محرم د مياشتې حرمت او عظمت  

د محرم مياشت يو له هغه سترو مياشتو ده چې الله تعالى حرامه ګرځولي ده، الله تعالى فرمايي: ((إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ)) [التوبة:36].

ژباړه: حقيقت دا دى چې د مياشتو شمېر، له هماغه ورځې څخه چي الله اسمانونه او ځمکه پېدا کړېده، د الله په ليكنه کښي همدا دولس دي؛ او له هغو څخه څلور مياشتې حرامې دي. همدا سم صحيح قانون دى. نو په دې څلورو مياشتو کښي پر خپل ځان ظلم مه كوئ. او ټول يو موټى شئ، له مشركانو سره وجنګېږئ، لكه څنګه چي هغوى ټول يو ځاى ستاسي سره جنګیږي. او وپوهېږئ چي الله د پرهېزګارانو ملګرى دى.
إمام قرطبي ـ رحمه الله ـ د دې ايت په تفسير کې وايي:«الله تعالى د حرمت لرونکو مياشتو ځانګړي يادونه کړي ده، دې مياشتو ته د درناوى  په خاطر  يې په کې له ظلم څخه منع کړي، که څه هم ظلم په ټولو وختونو کې منع دى چې دا د ډيرو مفسرينو نظر دى، يعنى تاسو په څلورو حرامو مياشتو کې په ځانونو ظلم مه کوئ، د ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى فرمايي: «((فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ)) اې په دوولسو مياشتو کې».

شيخ عبد الرحمن سعدي رحمه الله د دې ايت په تفسير کې وايي: «((فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ))احتمال لري چې ضمير دې هم دغه دوولسو مياشتو ته وروګرځي، دا څرګنده ده چې  الله تعالى خپلو  بندګانو  ته معلوم عمر ټاکلې بايد د الله په پيروى يې ودان کړي، الله تعالى د احساناتو او بند‌ګانو د اصلاح د سبب ګرځيدولو باندې شکر وباسي، پدې کې په نفىسونو باندې ظلم مه کوئ، دا هم احتمال لري چې ضمير  دې څلورو حرمت لرونکو مياشتو ته وروګرځي،  پدې مياشتو کې دې دوى د ظلم کولو نه منع  وى سره لدې چې د ﺯيات حرمت له وجې نه  په ټولو وختونو کې د ظلم کولو نه منع شوى ده، خو پدې کې ظلم د نورو په پرتله ستر جرم دى.

همدا شان د دې مياشتې فضيلت لدې څرګندېږي  چې الله تعالى ته يې اضافت شوى دى، ويل کېږي، د الله تعالى حرمت لرونکي مياشت، خو دا د شرافت او بهتروالي اضافت دى، لکه: د الله کور، د الله اوښه.

په صحيحينو کې د أبي بكرة رضي الله عنه حديث دى, يقينا نبي صلى الله عليه وسلم د خپل حج په خطبه کې وفرمايل: «إن الزمان قد استدار كهيئته يوم خلق الله السموات والأرض، السنة اثنا عشر شهرًا منها أربعة حُرُم، ثلاثة متواليات ذو القعدة وذو الحجة والمحرم، ورجب مُضر الذي بين جمادى وشعبان».

ژباړه: يقيناً ﺯمانه د خپلې هغې ورځې ترتيب وګرځيده چې الله تعالى په کې اسمانونه او ځمکه پيدا کړي ده، کال دوولس مياشتې دي، څلور يې حرمت لري، دري پرلپسې دي: ﺫوالقعدة، ذو الحجة او محرم، او بله د مضر په وړاندې رجب ده  چې د جمادى او شعبان ترمنځ ده.

 ابن كثير ـ رحمه الله ـ د دې په تفسير کې وايي: « د مضر قبيلې ته يې ځکه اضافت وشو چې د درجب په اړه يې د وينا صحت څرګند شي يعنى هغه مياشت چې د جمادى او شعبان ترمنځ ده، نه هغه چې ربيعة قبيله يې ګمان کوى چې د رجب حرمت لرونکى مياشت د شعبان او شوال ترمنځ ده کومه چې اوس رمضان نومېږي، نبي صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې موخه مو د مضر په وړاندې رجب دى نه د ربيعه په وړاندې، يقينا حرمت لرونکي مياشتې څلور دي دري پرلپسې دى او يوه جلا ده، د حج او عمرې مراسمو د ترسره کولو له امله د حج له مياشتو مخکى يوه مياشت حرامه وګرځيده چې د ﺫو القعدة ده ځکه دوى په دې مياشت کې د جنګ نه کيناستل، د ﺫو الحجې مياشت هم حرامه وګرځيده ځکه چې پدې کې دوى د حج د مراسمو په ادا کولو کې مشغول ول، او حج د ادا کولو وروسته بله مياشت هم حرامه وګرځيده چې د محرم ده ترڅو حاجيان خپلو هيوادونو ته په امن ورسېږي، او د کال په مينځ کې يې د رجب مياشت حرامه کړه تر څو خلک د جزيرة العرب له لرو پرتو سيمو څخه ډاډه د بيت الله ليدو ته راشي او بېرته خپلو هيوادونو ته په امن ستانه شي".

نور بيا......