له دو کارنو ډډه وکړئ

إمام حافظ ابن القيم – رحمه الله تعالى – وايي:
”له دو کارونو ډډه وکړئ ځکه چې ډېرې ناوړې پايلې لري:

◾لومړي: په دې خاطر حق ردول چې ستا له خواهش او غوښتنو سره مخالف وي، د دې سزا او ناوړه پايله د ﺯړه اوړيدل، تقلب او د هغه حق ردول دي چې تا ته وړاندې کېږي، تر هغه پورې به حق نه مني تر څو چې تاته ستا د خواهش او غوښتنې په بڼه نه وي څرګند شوى، الله تعالى فرمايي: ﴿وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ﴾ [الأنعام : ١١٠] 

ژباړه: موږ په هماغه شان د دوى زړونه او نظر اړوو، لكه څنګه چې دوى لومړی ځل پرې ايمان نه و راوړى. موږ دوى په همدې سركښۍ کې لالهانده پرېږدو.

لومړي ځل لپاره د حق ردولو سزا دا شوه چې وروسته يې الله تعالى له حق څخه ﺯړونو او سترګې  واړولي.

◾ دويم: په خپلو وخت په يو کار کې سستي کول، کله چې ته پخپل وخت په يو کار کې سستي وکړي الله تعالى به دې د خپل رضايت او خوښۍ څخه وروسته پاتي کړي چې دا به ستا لپاره سزا وي، الله تعالى فرمايي : ﴿فَإِن رَّجَعَكَ اللَّهُ إِلَىٰ طَائِفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا ۖ إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ﴾ [التوبة : ٨٣] ژباړه: كه الله د هغو منځ ته تا بيرته راولي او په راتلونكي وخت کي له هغو څخه كومه ډله د جهاد لپاره ستا څخه د وتلو اجازه وغواړي، نو په ډاګه ورته ووايه: “اوس تاسي زما سره هیڅكله نشئ تلای او نه زما په ملګرتيا کښي له كوم دښمن سره جنګېداى شئ. تاسي مخکي کېنستیا غوره کړې وه، نو اوس پر كور ناستو كسانو سره کېنئ.”
که څوک له دې دو سترو افتونو او لويو مصيبتونو څخه سالم پاتي شو، نو هغه ته دې سلامتيا مبارک وي”
• انظر : بدائع الفوائد(١١٢٩/٣)