پاکستان ته  د ولسمشر محمد اشرف غنی لومړنی  سفر تر ډیره بریالی ګڼل کیږی


 د پاکستان ټول کورنی او بهرنی اختیارات له فوج سره دي او ولسمشر دا ځلی مستقیما له فوج سره د ترهګرۍ ضد جګړی په اړه مثبتی  خبری وکړې.
د ولسمشر له سفر نه مخکی کابل ته د پاکستان د فوځی جنرالانو راتګ د مثبتو خبرو لپاره یو قدم و.
 پاکستان هم دا وخت له سختو فشارونو سره مخامخ دی، دا چې په پاکستان کې د سیاسی واک پرسر ددوې د سیاسی مشرانو ترمنځ شخړی او نانندری لا روان دي. او ممکن په کور دننه هغوې ته کورنی مشکلات جوړ کړی.
دویم دا چې پاکستانی طالبان لا هم په سیمه کې په قوت کې دی او کولی شی چې تل پاکستان ته مشکلات جوړ کړی او ددې ترڅنګ په پاکستان کې د داعش د فعالیتونو شروع کیدل ممکن هغوې ته نور هم درد سر پیدا کړی.
بله مسله دا چې هند د نړیوالو قوتونو په مرسته غواړی پر پاکستان فشار راوړی چې په هغه هیواد کې د هند ضد فعالیتونو مخه ونیول شی او ممکن چین ، امریکا ، فرانسه او جرمنی له هند سره په دې برخه کې همغږی وی.
اوس پاکستان مجبوره ده چی له یو اړخ سره دوستی او له بل سره دښمنی وکړی یعنی په یو وخت کې له دی وروسته نشی کولی چې هم له هند او  افغانستان سره او ترڅنګ یی په کور دننه له پاکستانی طالبانو او خپل سیاسیونو سره مشکلات ولری.
ایران هم  پاکستان په  سرحدی سیمو کې  خپل فعالیتونو ته وده ورکړی او د  ایرانی چارواکو د وینا پر اساس ممکن د پاکستان په سرحدی سیمو کې دخپلو مخالفینو خلاف پراخ عملیات وکړی.
اوس دې ټولو موضوعاتو ته په کتو پاکستان مجبور دی چې د افغانستان له نوی حکومت سره د واقعی دوستی لاس ورکړی او د سولي له پروسی سره همکاری وکړی او په دې وروستیو کې چین ته د افغان ولسمشر سفر  هم په سیاسی او هم په اقتصادی لحاظ ګټور و.
چین پر پاکستان هم سیاسی او هم اقتصادی فشار راوستلی شی.
 پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پاکستان ته ډیر زیات سفرونه وکړل ولی د دیپلوماسی او خبرو په برخه کې نیمګړتیاوی موجود ول. حامد کرزی پاکستان ته د خبرو لپاره داسې کسان به معرفی کړل چی هغوی له پاکستان سره په فکری لحاظ د خبرو جوګه نه ول.
او همدا لامل و چې مذاکرات او سیاسی روابط هیڅ وخت د غوره دیپلوماسی ځای ونه نیوه.
اوس وګورو چې پاکستان فوځ به څومره صادقانه له نوی افغان حکومت سره مرسته کولی شی او یا چې د تیر په څیر پخوانی سیاست.