عاشوراء د روژې اړونده مسائل

لومړۍ مسئله: يواﺯې عاشوراء د روژې نيولو حکم:
 يواﺯې د عاشوراء روژه نيول جايز دي ، خو غوره دا ده چې يوه ورځ مخکى او يوه ورځ وروسته ترې روژه ونيول شي
 
په  سنن ترمذي کې  په صحيح سند سره د ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى فرمايي: «صوموا التاسع والعاشر، خالفوا اليهود».
ژباړه: محرم د مياشتې نهمه او لسمه ورځ روژه ونيسئ او د يهودو سره مخالفت وکړئ.
 
شيخ الإسلام ابن تيمية ـ رحمه الله ـ وايى: کله چې نبي صلى الله عليه وسلم  ته د ژوند په وروستيو کې خبر ورسيد چې يهود دا ورځ د اختر په توګه لمانځي، نو ويې فرمايل: «لئن عشت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: کچېرې زه تر راتلونکي کال ژوندى وم نو د نهمې ورځ روژه به نيسم.
 
لدې امله چې د  يهودو سره مخالفت وشي او د هغوى سره د د دې ورځې د اختر په ګرځولو کې مشابهت ونشي.
ځينې صحابوو او علماوو به يواﺯې د عاشوراء روژه نه نيوله او نه يې مستحب ګڼله بلکې يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول يې مکروه ګڼل، چې دا د کوفينو له يوې ډلې څخه نقل دي.
 
ځينې علماء بيا يواﺯې د عاشوراء روژه نيول مستحب ګڼي، خو سمه  او مستحب دا ده څوک چې د عاشوراء روژه نيسي، د تاسوعاء روژه دې هم ورسره ونيسي.
 
ځکه دا د نبي صلى الله عليه وسلم وروستى امر او ارزو وه لکه چې فرمايي: «لئن عشت إلى قابل لأصومن التاسع مع العاشر».
ژباړه: کچېرې تر راتلونکي کال ژوندى وم نو د نهمې ورځ روژه به نيسم.
 
لکه څرنګه چې د حديث په ځينې طرقو کې د دې تفسير شوى او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دا سنت ګرځولي ده.
 
همدا شان شيخ الإسلام ابن تيمية ـ رحمه الله ـ وايي: عاشوراء ورځې د روژې نيول د يو کال(ګناهونو) کفاره ده، يواﺯې روژه نيول يې مکروه نه دي، امام احمد د وينا غوښتنه  کراهت دى، چې دا د ابن عباس-رضى الله عنهما او أبو حنيفة- رحمه الله-  قول هم دى، د ابن عباس-رضى الله عنهما قول او له امام أحمد رحمه الله نه په يو روايت کې نقل دي د عاشوراء روژه نيول واجب ول او بېرته منسوخ شوي.
 
سعودي د علمي څېړنو او فتوى دائمي کميسون ويلي:
يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول جائز دي ، خو بهتره دا ده چې يوه ورځ مخکې او يوه ورځ وروسته ترې روژه ونيول شي چې دا د نبي صلى الله عليه وسلم نه ثابت سنت دى، هغه فرمايي: «لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: کچېرې تر راتلونکي کال ژوندى وم نو د نهمې ورځ روژه به نيسم.
 
ابن عباس رضي الله عنهما وايى: " يعنى د لسمې سره.
دويمه مسئله: د شپې نه عاشوراء د روژې نيولو نيت کول:
نيت کول لاﺯمي او په ټولو عبادتونو کې اساسي شرط دى هغه فرضي وي او که نفلي، لکه: رمضان د مياشتې روژې نيول، خامخا بايد له مخکې څخه نيت موجود وي يا د ټولې مياشت لپاره د اولې شپې نه او يا هره شپه مستقل نيت کول د اهل علمو د خلاف پر بنا، کله چې د فرضي روژې لپاره د ورځې نيت وشي نو روژه نه صحيح کېږي او قضايي راوړل يې لاﺯم دي.
 
أما نفلي روژې هغه که د عرفي او عاشوراء وي  او يا د دوشنبې او پنجشنبې روژې وي، يا د أيام البيض درې روژې وي، د ټولو لپاره نيت لاﺯمي دي، کچېرته نفلي روژه ونيسي او نيت د ورځې لمر له ﺯوال څخه مخکې وکړي نو جائز ده، دا د جمهورو علماوو مذهب دي،امام نووي په  شرح مسلم کې ﺫکر کړي دي، دليل يې د  أم المؤمنين عائشې رضي الله عنها حديث دى، فرمايې: ماته رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ وويل: «اې  عائشې له تاسره د خوراک څه شته ؟»، فرمايې: ما ورته وويل: اې دالله رسوله! مونږ سره هېڅ هم نشته، هغه وفرمايل: «ﺯه روژه يم» ـ په بل روايت کې راځي: «بس بيا ﺯه روژه يم» ـ عائشة رضي الله عنها وايې: رسول الله صلى الله عليه وسلم له وتلو وروسته مونږ ته هديه راکړل شوه، فرمايې: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم بېرته راستون شو، ما وويل: اې دالله رسوله! مونږ ته هديه راکړل شوي ده او ما ستا لپاره څه برخه ساتلې ده، هغه وويل: «څه دي؟»، ما ورته وويل: د کجورو حلوه، هغه وويل: «را يې وړه»، ما راوړله او هغه وخوړله، بيا يې وفرمايل: « ما روژه  په خوله سبا کړى و». 
 
 طلحة وايي ـ د حديث راوى دى ـ ما مُجاهد ته دا حديث بيان کړ، هغه وويل: دا د هغه سړى په څېر دى چې د خپل مال نه صدقه وباسي، کچېرته يې خوښه شي نو ويې کړي او کچېرته يې خوښه نه شي نو ايساره يې کړي.
 
شيخ علامة ابن عثيمين ـ رحمه الله ـ په پورتني حديث کې د «إذًا» لفظ په تعليق کې وايى «إذًا»  ظرف زمان دى د حاضر وخت لپار استعمالېږي، معنى دا چې د ورځې نه يې نيت وکړو، دا پدې دليل شو چې په نفلي روژو کې د ورځې نه نيت کول جائز دى، 
بيا وايى: ايا ده ته به د پوره ورځې دروژې ثواب حاصليږى؟ او کنه د نيت د وخت نه؟
 
پدې کې د علماوو دوه قوله دي:
لومړى قول: ده ته ورځې د پيل نه ثواب رسېږې، ځکه شرعي روژه بايد ورځې د اول نه پېل شي.
دويم قول: يواﺯې د نيت کولو د وخت نه ورته ثواب رسېږی، کله چې د ﺯوال په وخت کې نيت وکړى نو د نيمې ورځې اجر ورته رسېږي، دا قول راجح  دى ځکه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى: «إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى».
 
ژباړه: يقينا عملونه په نيت پورې تړلې دي، او هر سړي ته به د خپل نيت اجر رسېږي.
 
دې سړى ورځې د نيمايي نه د روژې نيت کړى و نو د نيت له وخت نه به ورته ثواب رسېږي.
 
دريمه مسئله: ايا جائز دى چې سړى يوه ورځ يا دوه ورځې نفلي روژه ونيسي سره لدې چې د رمضان د مياشتې قضايي روژې پرې پاتى وي؟! ايا جائز ده چې  عاشوراء د ورځې روژه رمضان د قصايي راوړلو  په نيت ونيسي؟!
 
سعودي د علمي څېړنو او فتوى دائمي کميسون د دې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي:  تر څو  چې پرې رمضان د يوى ورځې قضايي هم وى نفلي روژه به نه نيسي بلکې لومړى به د رمضان د قضايي په راوړلو پېل وکړى او بيا به نفلي روژې ونيسى.
 
دويم: کله چې محرم د مياشتې لسمه او يوولسمه ورځ روژه  رمضان د قضايي په نيت ونيسى نو جائز ده، دا به د دو ورځو قضايي وي، ځکه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: «إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى»