دا اړينه نده

◾دا اړينه نده چې په هره پېښه، مسأله، قضيه او ستونزه کې نظر ولري.

◾ او که په اړه يې نظر لري نو اړينه نده چې څرګند يې کړى، که غواړى چې خپل نظر څرګند کړى نو ضرورى نده چې هر چاته، په هر مناسبت او هر ځاى کې يې څرګند کړى.

◾ کله چې د خپل نظر څرګند کړ نو ضرورى نده چې هغې د منلو لپاره سختى او تعصب وکړى، او يا ګمان کوى چې ﺯما نظر حق دى د هيڅ لورې ورته باطل نه راځى.

◾ که چېرې يو څوک دې د نظر مخالفت وکړى نو اړينه نده چې هغه دې ستا دښمن، کينه ګر او تاته په کمين کې ناست وي.

◾ د اړينه نده چې يو څوک ستا په نظر نيوکه وکړى، تا بيا هغه د سپکولو، نورو له پامه د غورځولو، او هرې نيکۍ څخه د پاکولو هڅه کوى.

◾ ضرورى نده چې د يو چا سره دې اختلاف پيدا شي له هغه سره دښمنى پيل کړى، نور خلک يې دښمنۍ ته راوبلي او څومر چې د وس وى هغه رسوا او بربنډ کړى.

◾ که د يو چاسره دې دښمنى، شخړه، خفګان او اختلاف وى اړينه نده چې په هغه ټول هغه خلک خبر کړى چې له تا سره تړاو لري، دا شعار دې پورته کړى وى چې فلانى ( ﺯما ملاتړى او يا مخالف دى).
بلکې پکار ده چې څومره کيدلاى شي بايد شخړه او مخالفت د خپلو خلکو ترمنځ پاتى شي.

◾ کله چې مقاله او شعر ليکى ضرورى نده چې د هغې لفظونه، بيتونه او پاڼې دې ډيرې وي، بلکې له دې لارې خلکو ته د فکري رسول اړين دي، کله چې په لنډ عبارت او بې له تکلفه ورسى دا پوره ده.

◾ کله چې خبرې کوى يا د نورو په خبرو کې مداخله کوى يا هغوى ته خپل نظر څرګندوى، نو اړينه نده چې پرته له اړتيا خبرې اوږدى کړى تر څو په اوريدونکو او ګډونوالو درنې تمامې شي سره له دې چې د خبرو موخه څرګنده شوى وى، د دې په ځاى چې ووايي: (کاشکى خبرې جارى ساتلى وى وويل شي کاشکى چې چوپ شوى وى).
کچېرته دې شعار د ډيرو په نفسونو کې ځاى پيدا کړي وى نو مونږ به خبرو د ﺯيات تکرار درونوالې، ستړتيا او اوږدوالى له سر دردى څخه خلاص وى.

◾ که هر څومره پوهه او ثقافت لري دا اړينه نده چې ته دې د هرې ناستې او مجلس په سر کې يې او هره خبره د لومړۍ پيلوى، نه هره ناسته او چاپيريال مناسب ستا وى او نه هره ورځ.

◾ که کمه ورځ درنه کمۍ وشو، يا د چا د حق په ادا کولو کې پاتى راغلى نو اړينه نده چې دا دې د تل لپاره د تقصير او نورو سره ښېګړى د نه کولو ﺫريعه وى.

◾ دا ضرورى نده چې يو څوک دې بدى شي يا کرکه ورسره لري هغه خبر کړى په دې دليل چې ﺯه سپين نيتې او ډاګيز يم، بلکې د حکمت غوښتنه ده چې دا هر څه له ځانه سره وساتى ځکه ((عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً ۚ )).سُوۡرَةُ المُمتَحنَة :7
ژباړه: لیري نده چي الله يو وخت ستاسي او د هغو خلكو تر منځ مينه واچوي چي له هغو سره نن تاسي دښمني را اخيستې ده.