاست له امله امریکا له ماتی سره مخامخ شو نو امکان دی ولری چی د روسیی لپاره په کور دننه د یو بلې سیاسی ستونزې د زیږیدولو لپاره دا کار شوی وی. بهرنیو رسنیو هم د مخالف سیاستوال بوریس د ترور او وژنې په تړاو په انګلیسی ژبه داسې لیکلی: Nemtsov was in Moscow helping organise a rally against Putin's policies regarding Russian involvement in the war in Ukraine and the financial crisis. On 10 February, on a news website, he wrote "I'm afraid Putin will kill me" د قضیی بل اړخ: دا هم نشو ردولی چې ددې قتل ترشا د امریکایی کړیو لاس وی ترڅو په مسکو کې د پوتین مخالفین له دې وژنی په ګټې اخستنې سره خپل پراخ لاریونونه او اعتراضونه شروع کړی په افغانستان کې د ثور کودتا نه مخکې د میراکبرخیبر وژل کیدل د بوریس له وژل کیدو سره د مثال په ډول یادولی شو،یعنی مخالفین به دا قتل پلمه کړی او د نظام پرضد خپل اعتراضونه شروع کړی. بلخوا اوکراین د غرب په مرسته کوښښ کوی چې له موجوده ناورین څخه ځان اوباسی او تل یی پر روسیی نیوکه کړی چې د اوکراین له مخالفینو سره مسکو سیاسی،اقتصادی او نظامی مرستې کوی او ان د اوکراین پرضد په روانه جګړه کې روس پلوی چیچنیایی مسلمانان هم وروسته پاتی نشول او د اوکراین پرضد په روانه جګړه کې سهیم شول. بوریس د خپلې میرمنې سره کریملین ته نژدی پر پل قدم وهی چې په ناڅاپی ډول د څو تنو وسله والو لخوا د تفنکچی په مرمۍ په سر ویشتل کیږی او ځای پرځای وژل کیږی،پرون او نن د بوریس پلویانو دده د وژل کیدو په ځای کې د ګلونو ګیډې یوړل او خپل خفګان یی ښکاره کړل. دا قضیه ممکن همداسی پاتی نشی بلکی روسیه به کوښښ کوی چې د بوریس پلویان ته جوته کړی چی ددې قتل ترشا د روسیی د مخالفینو لاس دی او امریکا به کوښښ کوی چې دا قتل لکه په اوکراین کې د ویشتل شوی الوتکی په څیر پر روسانو واړوی.