د بابک صیب له  قضیی څخه د بعضی کړیو سیاسی گټه اخستنه !


دشپی اته بجې و د حاجی نذیر احمدزی د یو محافظ لخوا د خورشید تلویزیون د خبریال او زموږ  ملګری بابک د وهلو خبر می واوریده.
په بیړه مې حاجی نذیر احمدزی ته ټیلفون وکړه چې ښه کار ندی شوی او باید بابک پخلا کړو،حاجی نذیر احمدزی هم پر شوې پیښې  سخت خواشینی او غمجن وو او وی ویل ښه کار ندی شوی.
بیا می بابک ته ټیلفون وکړه چې زه او نورعلی سادات ستاسې کورته درځو چې دا مسله په خبرو حل کړو،حاجی نذیر احمدزی مو وهڅوو چې خپل کسان د بابک صیب کورته راواستوی ترڅو له نوموړی بخښه وغواړی، همدا کار وشو او پنځه کسه د بابک صیب کورته راغلل او د شپی تر یولسو بجو د بابک صیب کور کې و او د بابک پلاراو نور خپلوان هم حاضر ول.
بابک ګیله درلوده چې زما سپکاوی شوی او باید د حاجی نذیر محافظین له مانه رسمآ بخښه وغواړی، ورپسی د حاجی نذیراحمدزی محافظینو هم خپل دلایل وړاندی کړل چې دا پیښه په قصدی نه بلکی په تیروتنې ترسره شوی او موږ بخښه غواړو او سبا به درته ناغګی هم راوړو، دوعا مو وکړه او ټول خپلو کورونو ته لاړو.
خدای شاهد دی موږ هم خفه یو چې ولی د یو محافظ لخوا یو ځوان خبریال وهل کیږی خو چاره څه ده، بدبختانه په افغانستان کې هره ورځ د وژنو، ترور سپکاوی او وهلو قضیی ډیر اورو.
اوس ګورو چې د بعضی کړیو لخوا دغې مسلې ته سیاسی رنګ ورکړل شوی او د بابک له پاکو احساساتو ناوړه ګټه اخستل کیږی، په ډاګه وایم چې نه هم فهیم کوهدامنی د بابک له غمه مړ دی او نه هم  د دوی د مدنی جامعی فاشیست ملګری بلکی یوازی بابک د خپل کلیوال سره جنګولو هدف دی او ورسره د احمدزیو قوم ته سپکاوی.
دغه کړیو په خپلو لیکنو کې په بار بار د ( کوچی وحشی ) الفاظ استعمال کړل، احمدزی قوم ته یی کنځلی وکړل او بالاخره په همدغې فکر او ایډیالوژۍ نن لاریون هم کوي.
دوی د بابک له غمه مړه نه دي بلکی دوی غواړی له دغې موقعی نه په ګټې اخستنې بابک یوه بهانه کړی او خپل تخریبی او فاشیستی پلانونونه عملی کړی.
بابک صیب تاسې خو شاهد یاست چې ټولو درنه بخښه وغوښته او بیا خو همغه شپه به دی ویلی وایی چې ستاسې جرګه زه نه منم او تاسې لاړ شی نور مه راځئ.
په اخر کې بیا هم وایم چې د بابک له احساساتو بعضی فاشیستی کړۍ ناوړه ګټه اخلی او بابک د ملاتړ له ادرسه ټول قوم او ولس ته سپکاوی او توهین کوی.