سيلاب دَ وينو

 سکون دَ ژوند چې لاهو کړلو دَ مخې سره
 زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
دنګ محلونه هم واړۀ کورونه ئې پرې نۀ ښودل
ځائے دَ ادراک چې ؤ هغه سکولونه ئې پرې نه ښودل
ډک دَ سرو زرو چې ؤ لوړ لوړ غرونه ئې پرې نۀ ښودل
رنګ رنګ مېوې پکښې کېدې باغونه ئې پرې نۀ ښودل
شاړ چمنونه شو ښائسته ګلونه ئې پرې نۀ ښودل
دَ نۀ کېدو چې وي هغه کارونه څۀ له کوي
زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
ډېر دې حالاتو لېوني کړل در په در ګرځي
اوس لوئے او واړۀ پکښې دَ کور کلي بهر
ګرځي اوس ترس په چا کښې نشته خېر کۀ څوک نهر
ګرځي اوس روغ جوړ لا څۀ چې بيماران کډه په سر
ګرځي اوس خلقو نۀ واروپار خطا دي په خطر
ګرځي اوس دا سوچ ئې نۀ وي چې ښېرې دَ چا دَ زړۀ به اوځي
زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
دا به څۀ کېږي دلته نۀ دي چې ځانونه محفوظ
ګران عبادت شوهر ځائے نۀ دي جماتونه محفوظ
دا تباهي ده دَ هېچا نۀ دي کارونه محفوظ
دَ بې ګناه کسانو هم نۀ دي سرونه محفوظ
څنګ داسې حال کښې دَ وطن شي بيادونه محفوظ
حېران يم څوک ورته وئ دا دي دَ ثواب کارونه
زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
وخت هاغه نۀ دے پښتانۀ وروڼه دي شر نۀ کوي
هغوي شړل غواړي چې څوک دَ مينې کر نۀ کوي
چې وي بدنيته نو خبرې ئې اثر نۀ کوي
دومره ظلمونه په بشر باندې بشر نۀ کوي
دا مونږ چې څۀ کړو خوشحالۍ به پرې کافر نۀ کوي؟
لږ پښتنو له هم په دې خبره سوچ پکاردی
زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
دا چې ظلمونه ئې دَ ظلمونو انتها ته رسي
 دا سوچ ئې نۀ وي چې فائده به دَ دې چاته رسي
دروغو کلي وي وران کړي چې رشتيا ته رسي
داسې کارونو باندې ټول دَ غم صحرا ته رسي
مونږ په غارونو کښې اوسېږو نور خلا ته رسي
توابه پاتې يو دَ چا سيالي کولی نۀ شو
زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو
\"\"
٭====٭====٭
2009/3/13___ خپل کلی